د بيجينګ د ژبو په پوهنتون کې د يو اسلامي رستورانت خاوند حاجی عبدالرشيد
هر کال د بيجينګ د مرکزي قومي پوهنتون له لسو نه زيات زده کوونکي د حاجي عبدالرشيد ښوونيزه جايزه اخلي چې دغه جايزه لس کاله دمخه ټاکل شوې او د دغې جايزې په رڼا کې سلګونو زده کوونکو خپله تحصيلي دنده ترسره کړېده . خو زيات جايزه اخيستونکي معلوم نه دي چې دغه جايزه د چا لخوا ټاکل شوېده د چين د مسلمانانو په ننۍ پروګرام کې به د دغې جايزې جوړونکي حاجي عبدالرشيد په باب څه نا څه معلومات واورئ
ښاغلی عبدالرشيد چې د شلو کالو لپاره د راستورانت په کار و بار لګيا دی ، په دې ښه پوهيږي چې يو ښه رستورانت نه يوازی دا چې خوړونکو ته خوندور خوراکونه برابروي ، بلکې بيې يې هم مناسبې دي. پرته له دې خوړونکو ته د خوراک خوړلو لپاره روغتيايي چاپيريال او غوره خدمتونه برابروي
د رستورانت خاوند د خوراک شيانو ښه پاک ساتل د رستورانت له خپلو لومړيتوبونو څخه ګڼی . د شاوخوا څو ر ستورانتونو په پرتله د ښاغلي حاجي عبدالرشيد اسلامي رستورانت ډير پاک دی . د هغو بهرنيانو په وينا چې هميشه دده په رستورانت کې ډوډۍ خوري ، د اسلامي رستورانت لخوا برابر شوي خوراکونه ډير پاک او خوندور دي او رستورانت له کلتوري فضا څخه ډک بريښي .
له دې امله چې دغه رستورانت د بيجينګ د ژبو په پوهنتون پورې مربوط دی ، نو روغتيايی معيار يې ډير جدی دی. د روغتيا اداره هم کله کله ناڅاپه د نوموړي رستورانت د نظافت او د خوړو ډاډمنتيا معاينه کوي.
اسلامي رستورانت نه يوازی د ډوډۍ خوړلو ځای دی ، بلکې د مشتريانو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو ښه ځای هم دی . د بيجينګ د ژبو په پوهنتون کې ډيری زده کوونکي د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلي او په دغه رستورانت کې د چين د اويغوري قوم له ځانګړيو خوړو څخه خوند اخلي
اسلامي رستورانت د اويغوري قوم له کلتوري فضا څخه ډک دی . خدمتګاران او نور اويغوريان چې د ډوډۍ خوړلو لپاره دلته راځي ، بهرنيو مشتريانو ته د اويغوري قوم ډول ډول مزه دار خواړه ، د رستورانت په ديوالونو باندی ځواړنده انځورونه مثلا دوولس مقامونه ، د کشغر د عدګار مشهور جومات معرفي کوي چې دغه ټول د اويغوري قوم کلتوري خزانه ده . بهرنيانو ته د دغو معلوماتو ورکول په اصل کې دا موخه لری چې لا زيات بهرنيان اويغوري قوم ډير ښه وپېژنی .
اسلامي رستورانت د خپلو کارکوونکو د ځاني پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي . د زياتو کسانو په اند پخوونکي يوازی او يوازی د ډوډۍ پخولو له لارې معاش اخلي . خو په دغه رستورانت کې پخوونکي ښه راتلونکی لری. څرنګه چې د رستورانت اداره ډيره جدی ده ، نو هغه پخوونکي چې اوسمهال دلته کار کوی، که وروسته خپل کار بدل کړي ، د زياتو رستورانتونو لخوا به ومنل شی. ځکه چې دوی په اسلامي رستورانت کې د پخولو ښه مهارتونه زده کړيدي. له اسلامي رستورانت څخه وتلي پخوونکي د نهرنيانو لخوا په جوړ شويو رستورانتونو کې کار کوی ، ځينی يې په بيجينګ کې په بهرنيو سفارتونو کې د پخولو دنده په غاړه لری.
د اسلامي رستورانت خاوند حاجي عبدالرشيد د کارکوونکو لپاره جدی مقررات ټاکلي او ددې تر څنګ د کارکوونکو ژوند ته هم ډيره پاملرنه کوي . هغه پر وخت کارکوونکو ته معاش ورکوي چې هيڅکله يې نه ځنډوي . دغه راز هم کارکوونکو ته جايزه ورکوي ، نو کارکوونکي په خوشحالۍ سره په دغه رستورانت کې کار کوي . يو وار يو کارکوونکي غوښتی چې د واده لپاره ټاټوبي ته لاړ شی ، ښاغلي عبدالرشيد په خپلو پيسو دده لپاره د الوتکي ټکټ واخيست او له واده وروسته يې دده لپاره يو کرايه کور هم برابر کړ .
حاجي عبدالرشيد د خپلو زيارونو له لارې بريالی شو ، خو هغه هر وخت په ياد دی چې له نورو بې وزلو وګړو سره مرسته کوي ځکه هغه له نورو سره مرسته خپله خوشحالتيا او مسئوليت ګڼي。