د کورله د تيان شان د استوګنې د يوې سيمې مشره شينګ ګوی شيانګ

cri     (GMT+08:00) 2009-03-30 19:46:33

د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکی سيمې د کورله ښار د تيان شان د استوګنې سيمې د اوسيدونکو د يوې کميټې مشرۍ شينګ هوی شيانګ خبرې واوريدې. په چين کې د اوسيدونکو کميټه يو بنسټيز حکومتی ارګان دی او د چين په ښارونو کې څه ناڅه اتيا زره داسی کميټې شته دي . د دغو کميټو عمده کارونه د استوګنو سيمو د وګړيو د ټولګټو چارو تامينول دی. د بېلګې په توګه د ګاونډيو ترمنځ د توپيرونو او اختلافونو له منځه وړل او د عام امنيت د ساتلو په برخه کې له پوليسو سره همکاری کول او داسې نور . که څه هم د اوسيدونکو کميټې کارونه فرعي دي، خو دغه کارونه د وګړيو له ژوند سره نژدی تړاو لري. په تېرو دوولسو کلونو کې ميرمن شينګ ګوی شيانګ د چين د کمونيست ګوند د يوې غړې په توګه په جدی او ښه توګه خپل کارونه ترسره کړی دی. دې د خپلو کوښښونو له لارې د وګړيو باور تر لاسه کړی دی. د خپلې دندې د ټاکلو لامل د يادونې په وخت کې شينګ ګوی شيانګ وويل:

په هغه وخت کې مې د اوسيدونکو کميټې د کارونو په اړه زيات معلومات نه درلودل . زما په اند، دغه دنده يو ښه کار دی چې له لارې يې وګړيو ته خدمت وکولای شم.

د بريښنا څانګو په اوسيدونکی سيمې کې يو شمير کسان رسمي کارونه نه لری او بې وزله ژوند لري. د شينګ ګوی شيانګ په اند، د همغږی ټولنې د جوړولو په بهير کې بايد لومړی د اوسيدونکو همغږی سيمې جوړې شي. د اساسی ارګانونو عمده کارونه بايد د وګړيو د ثابت ژوند تامينول وي. نو شينګ ګوی شيانګ په خپلې اوسيدنکې سيمې کې د بی کارانو د مشکلاتو او ستونزو د حل لپاره ددوي کورونو ته تللې او هڅې يې کړي چې ددوی د بيا کار کولو لپاره مرستې ورسره وکړي. دې وويل : که څه هم زموږ په هېواد کې د ژوند د اساسی اړتياوو د تامينولو نظام شته، خو دغه وګړي بايد په خپلو لاسونو خپل ژوند ښه کړي. د اوسيدونکو کميټه بايد ورسره د مرستې لاس اوږد کړي.

د کورله ښار د مالياتو په څانګه کې يوه شته ودانۍ شته چې پخوا د دغې څانګې دفترونه پکې وو. نو شينګ ګوی شيانګ د ښار له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې هغه ځای له فابريکو څخه د اضافه بسته شويو وګړيو او کليوالو کارګرانو د وړيا مسلکي روزنې لپاره د يو مرکز په توګه وټاکل شي. د شينګ ګوی شيانګ او د اړوندو څانګو د ګډو کوښښونو له لارې دغه مرکز جوړ شو او هر کال څه باندی څلور سوه يا پنځه سوه وګړي په وړيا توګه په کې روزل کېږي. دغه راز دغه مرکز دغو وګړيو ته د کار موندلو په هکله معلومات برابروي. د ښار د کار او استخدام ادارې هم د دغه مرکز د کارونو د ملاتړ لپاره يو شمير مرستندويه لګښت برابر کړی دی. شينګ ګوی شيانګ وويل:هر بی وزلی کس ته د ژوند د اساسی اړتياوو د تامينولو لپاره مياشتنی مرسته يوازی سل يوانه دی، خو دغه کسان د کارونو له لارې هره مياشت اوه او يا اته سوه يوانه عايدات تر لاسه کولای شي چې له امله يې ډېر خوشحاله دي.

شينګ ګوی شيانګ د خپلو کوښښونو له لارې د اوسيدونکو سيمو د ملګرو او

وګړيو باور تر لاسه کړی. دغه راز شينګ ګوی شيانګ په کارونو کې د يوې ګوندي غړې په توګه په ښه ډول خپلې دندې ترسره کړيدي. دې وويل: زما لپاره د خلکو د هرې غوښتنې پوره کول زما په غاړه حتمی کار دی چې په پايله کې به همغږی ټولنه جوړه شی.

اوس مهال د شينګ ګوی شيانګ په مشرۍ د تيان شان لار د بريښنايی څانګې د استوګنې سيمه يوه نمونوي سيمه ګڼل کېږي. خو شينګ ګوی شيانګ لاهم د خپلې سيمې د أبادۍ لپاره هاند او کوشش کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040