موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-05-05 17:58:24
د مونږ او اورېدونکيد پروګرام قدرمنو مينه والو سلامونه او نيکي هيلې ، خدای دې وکړي چې روغ او خوشحاله اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم، او هيله لرم چې د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ او زه به هم ستاسو راليږلي ليکونه درته ولولم .

لومړی ليک را اخلم چې په ډير ښکلي او رنګارنګ رنګونو ليکل شوئ دی ، له مسلم باغ څخه د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې اوريدنکي سميع الله شميشر راليږلی دی . دغه ورور په سر کې امان الله عمران ، غاټول ، ليلا ، غوټۍ ، سپوږمۍ ، هوسۍ ، هيله ، ډيوه او زلمي ته سلامونه وړاندر کړيدي . چې د هغوی په استازيتوب زه ور ته عليکم ووايم . ده ويلي ، چې د چيني ژبې لوست څخه مو تر ډيره زياته استفاده کړيده . او بيا وايې ، چې ماته د پښتو هندارې له لومړي ګڼي څخه نيولي تر لسمي ګڼي پورې را وليږی . سميع الله شمشير ورور درې وړانديزونه هم کړيدي . چې لومړی وړانديز يې، دپښتو خپرونې د وخت په اړه دی چې بايد زيات شي ، دويم ستاسو راډيو بايد په هر هيواد کې خبريالان ولري . دريم : د چيني ژبې لوست بايد له سر پيل شي ، ځکه هغه کسان چې نوې خپرونې اوري د هغوی لپاره ډير ګټور وي . څلورم وړانديز : پښتو هنداره بايد مياشتنی شي ، په پښتو هنداره کې کلتوري ، هنري ، سياسي ، ساينس ، معلوماتي او ور سره د اوريدنکو ليکونو ته زيات ځای ورکړی او ه د اوريدنکو له ليکونو سره د هغوی يو عکس هم چاپ کړي .

ګرانه وروره سمع الله شمير ، ستاسوله ليک نه يوه نړۍ مننه ، په رښتيا هم ستا وړاندېزونه ډير په زړه پورې وو ، د چين د نړيوالي راډيو پښتو څانګه ستاسو په وړانديزونو غور کوي او څومره چې امکان ولري ، هغه به عملي کړي .

او په پاي کې ويلي ، چې په راتلونکي کې به نور وړانديزونه هم در وليږم . سميع الله شمير ورور څخه مننه کوم ، او تل يې ښکلو ليکونو او ړوانديزونو ته سترګې په لار يو .

دا بل ليک له چمن څخه ګران وفادار محمد عيسې وفا ورور راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي ، چې په راتلونکي کې به نور ليکونو هم در وليږم . ګرانه وروره مونږ ستا د ښکلو ليکونو په تمه يو . محمد عيسې و فا يو لړ معلومات هم راليږلي چې ورته به يې و لولم . وايې ، د نړۍ تر ټولو لوی پوهنتون په روسيه کې دی . ٢ - په افغانستان کې د ميوند په جګړه کې دانګليس دامپراتوری ديارلس رزه انګريزي پوځيانو ووژل شول . ٣- د نړۍ زيات ښونځي په شيګاکو کي دي . دغه ورور د نازيه اقبال په غږ کې د سندرې غوښتنه کړيده ، چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې به يې ورته خپره کړو . او پای کې يې يوه لنډی هم راليږلی ده ، وايې :

بلبل د زړه په غم اخته شو -------- غوټۍ د خيال سودا کوي د زړه د ننه ارمان به هله زما درشي -----------چې کټ مې واخلي تور خاورو له مي وړينه

له ګرانه وفادار محمد عيسې ورور نه مننه کوم ، ستاسو د نورو ښکلو ليکونو په هيله .

