د چين په شمال کې چېنګ ده ښار د خپل اقتصاد د پرمختګ ترڅنګ چاپيريال هم ساتي

cri     (GMT+08:00) 2009-04-24 20:57:27

چېنګ ده ښار د چين د هه بې ولايت په شمال ختيځ کې پروت دی او د چين له پلازمينې بېجينګ ښار سره ډېر نژدې دی. دغې ښار په وروستيو کلونو کې د خپل اقتصاد د پرله پسې او سالم پرمختګ ترڅنګ د چاپيريال ساتنې ته هم ډېره پاملرنه کړې ده. دغه ښار د تېر کال په مارچ کې په لومړي ځل هغه موخه وړاندې کړه چې د ايکلوجيکل چاپيريال د ساتنې پر بېلګې بدل شي. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړی کې به تاسو ته په دغه ښار کې د چاپيريال ساتنې او له پاکو انژدۍ څخه د ګټې اخيستنې په اړه څه معلومات وړاندې کړم.

چېنګ ده ښار له بېجينګ څخه يوازې دوه سوه کليومتره لېرې دی او په دغه ښار کې ډېر کانونه موجود دي. خو دغه ښار د خپل اقتصاد د پرمختګ د پلان د جوړولو په ترڅ کې د پاکې انرژۍ پرمختګ ته ډېر اهميت ورکړی. د چېنګ ده ښاروال جانګ ګو جيانګ وويل

که څه هم موږ ډېر کانونه لرو او زموږ عمومي اقتصاي حالات د چټک پرمختګ په حال کې دي. خو موږ بايد د اقتصادي پرمختګ او چاپيريال ساتنې ترمنځ ښې اړيکې وساتو. يعنې موږ بايد له سرچينو څخه ګټې واخلو خو پر دغو سرچينو اتکا ونه کړو.

د ايکلوجيکل چاپيريال د ساتنې لپاره بايد هغه تصدۍ کمې يا له منځه يوړل شي چې پکې ډېرې پانګې لګول شوې او ډېره تودوخه او ناپاکي توکي يې رامنځته کړي دي. په دې هکله چېنګ ده ښار د اقتصادي پرمختګ د پلان جوړولو په ترڅ کې سيلاني، پاکې انرژۍ او ځانګړتياوې لرونکې کرنه خپلې عمده دندې وټاکلې او هغه يو سل او شپږ څلوېښت تصدۍ يې بندې کړې دي چې ناپاكي پکې رامنځته شوې وه. بر سېره پردې چېنګ ده ښار د انرژۍ سپمولو او د ايستل شويو ګازو د کمولو لپاره هم هڅې کړې دي. د دغه ښاروال جانګ ګو جيانګ وويل

په مهمو ايکلوجيکل سيمو کې حکومتونه بايد اړوندې ازموينې تر لاسه کړي او د چاپيريال ساتنې ته بايد لومړی اهميت ورکړل شي.

چېنګ ده ښار د بېجينګ يو مهم اوبه برابروونکی ګڼل کېږي. د لوان هه او چاو هه سيندونه له دغه ښار څخه تېرېږي. چاو هه سيند هر کال د بېجينګ د مي يون په نامه د اوبو کاسې ته څلور سوه اويا مليونه مکعب متره اوبه لېږي چې دغه شمېر د دغې کاسې د ټولو اوبو په سلو کې نهه پنځوس برخه نيسي. د معلوماتو له مخې، سږ کال به په چېنګ ده کې د ناپاکو اوبو د ادارې اووه فابريکې وکارول شي. د دغه ښاروال جانګ ګو جيانګ وويل

موږ هره ورځ يو سل او نوي زره ټنه اوبه اداره کوو چې دا به تر زياتې اندازې پورې زموږ په ښار کې د اوبو کيفيت لوړ کړ او بېجينګ او تيان جين ښارونو ته به هم زياتې پاکې اوبه ولېږل شي.

پر يادو شويو تدبيرونو سربېره به په دغه ښار کې د باد او اوبو په شمول يو شمېر

پاکي انرژۍ د دغه ښار د چاپيريال په ساتنه او ښه والي کې خپل مهم رول ولوبوي.

د څارنې او ازموينې له مخې، تېر کال په پرتله په چېنګ ده ښار کې د هوا کيفيت ډېر ښه شوی دی او د ځمکې په سلو کې يو پنځوس اعشاريه اوومه ه برخه د ځنګلونو له خوا پټه شوې ده. چېنګ ده ښار هغه موخه پوره کړې ده چې د دغه ښار په بېلا بېلو ځايونو کې شين اسمان، شنې ځمکې،پاک غرونه او رڼې اوبه ليدل کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040