موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-05-05 17:53:23
د مونږ او اورېدونکي د پروګرام ګرانو مينه والو نيکې هيلې او سلامونه مې ومنئ ، خدای دې وکړي چې روغ او خوشحاله اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم،ا ود هغو اوريدنکوته به بيا هم مبار کې و وايم ، چې د ښکلي ګوانګ شي په نامه سياليو کې بريالي شوي دي . که څه هم په تيره خپرونه کې مو د برياليو کسانو نومونه واخيستل خو پدې خپرونې کې به يې يو ځل بيا نومونه ورته خپاره کړم .

. د لومړی جايزې ګټونکي هر يو رفيع الله مندوخيل ، داود جبار خيل او محمد عمير دی ، ددويمې جازير ګټونکي پيغله ميهک ظفر ، مباشر حُسين اشير ، د خراسان دکلب مشر نثار احمد احمدي ، محمد ياثر اشفاق قريشي ، سيدوارث حنفي او مير علي ميرزی

دريمي جايزې ګټونکي هر يو افتاب ذاکر ، بلال خان ، ګل حُسين چاريارې حنفي ، سيد الرحمن بهير ، سلمان خان ، حاجې لياقت علي اعوان ، حافظ ريحان علي ، ملک نياز او زهير محمود . درونو دوستانو ، د هغو کسانو نومونو مې چې اعلان کړل جازيزې به يې ورته انشاالله ور ورسيږي . پدې هيله چې په راتلونکو نورو سياليو کې همداډول برخه واخلي .

دلته بيا هم ګورم چې د رفيع اله مندوخيل ، يو ګن شمير ليکونه مې په مخ کې پراته دي ، او هغه په خپلو ډيرو ليکونو کې دا ګيله هم کړي ده ، چې مونږ ليکونو در ليږو خو تاسو يې په خپرونو کې نه خپروی . د رفيع الله مندوخيل په ليکونو کې ډير د خپرونو د اوريدو په هکله معلومات ور کړي . او هر ليک کې يې د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالي د ځوابې پاڼي په اړه ليکلي دي . او هم يې د پښتوهندارې غوښته کړيده . بله ګيله دا ده چې د ليکونو او ايميلونو ځواب نه ورليږل کيږي .

٢ مندوخيل صاحب ستاسو د ليکونو او او ايميلونه د ځوابولو او خپرونيزو توکيو د ليږولو مسوليت د ډيوې ده . کله چې ستاسو ليکونو مونږ ته رارسيږي نو ډيوه ټول ليکونو ګوري او هم ستاسو دغوښتل شوي توکي چې امکان وي تاسو ته درليږي .

پدې هيله چې قناعت مو حاصل شوې وي . او په راتلونکي کې بيا هم خپرونې ته ښکلي ليکونو او معلوماتي شيان راوليږی . له تاسو څخه مننه .

دا بل ليک له مردان څخه محترم اوريدنکي ډاکتر محمد ذبير حسرت راليږلی دی ، وايې ، چې د ميني ، محبت او خلوص نه ډک سلامونه ، نيکي هيلې او پيرزوينې ، چې زه به هم ورڅخه په سر کې مننه وکړم . حسرت وررو زياتوي ، چې د پوښتو هندارې د دولسمې ګڼې په لوستو ډير خوشحاله شوئ دی چې پکې د بيلا بيلو مينه والو عکسونه او دهغوی مضمونونه چاپ شوي دي .

دی وايې ، تاسو چې د پښتو ژبې ، ادب او ثقافت ته څومره خدمت کوئ د ډيرې ستاينې وړه خبره ده . دغه ورور په پاې کې د يوشمير همکارانو نومونه اخيستې اوپه ځانګړې توګه يې ورته سلامونه ويلي، چې زه ورته عليکم . او يو بيت شعر يې هم راليږلی دی ، چې دا به ورته لولم .

څانګه به نن سبا کې ګل شي - مايې په سر کې سرې غوټي ليدلي دينه .

له ډاکټر محمد ذبير حسرت ورور نه مننه کوو ، دده د نور همکاريو په هيله يو .

