د شيانګ های هو جهيل په شاو خوا لنده ځمکه کې د مرغانو ساتونکي.

cri     (GMT+08:00) 2009-05-04 16:51:08

 

په دې پروګرام کې به تاسو ته د چين د جي لين ولايت د شيانګ های هو جهيل د طبيعت ساتوونکې سيمې په لنده ځمکه کې د مرغانو د ساتلو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.

هره ورځ سهاروختي د شيانګ های هو جهيل دپاسه د مرغانو زمزمې اوريدل کيږي چې دلته د چين په دولتي کچه د طبيعت ساتوونکې سيمه ده او په نړۍ کې د لومړنۍ کچې لنده ځمکه هم ده چې د لندې ځمکې پراخوالی يې له يو لکه هکتارو څخه زيات دی. په دغه سيمه کې طبيعی چاپېريال ډير مناسب دی چې زيات ډنډونه ډول ډول نباتات او ونې پيدا کېږي او راز راز مرغان پکې ژوند کوي. د بېلګې په توګه د مرغانو ډولونه دری سوو ته رسېږي چې په کې زيات مرغان په نړۍ کې ناياب دی. نو ويل کېږي چې شيانګ های هو جهيل د مرغانو ټاټوبی دی.

ټولو ته معلومه ده چې لنده ځمکه د ځمکنی کرې د جګر په توګه يادېږي او مرغان د انسانانو ښه دوستان دي. هر کال مرغان د کډوالي ، الوتنې او تکثر په وخت کې له ډول ډول خطرونو سره مخامخ دی چې حتی ددوي ژوند ته ګواښ کوي. په دې وخت کې وګړي بايد ورسره د مرستې لاس اوږد کړي. د شيانګ های په نامه د مرغانو د ساتونکې ډلې مشر لي باو چينګ وويل

زموږ سيمه د مرغانو د مهاجرت يوه لاره ده . نو يو شمېر مرغان د خوراکونو د کمښت او يا ناروغيو له امله مړه يا ټپي کيږي او يا له خپلې ډلې څخه وروسته پاتی کيږي

په دې سيمه کې له يادو شويو مرغانو سره د مرستې او ژغورنې لپاره د مرغانو د ساتنې يوه بيړنۍ ډله جوړه شوې ده څو چې ټپي شوي مرغان جوړ شی او بيا کډوالي لپاره خپل مطلب ته لاړ شی . يوه ورځ دغې ډلې ته له يو ښار څخه چې له شيانګ های هو جهيل څخه څو سوه کيلومتره واټن لري ، د يوه ټپی شوي مرغه د ژغورنې تليفون راغی ، نو لي باو چينګ سمدلاسه د موټر په وسيله دغه ښار ته ورسېد. ده وويل

په دغه ښار کې يو سور تاج لرونکي جرثقيل سخت مسموم شو . سمدلاسه می د دغه مرغه ځانګړی درملنه وکړه . ورپسی دغه جرثقيل مرکز ته يووړل شو چې په پايله کې دغه مرغه جوړ شو او تر اوسه پوري دغه مرغه زموږ په ساتونکي سيمه کې اوه کاله ژوند کړی او څلور نسلونه يې تکثير کړيدي .

د شيانګ های هو جهيل په طبيعت ساتونکې سيمه کې له ټپي شويو مرغانو سره د مرستې دنده نه يوازی د ژغورنې ډلې، بلکې د عامو اوسيدونکو پر غاړه هم ده. په تېرو څو کلونو کې په دغه سميه کې د جرثقيل په ګډون د پنځلسو ډولو سل او ديارلس ټپي شوي مرغان ژغورلي دي.

د دغې سيمې ادارې په تېرو څو کلونو کې د بيړنۍ ژغورنې لپاره دوه ځانګړی موټرونه اخيستي دي چې پنځه لکه يوانه يې لګولي دي. دغه راز د مرغانو د ژغورنې په موخه هره ورځ د څليرويشتو ساعتو لپاره د مرستې بيړني ټلېفون پرانستل شوی او د ژغورنې ډلې د غړيو شمېر هم زيات شوی دی. که ضرور وي ، دوی به په هر وخت او هر ځاي کې له مرغانو سره مرسته وکړي. اوس د شانګ های هو جهيل په سيمه کې د ژغورنې او درملنې عصری مرکز جوړ شوی چې په کې شپاړس تنه ځانګړی کارکوونکي او دری تنه نور کارپوهان هم شته چې د ماستري کچې ليسانس لری. د دغه سيمې د ادارې مرستيال باو جيون وويل

په تېرو څو کلونو کې زرګون مرغان زموږ په مرکز کې ژغورل شوي او د ژغورنې ساحې د جي لين ولايت منځنی او لويديځی برخې او د کورنی مغلوستان ته پراخې شويدي. دغه راز موږ تل د مرغانو د ساتلو معلومات وګړيو ته ورکوي چې په شاو خوا سيمه کې د مرغانو د ساتلو په اړه د اوسيدونکو شعور لوړ شي. اوس مهال که دوی ټپی شوي مرغه پيدا کړي، سمدلاسه زموږ له مرکز سره تماس ونيسي. تر اوسه پورې سلګونه مرغان د عامو اوسيدونکو لخوا پيدا شوی دی چې پکې اته څلويښت يې قيمتي مرغان دي او په دولتي کچه بايد وساتل شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040