دا ليک بيا د بلوچستان له مسلم باغ څخه د سليمان خيل د کلب مشر نياز خان سليمانخيل راليږلی دی ، او وايې ، چې زمونږ د کلب غړي د سي را ی راډيو دپښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه وايي ، چې عليکم سلام به ورته ووايم .دغه وورره د پښتو څانګې د پرورګرامونو او د پښتو هندارې د دولسمي ګڼي ډيره ستاينه کړيده ، وايې چې ډير په زړه پورې دي . بيا زياتوي ، نن ورځ چې د سي ار ای راډيو پښتو څانګې څومره پر مختګ کړيدی ، دا ټول د پښتو څانګې د کارکونکو زيار او کوښښ دی . چې اوريدونکي په دلچسپي سره دا خپرونې اوري .له سليمان خيل ورور نه ډير مننه کوو ، د ده د نورو همکاريو په هيله يې يو .

دا بل ليک چې په انګلسي ژبه ليکل شوئ دی ، له مظفرې کړی نه علي عباس راليږلی دی ، د ده په ليک ځانګړي څه نشته يوازې يې ويلي دي ، چې هيله لرم د پښتو خپرونې واورم او ليک در و ليږم . اود پښتو هندارې او خپرونيزو توکو غوښتنه يې کړيده . له دغه ورور نه مننه کوو ، پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته ښکلي ليکونه را وليږي .

دا بل ليک هم په انګليسي ژبه ليک شوئ له مظفرې کړئ څخه لياقت علي راليږلی دی. ددغه ورور په ليک هم څه نشته او وايې ، چې دا زما لومړی ليک دی او هيله لرم د پښتو خپرونې واورم او هم د خپرنيزو توکيو غوښتنه يې کړيده چې ورڅخه مننه کوم .

د خوست ولايت د عليشيرو ولسولۍ له يوراج کلب څخه احسان اله سمسور صبري او ملګرو يې فريد الرحمن ، غازي الرحمن او نبې الرحمن هم خپرونې ته په ګډه يو ليک راليږلی دی . ددوی په ليک ځانګړي څه نشته ، بل دا چې ليک يې هم سم نه لوستل کيږي پدې هيله چې په راتلونکې کې خپرونې ته ښکلي ليکونه راوليږی .

د اليک هم د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ له يورج کلب څخه شفيق اله مظلوم يار راليږلی ، ددغه ورور په ليک د سلامونو د ويلي پرته نور څه نشته ځکه وايې ودا زما لومړی ليک دی او ماته يې په خپرونه کې نشر کړی . ګران ورور ه ، د سي ار ای راډيو پښتو خپرونې ته ستاسو هر کلی کوو ، پدي هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږې . له تاسو نه ډيره مننه .

زرګل خان هم له نا معلوم ځايه يو ليک راليږي او مخامخ يې د شعر ويلي خوا ته مخه کړيده . ددغه ورور شعر تکرارې دی . بيا هم ور څخه مننه کوو او هيله من يو چې په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پورو ليکونه را وليږي .

بل ليک د روزي خانه په نامه زمونږ يوبل اوريدنکي راليږلې دی . دغه ورور د سي ار ای راډيو ټولو کارونکوته سلامونه ويلي دي . چې عليکم سلام ورته وايو . له دۀ سره ملګري دي سليمان ، خالد ، او داسې نور، چې د سي ار ای راډيو له خپرونې څخه يې خوښي څرګنده کړيده . روزې خان يو شعر راليږلي خو خط يې سم نه لوستل کيږي

دا ليک د مانسهره له خراسان کلب څخه راهيب الله روان راليږلی دی . ددغه ورور په ليک کې هم ځانګړې څه نشته يوازې سلامونه ويلي او غوښتي دي ، چې ليک يې ورته خپور کړو. راهيب اله روان وروره دادی ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، له ستاسو نه مننه ، په راتلونکي کې کوښښ وکړی ، چې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږی

دا ليک مونږ ته نور اجان د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ له دربند کلي څخه راليږلی دی . دا ورور وايې ، چې زه د شپږم ټولګي زده کونکی يم او س مهال په پاکستان کې ژوند کوم . او ما سره ملګري دي . هر يو تاج محمد ، عبدالرحمن ، ګل نذير ، بصير احمد او داسې نور . نوراجان ورور وايې چې مونږ ټول په ګډه ستاسو ټول پروګرامونه په ډير شوق سره اورو ، دغه ورور يو شعر هم راليږلی ده ، چې شعر يې تکرارې دی ، نو له لوستلو څخه به يې تېرو شو . ستاسو د نور همکاريو په هيله.

