د يوو ګوو قومي خور

cri     (GMT+08:00) 2009-03-24 16:39:48

د يوو ګوو قوم چې نفوس يې لس زره او پنځه سوه او ٦٩ تنه دي، په عمده توګه د چين د ګان سو ولايت د يوو ګوو قوم په خپلواکې ولسوالۍ کې ژوند کوي . د استوګنې زياتې سيمې د چين د چی ليان غره په اوږده تړانګه کې پرتي دي چې په لرغوني ځنګلونو کې قيمتي وحشي نباتات او بډاي کانونه شته دي چې په ځايي سيمه کې توليد شوې ډبرې ډېرې مشهورې دي.

د يوو ګوو قوم خپل قومي ليکدود نه لري .د چين ملی ژبه د دوی ترمنځ د نظريو د تبادلې وسيله ده. د دغه قوم وګړي په عمده توګه په مالداري چارو بوخت دی او د لاما په تبتي بودايی دين عقده لري . نو عادتونه يې له تبتيانو سره لږ توپيرونه لري.

د يوو ګوو قم د واده مراسم په زړه پوری دی او په دغو مراسمو کې زوم بايد له عادت سره سم دری غشي وويشي او دا مانا لري چې زوم او ناوې په دايمی توګه يو له بل سره مينه لري .خو د غشۍ ويشلو وروسته کږ ليچۍ په اور کې اچول کيږي.ولی دا عادت لري؟ کيسه يې دا ده: پخوا د يوو ګوو وګړيو اور تر لاسه نه کړ، خو ورپسی يو اتل د اور لګوونکی له ځان سره وړلی و چې له امله يې قومي وګړيو په ښه او نيکمرغۍ ژوند پيل وکړ. ورپسې د اور لګوونکی د شيطان له خوا تر لاسه شوی و، يو زړور سړی د دريو غشيو په ويشلو سره دغه شيطان ووژل ، نو د دغه اتل د لمانځنې لپاره د يوو ګوو قوم وګړيو د واده په مراسمو کې بايد غشی وويشل شي چې د نيکمرغۍ ژوند د ګټلو او له شيطان سره د مقابلې ښه هيله او ټينګ هوډ څرګنديږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040