موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-05-05 17:52:11
د مونږ او اورېدونکي د پروګرام قدرمنو مينه والو نيکې هيلې او سلامونه مې ومنئ ، خدای دې وکړي چې روغ او خوشحاله اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم،ا و هغو اوريدنکوته هم زيرې لرم چې د ښګلي ګوانګ شي په معلوماتي سيالی کې لومړی ، دويمې او دريمې جايزې ګتلي دي ، چې د پرورګرام په پاې کې به نومونه اعلان کړم . نو راځي چې په سر کې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل وکړم .

لومړی ليک را اخلم چې له حافظ اباد څخه د ډيسنټ کلب مشر نديم بټ راليږلی دی . دغه ورور د سي ار ای راډيو د سيالۍ په ځوابي پاڼه کې ويلي چې زمونږ ستاسو نوی اوريدنکی ديم او د سي ار ای پښتو خپروني هره ورځ په انترنټ ګورم . او په پای کې ويلي دي ، چې په راتلونکي کې به خپلو هڅو دوام ورګرړم . نديم بټ وروره هر کله راشې دا ستاسو خپله راډيو ده او تل يې په خپلو ښکلو ليکونو ونازوي . له تاسو څخه مننه .

دا بل ليک را اخلم چې د سي ار ای د ليسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی . مندو خيل صاحب تل خپروني ته تر نور اوريدنکو زيات ليکونه راليږي . په سر کې يې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي ، چې ورته عليکم سلام وايم . بيا يې ليکلي چې د سي ار ای راډيو د خپرونو په هلکه مو ډيرو دوستانو ته معلومات ورکړي او هغوی هم اوس د سي ارا ای راډيو خپروني ډير په شوق سره اوري او زياتوي چې هغوی هم ليکونه يې هم را ليږلي چې ډير ژر به را ورسيږي . او د ليک په پای کې يې ويلي چې د پښتو خپرونو تر څنګ دوی د انترنټ له لارې د سې ار ای راډيو اردو ، انګليسي ، عربي ، فارسي ، روسي او هندي خپرو نې هم اوري . ا او د پښتو هندارې او نور توکيو د ورليږلو غوښتنه يې کړيده . چې حتـمي به يې وليږو . له تاسو څخه ډيره مننه .

دا بل ليک بيا د افغان کلتوري بهير سکرتر سيد وارث حنفي راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي ، چې د سي ار ای راډيو پښتو خپروني تل په ډير شوق سره اورو او په زړه پورې معلومات ترينه اخلو . سيد وارث ورور وايې ، چې داد پښتو څانګې د کارکونکو هلي ځلي دي ، چې د چين د نړيوالې راډيو اوريدنکي ورځ په ورځ زياتيږي . او زياتوي چې د پښتو خپروني دانتر نټ نوې بڼه ډيره ښکلي ده او له دې کار يې ډيره خوښي څرکنده کړيده . ګرانه ورور له تاسو څخه ډيره مننه او پدې برياليتوب کې تاسو اوريدنکي هم له مونږ سره برخه لرې .

دا بل ليک بيا هم له ژوب څخه زمونږ همکار رفيع اله مندوخيل راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي ، چې د پښتو خپرونو سربيره د سي ار ای راډيو اردو ، انګليسي ، روسي ،هندي ، عربي او فارسي خپروني هم ډير په مينه اوري . دغه ورور په ليک کې ځيني تکراري معلومات راليږلي ، چې له لوستل يې تيريږو . له مندوخيل څخه مننه کوو، دنورو همکاريو په هيله يې يو .

له پيښور نه د لسنرز کلب مشر بلال خان هم يو ښکلی ليک راليږلی دی . او وايې چې د سي ار ای راډيو کارکونکو ته په ورين تندي سلامونه وړاندې کوم . چې ورته عليکم وايم . دغه ورور د پروګرامونو ستاينه کړيده اود پښتو هندارې او چيني ژبې د لوست کتاب او دداسې نورو موادو غوښتنه يې کړی ، بلال خان وروه له تاسو نه ډيره مننه .

