د شانګهای د نړيوال نندارتون په هکله معلومات

cri     (GMT+08:00) 2009-04-30 11:20:09
نړيوال نندارتون يو ستر او عظيم نندارتون دی چې په بېلو بېلو ساحو پورې اړه لری. څنګه چې دغه نندارتون د دولتي نظامونو، ملتونو، مذهبونو، کلتوري او اقتصادي کچې د بېلوالي او د جغرافيايي توپيرونو له حدودو څخه وتلی دی، نو ګڼ شمېر هېوادونه په دغه نندارتون کې د ګډون علاقه لري چې له امله يې کوربه هېواد ته د خپل هېواد د ځانګړتياوو د ورپېژندلو او تبليغ فرصت او د زياتو دوستانو او ملګريو د پېژندلو اسانتياوې برابريږي. د دې تر څنګ هغه ډول ډول توکي چې په دغه نندارتون کې د ګډون کونکيو هېوادونو لخوا د نندارې لپاره ايښودل کيږي، ډېر پرمختللي او نوي توليد شوي توکي به وي او يا به د دغو هېوادونو له ځانګړتياوو سره سمون لری. د نندارتون کوربه هېواد په لږو پيسو زيات شمېر نوي او ډول ډول توکي ليدای شئ او ترې ګټه اخيستی شئ. نو زيات هېوادونه په فعاله توګه د دغه نندارتون د کوربتوب حق د تر لاسه کولو لپاره هڅې کولې. د ٢٠٠٢کال د دېسمبر په درېيمه نېټه چين د لومړی ځل لپاره په بريالۍ توګه د نړيوال نندارتون د جوړولو حق تر لاسه کړ.

د شانګهای نړيوال نندارتون به د ٢٠١٠ کال د مې له لومړې نېټې څخه د اکتوبر تر يو دېرشمې نېټې پورې د خپلو مينه والو د نندارې لپاره به تر سره شي. د دغه نندارتون اصلي موضوع دا ده چې ښار د ژوند د لا نورې ښکلا لامل دی او فرعی موضوع يې په ښار کې د ډول ډول کلتورونو ګډوالی، د اقتصاد سمسورتيا، د ساينس او تېکنالوژۍ نوښت، د استوګنې سيمو بيا جوړونې او د ښارونو او کليو ترمنځ متقابله هڅونې دي. د شانګهای د نړيوال نندارتون موخه دا ده چې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره دوه سوه هېوادونه او نړيوال سازمانونه را جلب او اويا مليونه تنه نندارچيان ومنل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040