موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-05-22 17:16:12
د مونږ او اوريدونکي د خپرونې ګرانو مينه والو سلامونه او نيکي هيلې مې ومنئ . زه اياز پرهر يو ځل بيا ددغه پروګرام په ړواندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او ورځني چارې په ښه توګه تر سره کړی . لکه څنګه چې پدې پروګرام کې تل داوريدونکو راليږل شوي ليکوخپريږي خو ددې اونۍ په پروګرام کې به تاسو قدرمنو اوريدنکو ته د پښتو ژبې د يوۀ ليکوال او شاعر افضل شوق ديو کتاب په اړه معلومات اود هغه مرکه درته خپره کړو . ښاغلي افضل شوق د سي ار ای راډيو پښتو څانګې ته خپل کتاب هم راليږلی دی چې د کتاب نوم دی ( تويست اوف دی فئيتس چې د پښتو شاعرۍ پورې اړه لري او ٢٠٠٦ کال کې د يو امريکايې شاعر الې بو لينګ لخوا په انګليسي ژبه ژباړه شوئ دی او انترنت کې هم انلاين دی . او بايد ووايم ، چې دا کتاب د يوې چينې ښځي لخواهم ژباړل شوئ دی ، چې چيني وکړي کولي شي پدې کتاب کې راټول شوي معلومات تر لاسه کړي ، چې دا کتاب يې ژباړلی دی وايې ، چې دا کتاب د افغانا نو د ژوند د ببلابيلو اړخونو په هلکه ليکل شوئ دی .

غږږږږ

د تويست اف فئيتس په کتاب کې په ځانګړی توګه دميني ، دوستی او افغانانو ته د مصيبتونو او له سولې څخه د هغوی د غښتونو په هکله پکې معلومات راټول شوي دي . افضل شوق يوډير مهربانه شخصيت دی او له ژوند سره ډيره مينه لري .

ښه قدرمنو دوستانو ، زمونږ همکارې ډيوه له ليکوال او شاعر افضل شوق سره دياد شوي کتاب په اړه چې په چيني ژبه هم ژباړل شوئ دی مرکه کړی ، چې اوريدو ته يې تاسو رابولم .

قدرمنو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته روسيد ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ويسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040