وګړي ټوکر جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-24 16:28:50

د يوو ګوو قوم چې نفوس يې لس زره او پنځه سوه او ٦٩ تنه دي، په عمده توګه د چين د ګان سو ولايت د يوو ګوو قوم په خپلواکې ولسوالۍ کې ژوند کوي . د استوګنې زياتې سيمې د چين د چی ليان غره په اوږده تړانګه کې پرتي دي چې په لرغوني ځنګلونو کې قيمتي وحشي نباتات او بډاي کانونه شته دي چې په ځايي سيمه کې توليد شوې ډبرې ډېرې مشهورې دي.

د يوو ګوو قوم خپل قومي ليکدود نه لري .د چين ملی ژبه د دوی ترمنځ د نظريو د تبادلې وسيله ده. د دغه قوم وګړي په عمده توګه په مالداري چارو بوخت دی او د لاما په تبتي بودايی دين عقده لري . نو عادتونه يې له تبتيانو سره لږ توپيرونه لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040