د بېجينګ په شون يی سيمه کې اوسيدونکی د هوي قوم وګړي

cri     (GMT+08:00) 2009-04-29 21:35:47

که څه هم د بېجينګ د شون اي سيمه د دغه ښار له مرکز څخه ليری دی، خو له دی امله چې د چين لومړنی لوی نړيوال ډګر پکې پروت دی، نو دلته متحرک نه دی.په وروستيو کلونو کې په هر اړخيزه توګه د چاپيريال ښه والی په موخه د اړوندو تدبيرونو له نيولو وروسته په دغه سيمه کې منظره ښکلی شوې ده او شنې ونې قطار په قطار ولاړې دي چې د يوه شينه هوايي بندر په توګه بلل کيږي او د بېلا بېلو ځايونو سيلانيان ورجلبيږي.

د دغه بندر په شاوخوا کې د هان قوم مسلمانانو پرته ګڼ شمېر لږه کي دوستان هم اوسيږي . څه موده دمخه د هوي قوم هلک ما ليان اينګ له نجلۍ وانګ شيانګ شيو سره له اسلامي دودونو سره سم واده وکړ.زمونږ خبريال د دوي د واده په مراسمو کې داسی حالت ليدلی چې أخوند په جلا جلا توګه زوم او ناوۍ ته د نکاح پاڼې ور کړې .نوموړی أخوند وويل (اواز.........)نن تاسی يوه کورنی جوړه کړې ده او د واده ژمنه عمری ده. زمونږ د هوي قوم د صداقت او وفا قوم دی،ميړه او ښځه بايد يو د بل احترام وکړی او په راتلونکي ژوند کې بايد يو د بل نيمګړتياوې وساتي څو چې ورو ورو يو ځای شي.

د ما ليان اينګ پلار ما جان يوو زمونږ خبريال ته وويل چې په نکاح پاڼه کې ليکل شوې ايجاد ډېر جدي دي.د ده نيکه ګان د بېجينګ په شون اي سيمه کې د هان قوم له وګړيو سره يو ځای اوسيدل.سپين ږيری ما جان يوو هره ورځ لمونځ کوي. هغه زمونږ

خبريال ته وويل لوی اختر زمونږ ډېر مهم اختر دی هغه کورنۍ چې بډايه ده، پسه يا غوايی حلالوی چې غوښه خپلوانو او دوستانو ته ور کوي او يوه برخه خپل ځان ساتي.

د هوي قوم بل مهم اختر لري کوچنی اختر دی . ښاغلي ما جان يوو وويل (اواز......)هر کال هر مسلمان روژه تيريږي چې په يوه مياشت کې هره ورځ د سهار له وروستۍ سپينۍ رڼا څخه د ماښام تر وروستۍ رڼا پوری ډوډۍ او اوبه نه خوري .د اسلام دين له اړندو مادو سره سم نجلۍ له نه کلنۍ څخه او هلک له ١٢ کلنۍ څخه دغه اختر تېريږي.

د هوي قوم دودونه دوه برخه لري چې يوه يې په عمده توګه د وګړيو له زيږيدلو څخه تر مړينې پوری مهم مراسم دي د بېلګی په توګه د زيږيدنې ، نومېدو او واده مراسم او بله يې له خپلوانو او مېلمنو سره د کتلو دودونه دي.

ښاغلي ما جان يوو وويل چې د هوي قوم د هغو وګړيو له خوا چې د بېجينګ په شون اي سيمه کې اوسيږي ، د خپلو دودونو ساتل د حکومت له پاملرنې سره اړيکی لري.

هغه وويل (اواز.......) د هوي قوم کلی له نقل مخکې حکومت دروژې له پای ته رسيدو وروسته مونږ ته اوړه او غوړی برابرول .زمونږ حکومت ملی لږه کيو ته ډېره پاملرنه کوي او مونږ دې ته نه اړوی چې د خپلې غوښتنې په خلاف کار وکړی.

د ما جا يوو په شان څه د پاسه اوه لس سوه تنه مسلمانان د دغې سيمې د هاو شاو يوو علاقه دارۍ د هوي قوم اينګ په کلي کې اوسيدل او اوس په اپارتمانونو کې ژوند کوی. ميرمن جين هونګ چې د چينګ لان يوان د استوګنې په سيمه کې ژوند کوي، هره ورځ د دغې علاقه دارۍ په يوې حکومتي څانګې کې د هان قوم له ملګرو سره په ښه فضا کې کار کوي.هغې وويل (اواز...........) زما په څانګه کې يوازی زه مېلمانه يم

او نور ټول د هان قوم ملګري دي ، خو دوی زما قومي دودونو ته ډېره پاملرنه کوي د بېلګی په توګه که د خوشحاليو کومه غونډه جوړه شي، هرو مرو به په اسلامي رستورانت کې تر سره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040