دا ليک بيا هم د خوست ولايت د عليشيرو له يوراج کلب زمونږ اوريدنکي رفيع اله رفيع راليږلی دی . په سر کې يې د سي ار ای راډيو پښتو څانګې ټولو کارونکو ته سلامونه وړاندې کړيدي . رفيع الله ورور د خپرونو ستاينه کړيده او وايې چې د سي ار ای راډيو پښتو خپرونې تل په ډير شوق سره اورې او خوند ترينه اخلي . دغه وروره يو وړانديز او يوه غوښتنه کړيده . وړانديز دا دې چې د پښتو خپرونې بايد هر ه ورځ دوه ساعته شي او بل ويلي چې د مونږ او اوريدنکي خپرونه بايد په اونۍ کې درې ځلې خپره شي که داسې نه وي نو په اونۍ کې خو دې دوه ځلي خپره شي . او په بل ليک کې يې د يوې راډيو غوښتنه کړيده ، تر څو هر وخت د سي ار ای راډيو پښتو خپرونې واوري . ګرانه وروره رفيع اله جانه ، زمونږ

٥ خپرونې اوس مهال هم دمره دي ، خو چيرې امکان وي نو هڅو کوو چې وخت يې زيات کړو . اود راډيو په هکله بايد درته ووايم ، که چير د پښتو څانګې په واک هر ډول خپرونيږ تو کي وي نو د اوريدنکو لپاره دي او حتمي يې درليږو . پدې هيله چې خپل ليک مو ارويدلی وي . ستاسو د لا زياتو همکاريو او ښکلو ليکونو په هيله .

دا بل ښکلی ليک د بلوچستان د انجونو له ليسې څخه چې دليسې نوم يې ندې ليکلی نجيبه ، شافيعه ، څانګه ، وسيله ،ليمه ، شريفه ، تورپيکی ، غنچه ، ملالۍ او نور ملګرو يې راليږلی دی . دغو خويندو د سي ار ای راډيو ټولو کار کونکو سلامونه ويلي په ځانګړې توګه غاتو ، ډيوې او هوسۍ ته چې زه به ورته عليکم سلام ووايم . دوی ويلي ، چې له سې ار ای راډيو سره رفيع اله مندوخيل معرفي کړي . بيا وايې ، مونږ انترنټ ته لاسرسی نلرو خو ستاسې خپرونې د راډيو لارې اورو . دغو خويندو وړانديز کړې چې په پښتو هندارې کې د چين د ښځو د ژوند په اړه معلومات خپاره کړی . او هم يې د پښتو هندارې د ٦٠ ګڼو غوښتنه کړيده ، چې په ښونځي کې يې په نور نجونو وويشي . او سياليو د ځوابي پاڼو غوښتنه کړيده . قدرمنو خويندو د سي ار ای راډيو د خپرونې اوريدو ته ستاسو هرکلی کوو ،

دادې ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، خدای دې وکړي چې اوريدلي مو وي . پدې هيله چې دسي ار ای راډيو له پښتو خپرونې سره تل همکاري وکړي او که خدای کول نو د راتلونکو سياليو پاڼې به در وليږو .له ستاسو څخه نړۍ مننه .

او وروستې ليک را اخلم چې له ژوب څخه ببرک مندوخيل راليږلی دی ، خو ليکنه يې د رفيع اله مندوخيل په شان ده ، البته يوشمير ډير داسې ليکونه ما لوستي ، چې خط يې د مندوخيل صاحب په شان دی . په هر حال ببرک مندوخيل ورور سلامونه ويلي او زياتوي چې د سي ار ای راډيو پښتو خپرونې ته رفيع الله مندوخيل معرفې کړيدي .

ددغه ورور په ليک نور څه نشته يوازې د پښتو هندارې غوښتنه يې کړيده . چې ور څخه مننه کوم .

قدرمنو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسيد ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040