دا بل ليک د نسيم ريډي لسنرز کلب مشر د لدار احمد لغاري راليږلی دی ، دغه ورور په ليک کې د ښکلي ګوانګ شي په نامهو سيالۍ ځوابونه راليږلی دي . له دغه ورور څخه مننه کوو ، ګرانه وروره دالدار احمد خانه ، د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالي پايلي اعلان شوې او د هغو کسانو نومونه مو هم اعلان کړي دي چې پدې سيالۍ کې يې جايزې ګټلي دي . له تاسو نه

مننه کوو د نورو همکاريو په هيله مو يو .

٣دا ليکو لولم چې د سليمان خيل کلب مشر نيازخان سليمانخيل او ملګرو يې راليږلی دی . په سر کې د سي د چين د نړيوالي د پښتو څانګې ټولو کارونکو ته سلامونه ويلي دي . چې مونږ به هم عليکم ورته ووايو

نياز خان وايې ، چې ستاسو خپرونې د تل په شان اورو او زياتوي چې په وروستيو ورځو کې خپرونې ته مو ليکونه ندې درليږلي ، ځکه پدې ورځو کې په ګوته کې د افغان کډوال له ډيرو ستونزو سره مخا مخ دي او تاسو مه خپه کيږي . ګرانه وروره مونږ هيڅکله هم نه خپه کيږو ، هر کله چې تاسو وخت ولرې مونږ ته ليکونه راوليږي او مونږ به يې انشاالله هرو مرو ستاسو ته خپاره کړو . ستاسو د ښکلو ليکونو په تمه يو .او د ليک په پاې کې يې ويلي چې د مونږ لخوا ورليږل شوئ سي ډي ورسيدلي دي .

بل ليک را اخلم چې له چمن څخه محمد عيسې وفا راليږلی ، چې ځانته يې ګران او فادار نوم هم ورکړی ، او هيله من چې همداسې له خپلي خپرونې سره وفاردا پاتې شي . د سلامونو ترڅنګ يې ويلي ، چې په قلعه زال کې ستاسو خپرونې سمي نه اوريدل کيږي . عيسي خان ورور د نازينه اقبال په غږ کې د سندرې خوښتنه کړيده ، چې سندره به ورته د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې خپره کړو . بل يې د پښتو هندارې کليزه او نورو خپرنيزو توکيو غوښتنه کړيده اود ليک په پای کې يو ه لنډی هم راليږلی ، چې ورته وبه يې ولولم .

د ليونو دغه کار وي - خلک له لارې ستنوي خوله ورکوينه

دهغې مور زړه دې کتودی – چې نازولی ځوي يې بل وطن ته ځينه

له محمد عيسي وفا وروره نه ډيره مننه کوو ، اود راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

زمونږ بل اوريدنکي رياض احمد افريدي خپرونې ته ليک راليږلی دی ،او د سلامونو د وړاندي کولو تر څنګ يې ويلي ، چې مونږ ته د سياليو ځوابي پاڼي را وليږي . دغه ورور په چين کې د المپيک لولو د برياليتوبونو ډيره ستاينه کړيده . چې ورڅخه مننه کوم . پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته ښکلي ليکونه راوليږي .

دا ليک بيا له چارسدی څخه معشوق جان کاموال راليږلی دی . دغۀ ورور د سلامونو تر څنګ ګيله کړيده چې تاسو تل په خپلو خپرونو کې وايې چې د خپرونو په هلکه وړانديزونه او نيوکې که لري نو د انترنټ او يا هم د ليکونو له لارې را وليږلی . خو کله چې مونږ نيوکې در ليږو په خپرونو کې يې نه خپروې او هم زمونږ درليږل شوي عکسونه په پښتوهندارې کې ورته ځای نه ورکوې . . زياتوې چې زمونږ ليکونو په خپرونه کې نه خپروی . او د امان الله عمران او خوشحال تايب څخه يې هم ګيله کړيده ، چې له دوی سره اړيکي نه ساتي . قدرمنه ورورمعشوق جانه تاسو اوريدنکي زمونږ سر و سترګې يې . دا امکان نلري ، چې ستاسو ليکونه او سالمي نيوکې مونږ ته ورسيږي او مو نږ يې خپرې نکړو . بل دا چې زمونږ ټول همکاران هڅه کوي له اوريدونکو سره اړيکي ولري ، خو ځيني وخت د کارد زياتوالي له امله نشو کولی له تاسو سره خبرې وکړي . . تاسو پدې مه خپه کيږې ، کله چې تاسو مونږ ته زنګ وهی ، نو يو نه يو همکارمو ستاسو تيلفونو ته ځواب در کوي . پدې هيله چې د خپرونې دايمي همکار پاتي شې ، ستاسو د ښکلو ليکونو په هيله .

