په سه چوان ولايت کې د بهرنيو شرکتونو د پانګونې زياتوالی

cri     (GMT+08:00) 2009-05-11 10:30:33

د دوه زره او اتم کال د مې په دولسمه نېټه د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې سخته زلزله وشوه چې په پايله کې يې خلکو ته د سرو مال ډېر زيانونه ورسېدل دي. د زلزلې د پېښېدو له يو کال راهيسې د دغه ولايت د بېلا بېلو کچو حکومتونو او ارګانونو له بهرنيو شرکتونو سره د مرستې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي او پانګونې يې زياتې کړي دي.

د سه چوان ولايت په چېنګ دو ښار کې له لوړپوړيو تخنيکونو څخه د ګټې اخيستنې سيمه د دغه ولايت د بهرنيو شرکتونو يوه اډه ده. د امريکا د موتورولا او د المان د سيمنز شرکتونو په شمول څه دپاسه څلور سوه مشهور بهرني شرکتونه په دغه سيمه کې فعاليت لري. د اريکسون شرکت هم پکې شامل دی. دغه شرکت پنځه کاله مخکې په دغه سيمه کې خپل څيړنز مرکز جوړ کړ. په چېنګ دو ښار کې د دغه شرکت مشر کونګ شيان دونګ وويل

په چېنګ دو کې د اريکسون څېړنيز مرکز په دوه زره او څلورم کال کې جوړ شو. دغه مرکز ټاکنه دوه دليلونه لري. يوه خوا ځايي حکومت زموږ ډېر ملاتړ کوي. بله خوا موږ په دغه سيمه کې غوره کارکوونکي راجلبولای شو ځکه چې د سه چوان پوهنتون او چېنګ دو د الکترونيکی علومو پوهنتون په شمول يو شمېر ښه پوهنتونونه په دغه سيمه کې پراته دي. بر سېره پردې د شانګهای او بېجينګ په پرتله په چېنګ دو ښار کې د پانګونې

لګښت ټيټ دی.

د اريکسون شرکت په شان ډېرو بهرنيو تصديو هم په دغه ښار کې د پانګونې د چاپيريال ښه ستاينه کړې ده. د دوي په أند که څه هم دلته د مې دوولسمې نېټې سخته زلزله وشوه، خو د پانګونې لپاره ګټور شرايط نه دي بدل شوي. بر سېره پردې بنسټيز تاسيسات د زلزلې له ازموينې څخه وتلي دي. د ايوبي سوفت د لوبو پوستکاليو د برابرونکي شرکت مشر څاو جيان وې په دې هکله وويل

ښه بنسټيز تاسيسات يو مهم عامل دی چې چېنګ دو ښار مو انتخاب کړ. د تېر کال په مې کې د کار په وخت کې زلزله وشوه، خو زموږ په دفتر کې بريښنا په عادي توګه برابره وه او د انټرنېټ کارول هم ستونزې نه درلودلې. له دې څخه څرګندېږي چې په چېنګ دو ښار کې پانګونه يو سم انتخاب دی، ځکه چې دغه ښار غوره بنسټيز تاسيسات لري او يو امن ځای دی.

د معلوماتو له مخې، له زلزلې وروسته په سه چوان کې د بهرنيو پانګونو زياتوالی د دغه ولايت د بېلا بېلو کچو د حکومتونو له هڅو سره اړيکې هم لري. ځايي حکومتونو پر بهرنيو تصديو د زلزلې د بدو اغېزو د کمښت لپاره بېلا بېل تدبيرونه نيولي دي.

د شمېرنې له مخې، د روان کال د مارچ تر پايه پورې د سه چوان ولايت په شپږو زلزله ځپلو سيمو کې د بهرنيو تصديو شمېر څلور زره او دری ويشتو ته رسېدلې چې د زلزلې له پېښېدو مخکې په پرتله يو سل او څلور اويا زيات شوی دی. پر همدې مهال

په دغه ولايت کې د بهرنيو پانګونو عمومی ازرښت له دری څلوريښت مليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.

د سه چوان ولايت د صايعنو او سوداګرۍ د ادارې مشر هوانګ جيون وويل سږ کال په دغه ولايت کې د تازه ثبت شويو بهرنيو تصديو شمېر د زياتوالي سرعت د زلزلې او نړيوال پولي بحران له امله ورو شوی دی. خو په سه چوان کې د بهرنيو تصديو د پانګونې ليوالتيا نه ده کمې شوې .

د زلزلې له پېښېدو وروسته د بهرنيو تصديو شمېر زيات شوی، په تېره بيا په چېنګ دو ښار کې. د تېر کال له مې څخه د روان کال تر مارچ پورې يو سل او شپږ شپېته بهرني تصدۍ په دغه ښار کې ثبت شوي او په نورو زلزله ځپلو سيمو کې هم يو شمېر نوی بهرني تصدۍ ثبت شوي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040