چين نورو هېوادونو ته د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ډله لېږلې

cri     (GMT+08:00) 2009-04-18 19:28:56

د چين د سوداګرۍ د وزير چېن ده مينګ په مشرۍ د چين د سوداګرۍ او پانګونې د پرمخ بيولو ډلې د روان کال د فبرورۍ په دوهمه نيمائي کې څلورو اروپايي هېوادونو ته سفر کړی او د لسو ملياردو امريکايي ډالرو په ارزښت يې سپارښتی پاڼې لاسليک کړې دي. چين د تېرې مياشتې په اوومه نېټه يو ځل بيا اروپا ته د پانګونې او همکارۍ ډله ولېږله. د بېلا بېلو خواوو د شخصيتونو په أند د چين له دغه عمل څخه څرګندېږي چې چين به د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د سوداګريز حمايت له تګلارې سره مخالفت وکړي.

اوس مهال نړيوال اقتصاد د پرمختګ په ستونزمن حالت کې دی. دغه حالت په ځينو هېوادونو کې اقتصادي حالت د ياد شوی تګلارې له امله لا خراب شوي دي. د چين صدراعظم ون جيا باو د روان کال د جنورۍ له پای څخه د فبرورۍ ترپيل پورې څلورو اروپايي هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې وويل چين به له بېلا بېلو اروپايې هېوادونو سره يوځای دا ستونزې له منځه يوسي. د چين د سوداګرۍ وزير او د سوداګرۍ او پانګونې د ډلې مشر چېن ده مينګ اروپا ته د سفر په ترڅ کې وويل څلورو اروپايي هېوادونو ته د دغې ډلې د سفر موخه د خپلو ژمنو پوره کول دي.

له دغه سفر څخه څرګندېږي چې چين خپلې ژمنې پوره کړې دي. موږ د سوداګريزې ساتنې له تګلارې سره مخالفت کوو. نو په اروپا کې مو توکي اخيستي دي او هيله

لرو چې نړيوال اقتصاد د سوداګريز تګ راتګ له لارې ژر بيا راژوندی شي.

د چين حکومت خلاصه نظريه او له بحران سره د مقابلې لپاره يو لړ فعال تدبيرونه د اروپا د اقتصاد پوهانو د زياتې ستاينې وړ ګرځېدلي دي. د المان د اقتصاد او تکنولوژۍ وزير ګوتنبرګ وويل د چين عمل د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ژورتيا او له اوسني پولي بحران سره د مقابلې لپاره ګټور دی.

د المان او چين حکومتونو له پولي بحران سره د مقابلې لپاره پياوړي تدبيرونه نيولي دي. خو د اقتصاد د هڅونې په اړه يوازې د يو هېواد پلان د نړيوال بازار اړتياوې نه شي پوره کولی. نو د المان او چين ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پياوړتيا ډېر اهميت لري.د سوداګريزې ساتنې تګلاره د پولي بحران د له منځه وړلو لپاره بيخی ګټوره نه ده. نو المان او چين پريکړه کړې ده چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د دوحه خبرو اترو د پرمخ بيولو او د يادې شوی پاليسي د مخنيوي لپاره ګډې هڅې وکړو.

د سويس د اقتصاد وزيرې دوريس ليوسارد وويل د چين دغه عمل د نړيوال اقتصاد په ستونزمن وخت کې دواړو خواوو ته باور او هيله رسولې ده.

دواړه خواوې موافقې ته رسېدلی چې خپلې اقتصادي همکارۍ ته به دوام ورکړي او يو بل ته به بازار بيا پرانيزي.

د چين د سوداګرۍ وزير چېن ده مينګ اروپا ته د سفر په ترڅ کې ډېرې ځلې ويلي چې

همکاري د بحران د له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه لار ګڼل کېږي. د سوداګريزې ساتنې پاليسی به نه يوازې د اقتصاد د بيا راژوندي کېدو لپاره ګټوره نه وي، بلکې د اقتصاد د ترينګتيا بهير به چټک کړي. ده په جدي توګه ژمنه وکړه چې چين به په پرله پسې توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون پر لارې ټينګار وکړي.

د معلوماتو له مخې،پر يادې شوې ډلې سر بېره به چين سږ کال نورو هېوادونو ته د تخنيکي همکارۍ، سوداګرۍ او پانګونې د پياوړتيا لپاره ډېرې ډلې هم ولېږي. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتی وياند ښاغلي ياو جيان وويل د نړيوال اقتصادي بحران د خپرېدو په حال کې له اړوندو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريز تګ را تګ پياوړتيا د نړيوال اقتصاد د راژوندي کېدو يوه اغېزمنه لاره ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040