په چين کې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې په اړه تبليغاتي اوونۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-05-13 14:05:59

ګرانو اورېدونکو، د اپريل ٢٦ نېټه د پوهنې د تمليکي حق نړيواله ورځ ده. په وروستيو ورځو کې د چين حکومت د پوهنې پر تمليکي حق د تېريو او بی قانونه چاپ شويو توکيو د له منځه وړلو لپاره لوی فعاليت تر سره کړ او بېلا بېلو ټولنو هم د پوهنې تمليکي حق د ساتنې په اړه د وګړيو ټولنيز شعور د پياوړتيا لپاره ډول ډول فعاليتونه جوړ کړل. په چين کې وګړي ورځ په ورځ پر دې پوهيږي چې د پوهنې تمليکي حق ساتل د شتمنۍ جوړول دی چې د اقتصاد د اختراع او د پرمختګ د ښه چاپيريال د رامنځته کېدو لپاره زمينه برابر وي.

په وروستيو ورځو کې د چين په ٣١ ولايتونو کې د پوهنې پر تمليکي حق د تېری کوونکو توليداتو او د ډول ډول بې قانونه چاپ شويو توکيو د له منځه وړلو فعاليتونه تر سره شوي چې په کې يې ٤٦ مليونه اته سوه او پنځوس زره بې قانونه چاپ شويو توکي له منځه وړي او ويجاړ کړي دي. د چين د مطبوعاتی خپرونو د عمومی ادرای مرستيال جيانګ جيان ګوه په بېجينګ کې د بی قانونه چاپ شويو توکيو د له منځه وړلو د فعاليت په ترڅ کې وويل ( اواز ١ )

د لويې پيمانې فعاليتونو له جوړېدو څخه د پوهنې پر تمليکي حق له تېري سره د مبارزی او د پوهنې تمليکي حق د ساتنې لپاره د حکومت ټينګ دريځ او پرېکړه څرګندېږي. بر سېره پر دی ، د نوموړو فعاليتونو له لاری د پوهنې پر تمليکي حق د تېری کوونکيو پر ضد ستر برياليتوبونه به هم د ننداری لپاره وړاندی شي.

په چين کې د امريکا د فلمي ټولنې لومړۍ استازې فنګ وی په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل (اواز ٢ )

زما په اند له دغو فعاليتونو څخه د بې قانونه چاپ پر ضد د حکومت پرېکړه او هوډ په ښه توګه څرګندېږي. ما وليدل چې په دغه هېواد کې ٥٠ مليونه بې قانونه چاپي توکي له منځه يووړل شوي دي.

د چين حکومت د اختراعی هېواد د جوړولو ستراتيژيکی موخه ټاکلی او په تېر کال کې د هېواد د پوهنې تمليکي حق ستراتيژيک لنډيز په رسمي توګه پلی شوی چې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې لپاره يې پلانونه جوړ کړی دي. له ٢٠٠٤ کال راهيسې هر کال د اپريل له ٢٠ نېټې څخه تر ٢٦ نېټې پورې په چين کې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې په اړه د تبليغاتی اوونۍ په حيث پېژندل شوې ده . هر کال په نوموړې موده کې د چين د چاپ حق اداری د پوهنې تمليکي حق د ساتنې په اړه زيات تبليغاتی فعاليتونه جوړوي.

د چين د چاپ حق د اداری مشر وانګ ځه چيانګ وويل (اواز ٣)

د چاپ حق اداری هيله دا ده چې وګړي د هنري نندارو د کتلو له لاری دا معلومات تر لاسه کړي چې د چاپ حق د ساتنې کارونه د اختراع د هڅولو او د ټولنيز اقتصاد او کلتور د سمسورتيا او پرمختګ لپاره ستر رول لري.

په ١٩٩٢ کال کې چين د چاپ حق په هکله قانون خپور کړی او ورپسی يې د چاپ حق په نړيوالو تړونونو کې ګډون کړی دی. تر اوسه پورې په چين کې د پوهنې د تمليکي حق په اړه يو لړ قانونه جوړ شوی چې له نړيوالو مقرراتو سره سمون خوري. خو دا يو ستونزمن کار دی چې د يو مليارډ او دری سوه مليونو تنو وګړيو ترمنځ د چاپ حق د ساتنې په اړه ټولنيز نظر رامنځته شي.

په چين کې د چاپ حق ټولنې د پوهنې تمليکي حق د ساتنې لپاره فعال عمليات تر سره کړی او د عامه وګړيو ترمنځ د چاپ حق د ساتنې لپاره ډول ډول فعاليتونه هم روان دي. د هه بی ولايت په شه جيا جوانګ ښار کې د حکومت په غوښتنې او ملاتړ يوه ډله ځانګړی داوطالبان رامنځته شوی دی. دوی د چاپ حق د ساتنې او د قانوني چاپ د ملاتړ لپاره يو لړ تبليغاتی فعاليتونه تر سره کړي دي. له دوو کلونو راهيسی لس زره تنو خلکو د داوطالبانو په توګه خپل نومونه ثبت کړی دی.

د خبر له مخې، د پوهنې تمليکي حق د ساتنې د تبليغاتی اوونۍ د مودې په بهير کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې له بې قانونه چاپ سره د مبارزی او د پوهنې د تمليکي حق د ساتنې په اړه د لسو مليونو تنو خلکو د نومونو د لاسليک فعاليت تر سره شوی دی. بر سېره پر دی، د هېواد د ځوانانو ترمنځ د چاپ حق د ساتنې او د کتابونو د لوستلو په هکله معلوماتی سيالي هم د نيم کال په موده کې تر سره شوی چې بې قانونه چاپ پر ضد د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو د زده کوونکو د عامه پوهاوي قانوني نظريې پياوړې کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040