حاجي وي چون جي

cri     (GMT+08:00) 2009-04-13 21:28:10

وي چون جي د چين د بېجينګ په هغه سيمه کې چې نيو جی نوميږي او ګڼ شمير مسلمانان پکې اوسيږي، ژوند ، د اخوند د اذان په غږونو کې لوی شو ، نو د اسلام سپېڅلي دين ته ډير وفادار دی .هغه د تېر کال له پاي څخه د روان کال تر پيل پوری په څه د پاسه شلو ورځو کې د حج د فريضې د ادا کولو لپاره مکې ته تللی او خپله د کلونو کلونو هيله يې بشپړه کړې ده . هغه وويل

که څه هم موږ مسلمانان يو ، خو له څو سوو کلونو راهيسې زموږ د کورنۍ هيچا د حج کولو ارزو نه وه ترسره شوې . ډېر وياړم چې زه ددوی څخه لومړی حاجي ګرځېدلی يم .

له اسلامي شريعت سره سم هر مسلمان بايد د حج کولو لپاره کعبی شريفي ته لاړ شی. په چين کې لس ملی لږه کی شته دي چې د اسلام پر دين عقيده لري او په ٢٧ ولايتونو ، ښارونو او خپلواکو سيمو کې پراته دي .

د چين اسلامي ټولنه په چين کې يوازنۍ ملی مذهبی ډله ده چې مکې ته د حج کولو لپاره د مسلمانانو د ترتيبولو اجازه لري.د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې له پلي کولو راهيسې څه د پاسه يو لک او څلوېښت زره مسلمانان د نوموړې ټولنې په ترتيب مکې ته تللی وو. په ٢٠٠٨ کال کې ١٢ زره تنه مسلمانان کعبې شريفي ته تللي دي چې د تيرو کلونو په پرتله ډېر زيات دی .

. د چين د اسلامي ټولنې مرستيال چې تېر کال يې د چين د حج کولو د پلاوي مشر هم و، وويل : د چين د مذهبي چارو ادارې له دی نه مخکې د مرکزي حکومت له زياتو وزارتونو او څانګو سره همکاري کړې او مکې ته د حج کولو لپاره يې هغې زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي . د بېلګې په توګه زموږ لپاره يې د چين د دريو لويو هوايی شرکتونو ٣٧ الوتکې په کرايه اخيستې دي چې دغه الوتکې په جلا جلا توګه له بېجينګ، اين چوان، لان جو ، اروموچۍ او کون مينګ څخه مکې ته والوتلې .

په سعودي عربستان کې د ١٢ زره مسلمانانو امنيت د لومړيتوب اهميت لری .د اسلامي ټولنې په اړه د څه د پاسه څلويښتو تنو په ګډون يو کاري پلاوی ، دوه سوو سيمه ايزو لارښوونکيو او شلو امامانو د حج کولو په موده کې د مذهبي مسئلو په هکله د د دوولس زرو مسلمانانو پوښتنو ته د ځواب ور کولو او له مذهبي شريعت سره سم د اړوندو مذهبی مراسمو د ترسره کولو لپاره خدمتونه تر سره کړيدي. پر دی سربېره د شلو ډاکترانو په شمول يوه طبی ډله هم ليږل شوې وه. وي چون جي په سعودي عربستان کې د ژوند د يادونې په ترڅ کې د چين د اسلامي ټولنې بشپړ ترتيبات او د سعودي عربستان غوره مېلمه پالنه ډېره وستايله او ويی ويل : په سعودي عربستان کې د چين اسلامی ټولنې زمونږ د ژوند لپاره هر راز اسانتياوې برابرې کړي او کله چې زموږ موټر مکې ته د ورتګ په لار د يو مرحله ايز څلي په وړاندی څو دقيقې ودرېده، سيمه ايزو وګړيو موږ ته پاکې اوبه راکړې چې دغه اوبه د يوې لرغونۍ چينې څخه راوړل شوې وې ، د افسانې له مخې دغه چينه د پيغمبر ابراهيم د ماندينې بي بي هاجرې لخوا پيدا شوه . د مسلمانانو په اند د دغې چينې د اوبو په څښلو نيکمرغي ترلاسه کېدي شی .سعودي عربستان ته له رسيدو وروسته د چين اسلامي ټولنې د اړوندو سيمه ايزو موسسو تر ملاتړ لاندی زموږ د هستوګنې لپاره ځايونه ترتيب کړيدي . سيمه ايز حکومت هم زمونږ د امنيت ساتلو لپاره ٢٤ ساعته نوکري کارکوونکي ټاکلي وو . د حج کولو په موده کې څو تنه سپين ږيري ناجوړه شول ، د سعودي عربستان حکومت وړيا او دقيق طبي خدمتونه برابر کړيدي، نو مونږ د دوي له خدمتونو څخه ډېره ډېره مننه څرګندوو. څرنګه چې مکه او په تېره بيا د کعبې شاوخوا ځای د ډېرو زياتو مسلمانانو د منلو محدود توان لری چې هر کال يوازی يو مليون او اووه لکه تنه مسلمانان منلی شي ، نو د سعودي عربستان او چين دواړه حکومتونه هيله لري چې په منظمه توګه د حج کولو اړوند فعاليتونه ترتيب کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040