د چين په شمال لويديځ کې د اين چوان ښار

cri     (GMT+08:00) 2009-04-10 15:07:28

د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د اين چوان ښار د نينګ شيا د دښت په منځ کې پروت دی چې ختيځ يی د عردوسی لوړې ته او لويديځ يې د هه لان غرې ته ورڅيړمه دی او د چين دوهم لوی سيند ور څخه تېريږي.دغه ښار يو لرغونی ښار دی چې قومی ځانګړيتوب او ښکلی طبيعی منظرې لري. ښاغلی وانګ ژو ګوي د خپل ټاټوبي د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز........... سيلانيان په اين چوان کې د طبيعت او انسان ترمنځ د همغږۍ ښکلی منظرې ليدل کيږي چې مرغان په شين أسمان کې په ازاده توګه الوځي او ټول ښار مو په ونو پوښل شوی او د سيند په اوبو احاطه شوی دی.

د يوې شمېرنې له مخی په اين چوان ښار کې د لندو ځمکو مساحت څه د پاسه دوه دېرش زره هکتاره دی چې د ښار د عمومي پراخوالي په سلو کې لس برخه نيسي . له دغو لندو ځمکو څخه د جهيلونو مساحت څه د پاسه ١٢ زره هکتاره دی چې دا د وګړيو د استوګنې او بيلا بيلو چارو د أبادۍ لپاره مساعده زمينه برابره شوېده

ښاروال وانګ ژو ګوي وويل ښکلی طبيعی چاپيريال يوازی د خلکو د غوره هستوګنې لپاره بنسټ دی او بشپړ ښاري بنسټيز تاسيسات او اړوند غوره خدمتونه د خلکو د راجلبولو لپاره دايمی شرط دی. له هغه وخت وروسته چې اين چوان ښار په ٢٠٠٦ کال کې د هيواد په شمال لويديځ کې د استوګنې او بيلابيلو چارو د تر سره کولو لپاره د يو مساعد ځای د جوړولو موخه ټاکلی ده، ښاروالي د ښاري بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ ته چټکتيا ور کړې او د ښار د سمسورتيا، د چاپيريال د ساتلو او د ترانسپورت د ښه والي په اړه درې مهمې پروژې پې پيل کړې دي.

د اين چوان ښاروالي د نوموړي موخې د بشپړولو لپاره د پانګونې لومړی د چاپيريال ښه والی د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره کوشش کړی او د پانګونې ساحو د پراخوالي په هکله امتيازی تګلاره يې جوړه کړې چې په پايله کې يې د اداري منظورۍ تشريفات ساده شويدي.

د پانګونې پر ښه چاپيريال سربېره د اين چوان ښاروالي له دې امله چې نين شا د چين د هوي قوم د مسلمانانو ټاټوبی دی ، کورني او بهرنی مسلمان سوداګران راجلبوي. ښاغلي وانګ ژو ګوي زمونږ خبريال ته وويل (اواز........)

مونږ اين چوان ته د بهرنيو مسلمانو دوستانو له راتګ وروسته د دوی له ملی عادتونو سره سم غوره پخوونکي او ښوونکي ورمعرفي کوو او ځانګړی ښوونځی جوړوو چې د دوي ماشومان د ځايي وګړيو د اولادونو په شان د زده کوې له غوره شرايطو څخه برخمن وي . په همدی وخت کې مونږ دوي ته امتيازی تګلاره ور کوو چې په اين چوان کې نيکمرغه ژوند تير کړي او کار وکړي.

د امتيازې تګلارې پر پلي کولو سربېره د اين چوان ښاروالي هم د جغرافيا، کلتور او سرچينو په أتکا سره د اسلامي خوراکونو، روغتيايي توکيو او د مسلمانانو لپاره د خاصو سامان الاتو توليدولو ته پرمختيا ور کړې چې د سيمه ايز اقتصاد د پرمختګ نوی چارې ګرځېدلی او په عين وخت کې يې د دغه ښار د پانګونې د راجلبولو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

ښاغلي وانګ ژو ګوي وويل په تېرو څو کلونو کې هر کال د اين چوان ښاروالي د اسلامي چارو د پرمختګ لپاره پنځه مليونه يوانه لګولی چې د جامو ډيزاين، د توليداتو نوښت او د ځانګړيو اسلامي خوړو تعميم او داسی نور . د وروستيو کلونو له چټک پرمختګ وروسته د اين چوان ښار اسلامي چارې د ملا د تير حيثيت لری چې پيمانه او بازاري برخه يې کال په کال پراخيږي . اوس مهال دغه اسلامی توليدات اردن، ليبيا، ماليزيا، امريکا او هانکانګ ته صادريږي.

ښاغلي وانګ د اين چوان د راتلونکي په هکله له خبريال سره د مرکې په پاي کې داسی وويل چې د اين چوان ښار به د ژيړ سيند د طلايی غاړې په نامه د څو ښارونو د يو ځايښت نوی پلان جوړ کړي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040