د هانکانګ داوطلبه خدمتګاره

cri     (GMT+08:00) 2009-03-30 19:49:30

جذام يو ډول داسې ساری ناروغي ده چې پرې له اخته کيدو سره د ناروغانو پوستکي توريږي او د لاسونو او پښو ګوتې يی کږېږي . که څه هم دغه ناروغي د سرطان ، ايدز ، سارس او نورو ساري ناروغيو په پرتله دومره خطرناکه نه ده ، خو وګړی عمومأ پر دغې ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو له بدرنګې بڼې څخه ويريږي او ډډه ترې کوي . ميرمن فو باو جو چې شپيته کلنه ده او د هانکانګ د طبی داوطلبانو ټولنې غړې ده ، پخوا يوه نرسه وه او په نولس سوه او اوه نويم کال کې د ورانه د ټپ له امله متقاعده شوه . درې کاله دمخه ميرمن فو د چين د ګوانګ دونګ ولايت د فوشان ښار د تان شان يو کلی ته لاړه او په دغه کلي کې يی د جذام د يو سل او دوه تنه ناروغانو د ساتلو دنده په غاړه واخيسته چې دوی يو وار بيا د ټولنې لخوا ومنل شي.

په دوه زره او دوهم کال کې ميرمن فو د ګوانګ دونګ ولايت د پان يو په ښار کې د لومړي ځل لپاره د جذام له ناروغانو سره مخامخ شوه او و يي ليدل چې نه يوازی شاوخوا کسان ، بلکې خپلوان يي هم سپکاوی او توپير کوی . ميرمن فو چې پخوا يوه نرسه وه او اوس ناروغه هم ده ، نورو کسانو ته د ناروغانو له اړتياوو سره ښه اشنا ده او په دې پوهيږي چې دوی د دغې خطرناکې ناروغۍ له امله هر شی له لاسه ورکړيدي ، يو ټپ جوړيدای شي ، خو د زړه د زخم جوړيدل مشکل دی.

تان شان کلي ته له رسيدو وروسته ميرمن فو هره ورځ د ناروغانو په ټپونو درمل موښي او بيا يی بنداژ کوی چې اوس يی د کوشش له امله د ځينو ناروغانو ټپونه جوړ شويدي .

له ناروغانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې ميرمن فو په دې ښه پوه شوې چې د زړه زيان يعنی د نورو له خوا د توپير په سترګه کتل او سپکاوی له شاوخوا ټولنې څخه د ددوی د ګوښه والي لامل دی ، خو ميرمن فو دوی ته د عادي وګړيو په څير ګوري او د هر جشن د رارسيدو په وخت دوی ته کوچني سوغاتونه ورکوی . ددې لپاره چې ناروغان په سالمه رويه په ټولنه کې بيا شامل شي ، ميرمن فو بهر ته ددوی د سفر لپاره له بيلا بيلو ټولنو څخه پيسې راغونډې کړې دي .

د کلي شاوخوا وګړي د ميرمن فو له خدمتونو متاثر شوي او وايی چې له هانکانګ څخه راغلې دغه داوطلباه خدمتګاره له جذام څخه نه ويريږي ، نو موږ ولې ډاريږو؟

د تان شان روغتون ډاکترې چن وي مين چې د جذام ناروغانو په کلي کې يي ديرش کاله کار کړی ، وويل د ميرمن فو له رارسيدو مخکې موږ هم له جذام څخه هم ويريدو او له ناروغانو سره مو واټن درلود ، خو اوس موږ هيڅ نه ويريږو.

د کلي شاوخوا وګړي هم د ميرمن فو د خدمتونو تر اغېزو لاندې له ناروغانو سره د خبرو اترو زړورتيا موندلې او حتی ددوي سره يو ځاي ډوډۍ خوري . دغه راز اوس دغه ناروغان کولی شي چې بازار ته لاړ شي او شيان واخلي . اوس مهال بېلا بېلو ټولنو او شخصيتونو ناروغانو ته طبي تجهيزات ، تلويزيونونه ، کيکونه او ژمني جامې د بسپنې په توګه ورکړيدي .

ميرمن فو هم له دې څخه متاثره شوې چې د خدمتونو په بدل کې يی ناروغان هم دې ته ښه خوراکونه او د دوی له خوا کرل شوي سابه ورکوي ، دوه ناروغان چې يو يي اتيا کلن دی او يوازی يو لاس او يوه پښه يي روغ دی ، يو بل يي اويا کلن دی او د لاس او پښې ګوتې يي ناروغي لری ، له دريو کلونو راهيسې هره ورځ له ميرمن فو سره يو ځاي د سختو ناروغانو کوټې پاکوي .

د تاو شان روغتون مشر لو يو جه وويل چې ميرمن فو پخپه ناروغه ده او په دوه زره

او درېيم کال کې يي د مغزو کاسې د جراحی عمليات او په دوه زره او څلورم کال کې يی په زړه کې د ضرباتو د رامنځته کولو يوه اله ولګول شوه او پردې سر بېره نورې ناروغۍ هم لری . په ورانه کې يی هم يو مصنوعی هډوکي اچول شوی چې د پنځلسو کلونو لپاره کارول کيږي ، خو له نهو کلونو کارولو وروسته ډير زيانمن شوي او د ډاکترپه اند به يوازی يو بل کال کار ورکړي .

په کلي کی د طبي شرايطو د ښه والي لپاره ميرمن فو هره مياشت يو ځل بيرته هانکانګ ته ځی او په خپلو پيسو شل يا ديرش کيلوګرامه دارودرملونه اخلي ، دغه راز دی د هانکانګ د داوطلبانو له ټولنې څخه پنځوس زره هانکانګي ډالره راغونډ کړي او د هغو شپاړسو ناروغانو لپاره يي نوي کورونه جوړ کړي چې د ژوند توان يي له لاسه ورکړی دی .

ميرمن فو خپل ځان شمعه بولی او و ايي چې زما شمعه به تر سوځيدو پورې لا زياتو جذام ناروغانو ته رڼا ورکړي . ددې انديښنه دا ده چې د لنډې مودې لپاره داوطلبان ډير دي ، خو د اوږدې مودې لپاره د داوطلبانو شمير کم دی ، هيله ده چې زما د خدمت توان له لاسه ورکولو وروسته به لا زيات داوطلبان دغه کلي ته راشي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040