لياو نينګ ولايت د هوا د ککړتيا د کميدو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2009-05-18 16:58:07

د چين په شمال ختيځ کې لياو نينګ ولايت د چين د درندو صنايعو د يوې لرغونې اډې په توګه د چين اقتصادي پرمختګ لپاره ستر فعاليتونه تر سره کړي دي. په وروستيو کلونو کې دغه ولايت د لرغونيو اډو د پياوړيتا پلان په پلي کېدو سره د هوا د ککړتيا د کميدو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

شېن يانګ ښار د لياو نينګ ولايت مرکز او تر ټولو يو لوی صنعتي ښار دی. دغه ښار په دوه زره او لومړی کال کې وړانديز وکړ چې د چين د چاپيريال ساتنې پر يوې نښې بدل شي او په پرله پسې توګه يې د چاپيريال د ښه والي په برخه کې څلويښت مليارډ يوانه لګولي دي.

د دغه ښار د ښاروال مرستيال ښاغلي شين کای وويل د هوا د ککړتيا کمول د چاپيريال ساتنې يوه عمده برخه ده. شېن يانګ ښار د هوا د ککړتيا د مخنيوي او ادارې لپاره ډېر تدبيرونه نيولي دي.

په لېري پرتو سيمو او په ښارګوټو کې مو يوولس نوې صنعتي سيمې جوړې کړې. هر کال په لرغونيو سيمو کې يو شمېر تصدۍ تړل کېږي او نويو سيمو ته انتفال کيږي. نو د دغه ښار په مرکز کې د خدمت هغه چارې پرمختګ کوي چې لږه اندازه ککړتيا رامنځته کوي. په ختيځ کې يې د سيلانۍ چارې، په جنوب کې يې د نويو او

پرمختلليو تخنيکونو چارې، په لوېديځ کې يې د سازمانونو د جوړولو چارې او په شمال کې يې د کرنيزو توليداتو د چمتوالي چارې پرمختګ کوي.

بر سېره پردې شېن يانګ ښار د چاپيريال د ښه والي لپاره يو شمېر بنسټيز تاسيسات هم جوړ شوي دي چې په هراړخيز ډول په دغه ښار کې د هوا ککړتيا کنټرولوي.

د تازه شمېرنې له مخې، تېر کال په شېن يانګ ښار کې د دری سوه او درويشتو ورځو د هوا کيفيت ښه کچې ته رسېدلی و چې دغه شمېر د دوه زره او لومړی کال په پرتله دوه چنده دی. نو ويل کېږي چې د دغه ښار د هوا کيفيت په بنسټيزه توګه ښه شوی دی.

د شېن يانګ ښار په شان أن شان ښار هم د هوا د کيفيت د ښه والي لپاره ډېر تدبيرونه نيولي دي. دغه ښار د اوسپنو د ويلولو سل کلن تاريخ لري. نو د هوا د ککړتيا کمول د دغه ښار لپاره يوه ډېره ستونزمنه دنده ده. د أن شان د فولادو او اوسپنو د ويلولو شرکت د دغه ښار د ککړتيا يوه سرچينه ده. د دغه شرکت مرستيال ښاغلي ياو لين وويل دغه شرکت د اوسپنو د ويلولو په ترڅ کې د ککړتيا د مخنيوي لپاره د چاپيريال ساتنې په اړه د تصديو مسئوليتونه پياوړي، د اړوندو تخنيکونو د پرمخ بيولو بهير يې چټک او هغه تخنيکونه او سامانونه يې له منځه يوړولي دي چې ډېر انرژۍ يې کارولي او ډېر ککړ توکي ورسره رامنځته کيدل.

د توکيو توليدولو يو عصری بهير مو جوړ کړی چې د کارول شوی انرژۍ، توکيو او د ايستل شوی ککړتيا تر زياتې اندازې پورې کمه شوې ده.

پر شېن يانګ او أن شان سره بېره فو شون ښار هم د چاپيريال د ښه والي لپاره د دغه

ښار د جوړښت بيا تنظيم کړی چې ښې اغېزې يې کړې دي. د فو شون د ښاروال مرستيال ښاغلي شي که لو وويل دغه ښار نه يوازې د هوا ککړتيا د مخنيوي، بلکې د چاپيريال څارنه هم پياوړې کړې ده.

زموږ ښار د ککړو توکيو د بيا رامنځته کيدو د مخنيوي لپاره په پرله پسې توګه دچاپيريال څارنه پياوړې کړې ده.

د خبر له مخې، د لياو نينګ ولايت اړوند ارګانونه به په راتلونکې کې د ککړتيا د سرچينې د ادارې پر بنسټ د دوامدار اقتصادي پرمختګ او پاک توليد غوښتنه وکړي. پر همدې مهال به د هوا ککړتيا د کميدو په برخه کې په اغيزمنه توګه د پلي کولو لپاره زيات تدبيرونه ونيسي چې د ډېرو ښارونو د هوا کيفيت به په ښکاره توګه ښه شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040