د هند لومړی وزير سينګ د کابينې استعفا ليک وړاندی کړ
د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د هند لومړی وزير منموهن سينګ د روانې مياشتې په ١٨ نيټه ولسمشرې پراتيباها ته د کابينې د استعفا ليک وړاندی کړ او ولسمشرې د ده غوښتنه منلې ده او ويی غوښتل چې د سينګ حکومت د نوی حکومت له جوړيدو نه مخکی خپل مسؤليت ته دوام ورکړي.
د هند د ټولټاکنو د کميټې مشر پلان لري چې د روانې مياشتې د ١٨ نيټې له غرمې وروسته ولسمشرې ته د پارلمان د استازيو جرګې د نويو غړيو ليست وړاندی کړي. د ولسمشرې دفتر خبر ورکړ چې ولسمشره به د ملی ګانګرس ګوند په مشرۍ د اتحاد او پرمختګ ډلې ته چې په ټولټاکنو کې بريالی شوی،بلنه ورکړي نوی کابينه جوړه کړي. ځکه چې منموهن سينګ د نوی لومړی وزير لپاره د دغه ګوند له خوا وړاندی شوی کانديد دی نو هغه به د نوی حکومت مشری هم وکړي.