دوه معيوبي نجونو چون مان او شين مان

cri     (GMT+08:00) 2009-03-30 19:48:20

د ١٩٧٤ کال د جنوري په پنځه ويشتمه نېټه نجلۍ چون مان د چين د هي لونګ جيانګ ولايت د تيی لي ښار په تاو شان علاقه دارۍ کې زېږيدلې او دوه کلنه وه چې د ماشومانو د فلج په ناروغۍ اخته شوه . دوه کاله وروسته يی کشره خور شين مان وزيږيده، خو له بده مرغه هغه هم په دغې ناروغۍ اخته شوه . اوس په نړۍ کې هيڅ داسی درمل نشته چې دغې ناروغۍ علاج وکولای شی ، نو له دې امله دغه دوه نجونې تل د څرخی څوکۍ په وسيلی حرکت کوی . مشره خور چون مان خبريال ته وويل : کله چې زه يوه کوچنی نجلۍ وم ، پوه شوم چې زه په ډېرې سختې ناروغۍ اخته يم . په هغه وخت کې زما يوازنی هيله دا وه چې پر ځمکه ولاړه شم . خو هيله می هيڅکله نشی تر سره کيدای .

په دغې ناروغۍ د اخته کيدو له امله چون مان او شين مان په ښوونځی کې زده کړې ونشوې کولای . نو دوی د ورور د کتابونو سره سم پخپله له لومړی ښوونځی څخه تر منځنی ښوونځی پوری د ټولو درسونو زده کړه وکړه . په فارغ وخت کې يی د

خپل ژوند او حساس په اړه يو شمير ليکنې وکړې او په اخبارونو او مجلو کې يی د خپريدو لپاره کوښښ کړی دی .

خو له بده مرغه د کشرې خور شين مان ناروغي ناڅاپه سخته شوه چی په پايله کې يي ټول بدن بی هوښه شو او يوازی سترګې يي اړولی شوې . په هغه وخت کې مشرې خور چون مان تل له شين مان سره ملګرې وه او مرسته يی ورسره کوله .

د مشری خور تر ملاتړ لاندی کشره خور شين مان ګام په ګام ښه شوه . له دې وروسته دواړو نجونو له ژوند سره ډېره مينه پيدا کړه . يو ځل دوی په پلازمينه بېجينګ کې د مارچ شمال په نامه د مجلې له محرری جاو ځه هوا سره پيژندنه وکړه . د مېرمن جاو تر مرستو لاندی يی د ادبی ليکنو په ليکلو پيل وکړ . کشرې خور شين مان په اتلس کلنۍ کې هغه ليکنه چې پسرلی له منی سره مينه نوميږی د چين د معيوبينو په نامه مجله کې خپره شوه . له دې وروسته د چون مان او شين مان بېلا بېلې ليکنې په جلا جلا توګه د نوی ځوانان ، د چين ځوانان ، د چين د معيوبينو او د مارچ شمال په نامه مجلو کې خپرې شوې .

بر سيره پردی ، د ٢٠٠٢ کال په جولای کې د کشره خور شين مان ليکنه چې نصيب سمندر دی او زه بادوان يم نوميږی او د مشرې خور چون مان ليکنه چې په ژوند کې عذاب او خوښی نوميږی د چين د معيوبينو د مجلی او د چين د مرکزی ولسی راډيو له خوا د ژوند د ستايلو په نامه سيالۍ کې په جلا جلا توګه لومړی او دوهمه جايزه تر لاسه کړه .

چون مان او شين مان په ژوند کې خوشبينی نجونې دی او په ټينګ هوډ له هر راز ستونزې سره مبارزه کوي . که څه هم دوی معيوبې شويدي ، خو هيله ده چې د خپلو کوښښونو له لارې ټولنې ته خدمتونه وکړي .

په تېرو شلو کلونو کې ددوي پنځه سوه او شل ليکنې په بېلا بېلو مجلو او اخبارونو کې خپرې شويدی . د ٢٠٠٥ کال په اګست کې د چين د مرکزي تلويزيون د ګډې پاملرنې په نامه د پروګرام په ګډون يو شمير څانګې په بېجينګ کې د ژوند له سبا څخه پيل کيږی په نامه د کتاب د خپريدو لپاره مراسم تر سره کړل چی ددوي لخوا په ګډه ليکل شوی دی . بر سيره پردی ، په ٢٠٠٦ کال کې د دوی يو اثر د تنګې په غاړو د وطنوالو وروڼو په نامه د چين د مرکزي ولسی راډيو له خوا په يوه سيالۍ کې لومړی جايزه تر لاسه کړه . چون مان او شين مان د خپلو کوښښونو له لارې د ډېر زياتو معيوبينو سرمشق ګڼل کيږی .

که څه هم د ناروغۍ له امله د دوی په ژوند کې زياتې سختې ستونزې موجودې دي ، خو دوی لا هم له خپل ژوند سره ډېره مينه لری .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040