دا بل ليک محمد ظاهر جان ظاهر خپلي خپرونې ته راليږلی دی ، او د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي ، چې د سي ار ای پښتو پروګرامونه يې ډير خوښيږي او تل پري وياړي ، ځکه د نړۍ په ستر هيواد چين کې پښتو ژبه ژوندی ده .

دغه ورور ګيله هم لري او وايې چې ، د مونږ او اوريدنکي خپرونې ته مې زيات شمير

ليکونه درليږلي دي ، او په سيالی کې مې هم برخه اخيستې ده ، بيا زياتوي چې نه پوهيږم تاسو چاته تحريري ليکونه ليږئ که نه . اوکه زمونږ ليکونه درته ارزښت نلري .

٣ قدر من ورور محمد ظاهر جانه ! د اوريدنکو لخوا خپرونې ته راليږل شوي ټول ليکونه مونږ ته تر مرغلرو زيات ارزښت لري ، ستاسو اوريدنکو ليکونه او همکاري دي ، چې زمونږ راډيو خپروني لري ، ستاسو ليکونو ته چې مونږ ارزښت ور نکړو ، نو څه ته به مونږ ته ارزښت ولري . خير په هر حال هغه کسان چې په سيالي کيې بريالي شوي وي ، هغوي ته مونږ تحريري ليکونه ورليږو ، تاسو مه خپه کيږي او نه هم له خپلي خپرونې سره اړيکي وشکوي .دا چې زه ستاسو ليک په خپرنه کې لولم ، ايا دا ستاسو د ليک ځواب نه دی . پدې هيله چې قناعت دی حاصل شوئ وي . له تاسو يو ه نړۍ مننه .

دا بل ليک له ديره اسماعيل نه د ال عوان لسنرز کلب مشر حاجې لېاقت راليږلی دی . دغه ورور د سلامونو تر څنګ د ٢٠٠٩ د را تلو مبارکې ويلي ده او يو ښکلي پست کار چې شعرو نه هم پکې ليکل شوي راليږلی دی . خو لياقت ورور شعرونه تکرارې دي او په تېرو خپرونو کې نشر شوي دي . له ده نه مننه کوو . پدې هيله چې په راتلونکې کې خپلې خپرونې ته ښکلي ليکونه راوليږي .

دا ليک بيا له مانسهرې د خراسان کلب څخه فرهاد همدرد ، او ملګرو يې هر يو الياس مجبور ، صداقت انګار او داسې نور .له سلامونه پرته ددغه ورور په ليک څه نشته او پای

کې د کتابونو ، مجلو او دخط د پاکټونو غوښتنه کړيده . ورنه مننه کوو پدې هيله چې په راتلونکي کې خپروني ته ښکلي ليکونه راوليږي .

دابل ليک بيا هم د مانسهرې له خراسان کلب څخه انورالحق حقاني راليږی ، چې د چين نړيوالي راډيو پښتو خپرونې کارکونکيو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندې کړي . چې زه به ور ته عليکم ووايم . انورالحق وايي ، چې له ده سره ملګري دي هر يو قدرت الله ارماني ، فضل الواحد ، سردارولي همراز او طارق اله دي . دی زياتوي چې دا دده لومړی ليک دی او د چين نړيوالی راډيو پښتو خپروني په ډير مينه او شوق سره اورم . دده په ليک کې نور څه نشته خو د خط د پاکټونو غوښتني کړيده تر څو مونږ ته ليکونه را وليږي . انورالحق جانه تاسو ته مونږ هر کلی وايو پدې هيله د سي ار ای راډيو سره خپلي اړيکي ټينګي وساتې او په زړه پورې ليکونه را وليږې . له تاسو نه ډيره مننه .

ظهور همدر هم خپروني ته ليک راليږلی او د سلامونو تر څنګ يې درې پوښتنې کړيدي او وايې ، چې په چين کې جومات شته که نه ؟ ګرانه ورور ظهور خانه په چين جوماتونه بې شميره دي چې اوس يې له ما سره دقيقه شميره نشته که بيا ستا په کار وي نو په راتلونکي خپرونه کې به يې درته ووايم .

