د بېجينګ اوپيرا د مشهور فقيد لوبغاړی می لان فانګ په ټاټوبي کې د وګړيو ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-03-24 15:54:30

ګرانو اورېدونکو، په وروستيو ورځو کې د می لان فانګ په نامه فلم په چين کې وښودل شو چې په کې د بېجينګ اوپيرا د مشهور فقيد لوبغاړی می لان فانګ د ژوند په اړه معلومات نندارچيانو ته وړاندی شول . تر هغه وروسته له بيجينګ اوپيرا سره د زيات شمېر نندارچيانو ، په تېره بيا د ځوانانو مينه نوره هم زياته شويده . بېجينګ اوپيرا د نورو زياتو اوپيراګانو په پرتله په چين کې ستره اغېزه لري چې د چين د کلتور د جوهر او عصارې په توګه بلل کېږي. د چين د ښوونی وزارت ددغه هنر د پرمختګ او رواج لپاره تېر کال د څو ښارونو په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د بيجينګ اوپيرا د روزنې ازمويښتي مرکزونه جوړ کړل چې زده کوونکو ته د بېجينګ اوپيرا په اړه معلومات ورزده کړي. د چين د ختيځ جيانګ سو ولايت تايجو ښار د می لان فانګ ټاټوبی دی ،اوس ددې ښار په زياتو شمېر منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د بيجينګ اوپيرا د زده کړو فعاليتونو روان دی.

( اواز١ )

د بېجينګ اوپيرا د مشهور فقيد لوبغاړی می لان فانګ په ١٨٩٤ کال کې په بېجينګ کې زېږېدلی او اصلي ټاټوبی يې د جيانګ سو ولايت تايجو ښار دی. په دغه ښار کې وګړي له بېجينګ اوپيرا سره ډېره مينه لري چې ګڼ شمير زاړه واړه ، ښځې او نارينه بېجينګ اوپيرا وايي .

د تايجو ښار په يو وړکتون کې د بېجينګ اوپيرا د روزنې په خونه کې ماشومان د بېجينګ اوپيرا د ويلو زده کړې کوي څو چې د ماشومتوب له مودې څخه له دغه ښکلي اوپيرا سره ددوي مينه زياته شی.( اواز ٢ )

په دغه وړکتون کې د بېجينګ اوپيرا په اړه د معلوماتو د برابرولو لپاره يو لړ فعاليتونه روان دي، بر سيره پر دی د بېجينګ اوپيرا د لوبغاړو پر مخونو باندی د سينګار اود ځانګړيو کاليو په اړه لومړني معلومات هم ددوی د ورځنۍ ښوونې په ترڅ کې ماشومانو ته ورکول کېږي. د دغه وړکتون مشرې مېرمن جو هوی وويل

( اواز ٣ )

زموږ موخه دا ده چې ماشومان د کوچنيتوب په موده کې د بېجينګ اوپيرا په اړه ابتدايي معلومات تر لاسه کړي چې هغوي په ښه توګه پوه شی چې بېجينګ اوپيرا د چين ډير ښکلی او ځانګړی هنری شکل دی.

د تايجو ښار د ازمويښتي ښوونځی په زده کوونکو کې د بېجينګ اوپيرا د معلوماتو د تعميم يو مرکز دی . د دغه ښوونځی مشر نوموړی پلان ته په درنه سترګه ګوري. زده کوونکي په ټاکلی وخت د موسيقي درس په وخت کې د بېجينګ اوپيرا د زده کړې ازموينه کوي. يوه زده کوونکي پدې اړه داسی وويل:

( اواز ٤ )

زما په اند دا يو په زړه پورې لاره ده چې موږ د درس په ترڅ کې نه يوازی سندری، بلکې بېجينګ اوپيرا هم وايو. له دی امله موږ د چين د دوديز ملي کلتور په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړو او زموږ هنري او کلتوري ژوند هم غني شي.

د ښوونکيو په اند د يو لړ فعاليتونو د ترسره کولو له لاری زده کوونکو ته د هېواد د کلتوري جوهر د زده کړو او خپرولو فرصتونه برابر شوي دي.

نن ورځ ځوانان د رخصتۍ په موده کې ډول ډول کلتوري فعاليتونه تر سره کوي، د ځينو ځوانانو په اند بېجينګ اوپيرا يو ډول دوديز هنر او وزن يی أرام دی، نو د دوی د زده کړو بهير ډېر سخت دی.

( اواز ٥ )

ځکه چې موږ له بېجينګ اوپيرا سره ښه بلد نه يو، نو د بېجينګ اوپيرا د ويلو د زده کړو په وخت کې مو له ستونزو سره مخامخ يو.

د تايجو ښار حکومت د بېجينګ اوپيرا د خپرولو کارونو ته ډيره پاملرنه کوي . د تېر کال په پای کې په دغه ښار کې د می لان فانګ هنري فيستيوال تر سره شو چې د می لان فانګ زوی او د بېجينګ اوپيرا مشهور لوبغاړی می باو جيو هم په کې ګډون درلود. دغه دوديز هنر چې څه د پاسه ٢٠٠ کاله تاريخ لري ، په چين کې به په پر له پسی توګه پرمختګ او رواج وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040