چونګ چينګ ښار د چين په لوېديځ کې د اقتصادي دايرې د جوړولو لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-04-10 21:17:55

د چين په لوېديځ کې يو مهم او مرکزی ښار چونګ چينګ ښار اوس د هغه پلان پر جوړولو بوخت دی چې د چېنګ دو، چونګ چينګ او شي أن د دريو ښارونو په شمول د چين په لوېديځ کې د سيمې د سمسورتيا لپاره يوه اقتصادي دايره جوړه شي.

چونګ چينګ د چين په جنوب لوېديځ او د يانګځه سيند په پاسنی برخه کې د اقتصاد په اړه تر ټولو لوی مرکزي ښار ګڼل کېږي او د ترانسپورټ په برخه کې د هېواد له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې او له جنوب څخه تر شمال پورې د پول رول هم لوبوي. د دغه ښاروال دايمي مرستيال هوانګ جي فان وويل

چونګ چينګ ښار د اوسپنيزو لارو، سړکونو، بيړيو او الوتکو په واسطه د توکيو د حمل و نقل په ساحه کې کليدی رول لوبوي. د هېواد د ټاکلی پلان له مخې به چونګ چينګ ښار د يانګځه سيند په پاسنی برخه کې د اقتصاد، پولي چارو او سوداګرۍ په يو مرکز بدل شي. نو د ترانسپورټ او اقتصاد له پلوه بايد دغه ښار د چين په ستره برخه کې د يوې دروازې په توګه ځانګړی نقش ولوبوي.

د يوه تجارتي بندر په توګه دغه ښار چې د چين په لويه وچه کې د نورو ښارونو دمخه خپله دروازه خلاصه کړې، د هېواد مرکزي سيمو ته د نړيوالو تصديو او د هېواد د ساحلی سيمو د تصديو د لېږدولو په برخه کې د محور رول لوبوي. چين په وروستيو

وختونو کې پريکړه کړې چې په دغه ښار کې د چين د سترې برخې د کمو مالياتو

اخيستنې لومړی سيمه جوړه شي چې له امله به يې د چين په لوېديځ کې د بېلا بېلو ولايتونو ترمنځ د توکيو په لېږ رالېږد لګښتونه تر زياتې اندازې پورې کم شي. هغه تصدۍ چې په دغه سيمه کې دي، د مالياتو په اړه له بېلا بېلو امتيازي تګلارو څخه ګټه اخيستی شي. پخوا د چونګ چينګ، يون نان، ګوي جو او سه چوان په ګډون د يو شمېر ولايتونو او سيمو تصديود مجبوريت له مخې په شانګهای کې هغه تشريفات تر سره کولی شوې چې د خپلو توليداتو د صادرولو له امله يوه اندازه ماليې بېرته لاس ته راوړی.

چونګ چينګ، شي أن او چونګ دو د چين په لوېديځ کې د دريو لويو ښارونو په توګه د پرمختګ ښه راتلونکی لري. اوس مهال چونګ چينګ ښار له بېلا بېلو اړوندو خواوو سره همکاري پياوړې کوي او په ګډه له دوه زره او لسم کال څخه تر دوه زره او پنځلسم کال پورې پرمختيايي پلان جوړوي. د چونګ چينګ ښاروال وانګ هونګ جيو وويل

دغه پلان د جوړېدو په حال کی دی. موږ باور لرو چې دغه پلان په راتلونکو لسو کلونو کې د پرمختګ فرصتونو د تر لاسه کولو لپاره ډېر اهميت ولري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040