په شانګهای کې د موټرونو نړيوال نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2009-05-07 17:58:42

د روانې مياشتې د يوويشتمې نېټې په شپه د چين په شانګهای ښار کې د موټرونو نړيوال نندارتون پرانيستل شو. په چين کې د موټرونو بازار د نړيوالو اقتصادي حالاتو د خرابېدو په حال کې ډېر مهم دی او د بېلا بېلو هېوادونو د موټر جوړولو شرکتونه غواړي له دغه بازار څخه زياتې ګټې واخلي. د چين حکومت د موټرونو د چارو د تنظيمولو او پياوړتيا پلان خپور کړی او پکې يې هغه موخه وړاندې کړې چې سږ کال به په چين کې لس مليون عرادې موټرونه توليد شي او وپلورل شي. دغه موخه د نړۍ بېلا بېلې پاملرنې راجلبوي او ډېرو اړوندو کارپوهانو د دغې موخې د سر ته رسېدو په اړه خپل باور څرګند کړی دی.

د تېر کال له جولای راهيسې په چين کې د موټرونو د پلورنې شمېر په کميولو پيل شوی او د اړوندو عمده تصديو ګټې هم کمې شوې چې په ځينو منځنيو او کوچنيو تصديو کې يو شمېر ستونزې رامنځته شوې دي. د چين حکومت په دغه حالت کې ياد شوی پلان خپور کړ. د چين د صنايعو او معلوماتي کېدو وزير ښاغلي مياو وې په شانګهای کې د موټرونو د نړيوال نندارتون په لوړ پوړي فورم کې وويل دغه پلان اغېزمن شوی دی.

که څه هم په دغه پلان کې يوازی يوه برخه تګلارې او تدبيرونه پلي شوي، خو د موټرونو پر بازار يې اغېزې څرګندې شوې دي. د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د موټرونو د توليدولو او پلورولو شمېر بيا د زياتوالي په حال کې و. موږ به په راتلونکې کې د بېلا بېلو تګلارو پلی کېدو ته زياتې پاملرنې وکړو او د بازار له

حالاتو سره سم به دغې تګلارې تنظيمې کړو چې له مخې به يې د موټرونو بازار بيا ژوندی شي.

په ريښتيني توګه د چين د موټرونو په بازار کې د پرمختګ د موخې پوره کول د بېلا بېلو هېوادونو د اړوندو شرکتونو لپاره يوه ګډه نظريه ده. د موټرونو اخيستلو د هڅونې په اړه د چيني حکومت د يو لړ تګلارو له خپرولو وروسته ، په نړۍ کې د موټرونو ډېرو لويو شرکتونو پر چيني بازار خپل باور څرګند کړ. د دونګفونګ نيسان د موټر توليدولو د شرکت د عمومی منيجر مرستيال ښاغلي چن بين بو وويل ښايي چې دغه شرکت نه يوازی د موټر پلورنې سږنی موخه پوره کړي، بلکې به ډېر زيات موټرونه هم وپلوري.

دغه شرکت د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې يو سل زره عرادې موټرونه پلورلي دي. دغه شمېر زموږ له اټکل څخه وتلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نهه ويشت زيات شوی دی. نو موږ باور لرو چې سږنی موخه تر سره شي.

پر بهرنيو تصديو سر بېره د چين د ځانګړی موټرونو تصديو هم خپل باور څرګند کړی دی. د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چيني موټرونو د پلورنې انډول د عمومی بازار په سلو کې دېرش برخه نيولې ده. دغه شمېر تر زياتې شمېر پورې د چيني موټرونو د تصديو باور ټينګ کړی دی. د چي ژوی په نامه د موټرونو د جوړولو د شرکت مرستيال ښاغلي جين ګه بو وويل که څه هم نړيوال پولي بحران پر چيني بازار اغېزې کړې، خو په چين کې د موټرونو اخيستلو ته د وګړيو زياتې اړتياوې لا هم شته.

زموږ په أند سږ کال چيني بازار ښه دی او د لسو مليونو موټرونو د پلورلو شونتيا شته. ښايي چې په نړيوال بازار کې د موټرونو پلورنې عمومی شمېر د پولي بحران له امله لږ څه ټيټ شي، خو زموږ شمېر د روانې مياشتې له پيل راهيسې زيات شوی دی. موږ هيله لرو چې عام وګړي موټرونه واخلي، په تېره بيا په دغه ستونزمن وخت کې. د ډېرو چيني وګړيو لپاره د موټرونو اخيستل يوه لازمه اړتيا ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040