په اين چوان کې اسلامی خوارکونه

cri     (GMT+08:00) 2009-04-27 15:08:14

هر څوک چې د چين په شمال لويديځ کې اين چوان ښار ته تللی، له ځايی خوارکونو سره يی ډيره مينه پيدا شوې او په ستاينو يې نه ستړي کيږی . اين چوان ښار د چين د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې مرکز دی چې ځايی خوارکونه يې هم اسلامی سبک او چينی سبک لري. د پروګرام په نننی کړۍ کې به د دغه ځای خوندورو خوارکونو په اړه ځينی په زړه پوري معلومات وړاندی کړم چې په دې هيله چې خوښ مو شي.

(لومړی اواز، ځايی سندرې)

د اين چوان په ډيرو ډولو خوارکونو کې لومړی بايد د نينګ شيا د پسه غوښه ياده شي. ځکه چې نينګ شيا ځانګړی طبيعی چاپيريال لري، نو د دغه ځای د پسو غوښه ډيره خوندوره ده . له دوو سوو کلونو څخه تر اوسه پوری خلک د نينګ شيا د پسو غوښو ډېره ستاينه کوي. نن ورځ اردن ، د عربی امارتو اتحاد او ځينی نور اسلامی هيوادونه له نينګ شيا څخه د دغه ډول پسه غوښې واردوی.

په اين چوان کې ځایی خلک په بېله بېله توګه د پسه غوښې پخوي. له دې جملې څخه د پسو دننه ارګانونو ښوروا ډيره مشهوره ده. د اين چوان ډير خلک دغه ښوروا د سهارنی ډوډۍ په توګه خوري. ٢٤ کلنې اغلی جاو شياو نان چې اوس يوه محصله ده ، د دغه خوارک د يادونې په ترڅ کې وويل :

(د اغلی جاو خبرې)

د نينګ شيا د پسه غوښو ښوروا نه يوازی ډيره خوندوره ده بلکې ښکلی بڼه هم لري چې په کې چينی پياز شين رنګ او مرچ سور رنګ لري. ستاسو لپاره به يوه کاسه حتمأ کافی نه وی.

دغه ښوروا نه يوازی ډيره خوندوره ده بلکې طبی اغېزې او ګټې هم لري چې د خلکو د سترګو او مغز لپاره ډيره ګټوره ده چې دغه ښوروا د چين د اسلامی خوراکونو د يوې مشهورې ډوډۍ په توګه د خلکو ترمنځ دود شوې ده چې د پسه غوښو ښوروا اوس د اين چوان خلکو د کلتور يوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځيدلې ده.

(څلورم اواز)

د پسه د بچي وري غوښه د نينګ شيا يوه بله مشهوره ډوډۍ ده. دغه خوارک د مېلمنو د هرکلی لپاره د نينګ شيا د خلکو لومړی غوره والی دی. ښاغلی دوان های ګوو د دغه خوارک د پخولو په اړه وويل:

(پنځم اواز)

د اين چوان خلک د پسه د بچي غوښه ډير خوښوی. دغه غوښه ډيره نرمه ده. کله چې دغه غوښه پخوي ، په کې مرچ او کچالو هم اچول کيږی.

د دې ترڅنګ تاسو په اين چوان ښار کې يوه ډول لرغونی ډوډۍ خوړلی شی. دغه ډوډۍ يوو شانګ نوميږی. ويل کيږی چې دغه شان ډوډۍ اوه سوه کاله دمخه له بهر نه چين ته راوړل شوې وه. تراوسه پوری دغه شان ډوډۍ د چينی مسلمانانو د ژوند يوه نه جلاکيدونکی برخه ده.

د اين چوان په ښار کې اوسيدونکې اغلی جاو جينګ وويل:

(شپږم اواز)

دغه ډوډۍ ډيره نرمه او خوندوره ده چې په اسانه توګه تر نيمې مياشتې ساتل کيدلای شي. د دې ترڅنګ خوند يی هم نه خرابيږي.

هغې زياته کړه چې په نينګ شيا کې د يو شيانګ ډولونه او رنګونه هم ډير دي.

اوس د نينګ شيا بيلابيل اسلامی خوارکونه په چين حتی په نړۍ کې هم ډير مشهور دي.

ګرانو دوستانو! کله چې تاسو چين ته سفر وکړئ نو بايد نينګ شيا ته حتمأ ولاړ شئ چې خوندور اسلامی خوارکونه وخورئ!

محترمو اوريدونکو! د پروګرام نننی کړۍ په همدې ځای پای ته رسيږي. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040