دويمه پوښتنه : په چين کې د مسلمانو وګړو شمير څومره دی ؟ په چين کې څه د پاسه شل ميليونه وکړي مسلمانان دي . او دريمه پوښتنه يې په چين کې خلک په څو ژبو خبرې کوي ، چې ددې ځواب مو په تېرو خپرونو کې ورته ويلي دی ، خو بيا هم ورته ووايو چې په چين کې خلک په ډيرو ژبو خبرې کوي ، خو يوازې يوه رسمي ژبه لري او ټول چيني وکړي پرې خبرې کوي . قدرمنه ورور ظهور همدرد له تاسو نه ډيره مننه تل خپلي خپروني ته هم داسې په زړه پورې ليکونو را وليږی .

داليک هم له مانسهرې څخه د خراسان کلب غړي قدرت اله ارماني راليږلی دی . په سرکې يې د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي ، چې عليکم سلام ور ته وايم . بيا وايې : چې له ده سره ملګري دي هر يو لطليف اله وفا ، طارق اله همدرد او اصيل محمد صديقي . قدرت اله ورور د نري رنځ په هلکه مونږ ته يو مطلب را ليږلي خو ورته خپرو لی نه شو، ځکه زمونږ د خپرونې وخت دمره ندې چې ټول مطلب يې ورته خپور کړو، نو ګرانه وروره زه بخښنه ومنئ . دغۀ ورور د ليک په پای کې ويلي چې د سي ار ای راډ يو ټولی پښتو خپروني په شوق سره اوري . په ځانګړې توګه ، مونږ او اوريدنکي ، چيني ژبې لوست ، چيني او بهرنۍ موسيقي . قدرت الله جانه له تاسو نه ډير مننه کوو . دنورو همکاريو په هيله .

د ا بل ليک لولم چې د فيصل اباد له امين اباد کلي څخه زمونږ نوي اوريدنکي رازق شاهد او ملګرو يې راليږلی دی . او په سر کې يې خپل د ميني ډک سلامونه ويلي دي ، چې سلامونه ته يې عليکم سلام وايو . دا ورور وايې ، چې دی د سي ار ای راډيو پخوانی اوريدنکي دی او هره ورځ انګليسي او اردو خپرونې اورې . خو له پښتو خپرونو سره زمونږ د خپرونې همکار رفيع اله مندوخيل اشنا کړی دی . رازق شاهد وروره دادی ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، پدې هيله چې زمونږ د خپروتی هميشنۍ همکار پاتې شې . ا و دليک په پای کې يې د خپرنيزو توکيو غوښتنه کړيده . چې انشاالله دا توکي به ورته ور وليږو .

ښه ګرانو دوستانو اوس به د هغو اوريدونکو نومونه درته واخلم ، چې د ښکلي ګوانګ شي په معلوماتي سيالي کې يې لومړی ، دويمه او دريمه جازيرې تر لاسه کړي دي . مخکې له دې چې زه ددغو کسانو نومونه اعلان کړم . غواړم ووايم ، چې درې کسان د لومړی جايزې ګټونکي دي ، شپز کسان د دويمه جايزې او او نهه کسان د دريمي جايزې ګټونګي دي ، چې زه ورته مبارکي وايم .

د لومړی جايزې ګټونکي هر يو رفيع الله مندوخيل ، داود جبار خيل او محمد عمير دی ، خدای دی وکړي چې دا دريم نوم مې علط نه وي لوستی .

ددويمې جازير ګټونکي پيغله ميهک ظفر ، مباشر حُسين اشير ، د خراسان دکلب مشر نثار احمد احمدي ، محمد ياثر اشفاق قريشي ، سيدوارث حنفي او مير علي ميرزی

او دريمي جايزې ګټونکي هر يو افتاب ذاکر ، بلال خان ، ګل حُسين چاريارې حنفي ، سيد الرحمن بهير ، سلمان خان ، حاجې لياقت علي اعوان ، حافظ ريحان علي ، ملک نياز او زهير محمود . درونو دوستانو ، د هغو کسانو نومونو مې چې اعلان کړل جازيزې به يې ورته انشاالله ور ورسيږي . پدې هيله چې په راتلونکو نورو سياليو کې همداډول برخه واخلي .

قدرمنو اوريدونکو ! مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ويسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040