دغه ليک مونږ ته له ډيره اسمعاعيل خان نه حاجي لياقت علي اعوان راليږلی دی . په سر کې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه وړاندې کړيدي . چې ورته عليکم سلام وايم .

حاجې لياقت علي ويلي چې د سي ار ای راډيو خپرونې له ډيرې مودې راهيسې اورم او هم خپرونو ته ليکونه درليږم ، او دا کار د ځان فرض بولم . بيا وايې ، چې مخکې مې د سي ار ای له اردو څانګې سره اړيکي درلودی خو اوس د پښتو څانګې ته هم ليکونه درليږم . چې له دغه و رور څخه ډيره مننه کوو . ستاسو د نور همکاريو په هيله .

حيات کاکړ له قلعه سيف الله څخه خپرونې ته ليک را ليږلی دی ، دې وايې ، چې زه په کالج کې زده کړي کوم او زما عمر ٢٠ کاله دی . او بيا وايې چې زه يو ټينګ په عقيده او په وعده پاپنده شخصيت لرم . ګرانه وروره خدای وکړې چې تل همداسې اوسئ . حيات کاکړ بيا وايې چې د سي ار ای پښتو خپروني د انټرنټ ويبپاڼې له لارې اوري او د ويبپاڼې د پراستو پر مهال ډير خوشحاليږي . دغه ورور د خپرونو ډيره ستاينه کړی ده . او د ليک په پای کې يې ويلي چې زما د تعليم مطابق ، د چين د چاپيريال ، ژوند ، بهرنی پاليسۍ ، جغرافيا يې معلو مات او داسې نور معلو ماتې مجلې راو ليږی . حيات جانه وروره له ليک نه مو ډيره مننه کوم ،دا ستاسو خپله خپرونه ده . او کوم څه چې د سي ار ای د پښتو خپرونې په واک وي نو حتمي به يې در وليږي . ستاسو د نور و ښکلو ليکونو په هيله .

دا پنځه ليکونه راخلم چې دا پنځه واړه ليکونه په ډير ښکلو خط چې د يوۀ کس لخوا ليکل شوي دي . د حيات اباد له سهارا لسنرز کلپ څخه سلمان خان ، اخلاق حُسين او تلمز حُسين راليږلي دي . پدې ښکلو ليکونو کې يوازې د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سياليو ځوابونو دي او نور څه پکې نشته . دغو ورور ته به ووايم ، چې ګرانودوستانو د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالي پايلي اعلان شوي او د جايزو د کټونکو نومونه هم اعلان شول که په اعلان شويو کسانو کې ستاسو نوم وې نو درته مبارکې وايو . له تاسو څخه ډيره مننه کوو ، پدې هيله چې د خپرونې دايمي همکار پاتی شې او په راتلونکي کې خپلې خپرونې ته همداسې ښکلي ليکونه راوليږی او هم په راتلونکو سياليو برخه واخلی .

او ورستی ښکلی ليک را اخلم چې له هنګو څخه د الشمس د کلب مشر شمس الدين شمس راليږلی دی . وايې ، چې له مينې او محبت څخه ډک سلامونه قبول او منظور کړی . چې زه به يې هم په مني ورته عليکم ووايم . شمس الدين ورور بيا ويلي ، چې د پښتو څانګې د خپرونې اوريدنکي يم او له پښتو څانګې سره ډيره مينه لرم . او زياتوي ستاسو اواز مي ډير

خوښيږي او د پروګرام وړاندې کول مو ډير زيات خوښ ديم .

ګرانه وروره شمس الدين جانه . له تاسو څخه هم ډيره مننه ، چې د خپلي خپرونې دومره ستاينه کوې . دا ستاسو اوريدونکو ښکلي نظرې او وړانديزونو دي ، چې د سي ار ای راډيو پښتو خپرونو دمره پرمختګ کړی او ور سره ستاسو ښکلي ليکونو دي چې مونږ ته نور توان راکوي ، تر څو زمونږ همکاران په ښه توګه تاسو ته په زړه پورې خپرونې وړاندې کړي . بيا هم له تاسو څخه مننه ، د لا زياتو همکاريو په هيله مو يو .

قدرمنو اوريدونکو ! مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ويسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040