د باو ان د استوګنې په سيمه کې لوی جومات
cri (GMT+08:00) 2009-03-27 14:02:36
د باو ان قوم زياتره وګړي د ګان سو ولايت د جی شه شان د باو ان قوم د دونګ شيانګ او سالا قومونو په خپلواکه ولسوالۍ کې اوسيږي او ځيني برخه يې د لين شيان د هوي قوم د خپلواک ايالت په بېلا بېلو ولسواليو او د چينګ های ولايت په شون هوا په ولسوالۍ کې ژوند کوي.زياتره قومي وګړي د چين په ملي ژبه پوهيږي او د اسلام پر دين عقده لري او د هوي قوم له سيمه ايزو وګړيو سره يو شان دی. نو د باو ان هوي په نامه قوم هم بلل شول.د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته د قومي خوښې له مخی د باو ان قوم نوميږي.د باو ان قوم په عمده توګه په کرهنيز توليد بوخت دی او ځيني برخه يې په لاسي صنعت تکړه دی.