د ٢٠٠٩ کال د موزيم نړيواله ورځ
ګرانو اورېدونکو، د مې اتلسمه نېټه د موزيم له نړيوالې ورځې سره برابر وه. په همدی ورځ د چين په يو شمېر ولايتونو او ښارونو کې ډول ډول اړوندې غونډې او نندارتونونه جوړ شوی چې له دی امله د موزيمونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی زيات شوي او زيات شمېر وګړيو موزيمونو ته تللي. د چين د تاريخی اثارو د اداری چارواکی وويل حکومت به په پر له پسی توګه مالی ملاتړ پياوړی کړي چې لازيات ملي موزيمونه په وړيا توګه پرانيستل شي.
د موزيم د نړيوالې ورځې د لمانځلو لپاره په چين کې تر اوبو لاندې يوازنی موزيم د مې په ١٨ نېټه په چونګ چينګ ښار کې په رسمي توګه پرانيستل شو. په شان شي ولايت کې د شي ان موزيم په همدی ورځ د چينګ سلسلې د ښيښيي ظروفو د تاريخی اثارو نندارتون جوړ کړی. په همدی ورځ په بېجينګ کې ٦٤ موزيمونو د خلکو د راجلبولو لپاره خپلې ځانګړې ځانګړتياوې ننداری ته وړاندی کړی .
بريټانيايی محصل اندرو چې په بېجينګ کې د پلازمينې له موزيم څخه ليدنه کوي، د موزيم له تاسيساتو او خدمتونو څخه يی خوښي څرګنده کړه . هغه خبريال ته وويل
(اواز ١ )
ډېر ښه ، زما په اند د موزيم ډګر او تاسيسات عصری او پرمختللي دی. دلته زما موخه دا ده چې د چين د تاريخی اثارو او ساختمانی چارو په اړه لومړني معلومات تر لاسه کړم.
د بهرنيو هېوادونو نندارچيانو ستاينه په وروستيو کلونو کې د ګڼ شمېر نندارچيانو د راجلبولو لپاره د چين د موزيمونو کوښښونو څرګندونه کوي. په تېره موده کې د پانګو د لږوالي او د اداری د وروسته پاتی والی له امله په چين کې د موزيم په اړه د عامه وګړيو پيژندنه کمزوری وه.
د نوموړی حالت د بدلولو لپاره د تېر کال له اپريل څخه په چين کې ځينې موزيمونه په وړيا توګه پرانيستل شوی دي. تر اوسه پورې په چين کې يو زر او اووه موزيمونه په وړيا توګه د نندارچيانو پرمخ پرانيستل شوي دي. د شمېرنې له مخې، په ٢٠٠٨ کال کې يو سل او پنځوس مليونه تنو له نوموړو موزيمونو څخه ليدنې کړی چې د ٢٠٠٧ کال په پرتله يو سلو شپېته سلنه زيات شوی دی. له موزيمونو څخه ليدنه ورځ په ورځ د خلکو د يو ډول رخصتۍ په توګه ګرځېدلی ده.
د چين د تاريخی اثارو د موزيمونو د مديريت مرستيال جانګ جيان شين وويل
( اواز ٢ )
په چين کې په وړيا توګه د موزيمونو د پرانيستلو بهير چټک شوی . په امريکا کې دا ډول ډېر لږ موزيمونه په وړيا توګه د نندارې لپاره پرانيستل کېږي.
د خبر له مخې، تېر کال چين په وړيا توګه د موزيمونو د پرانيستلو د ملاتړ لپاره يو مليارډ او دوه سوه مليونه يوانو په ارزښت پانګه لګولی ده، سږ کال به دغه شمېر دوه مليارډ يوانو ته لوړ شي. د چين د تاريخی اثارو اداری د مې په ١٨ نېټه اعلان وکړ چې چين به په روان کال کې په وړيا توګه څه د پاسه دری سوه نور موزيمونه پرانيزي. له دی څخه څرګندېږي چې د چين له څه د پاسه دوه زره څلور سوه موزيمونو څخه نيمه برخه به په وړيا توګه د نندارچيانو پرمخ پرانيستي وي.
ښاغلي جانګ جيان شين وويل حکومت به د موزيمونو د اداری نظام اصلاح کړي چې د غير دولتی پانګو د لګولو لپاره يې وهڅوي او خلکو ته لاښه خدمتونه برابر کړي .
(اواز ٣ )
حکومت به په پر له پسی توګه د تګلارو او مالياتو په برخو کې امتيازيات برابر کړي چې د موزيمونو ترمنځ نړيوالې تبادلې پياوړی کړي. په چين کې د موزيمونو لانور پرمختګ لپاره هم بايد د اداری کچې سويې پياوړی شي.
روان کال د موزيمونو د نړيوالې ورځې اصلی موضوع موزيم او سيلانی ده . د چين د پلازمينې د موزيم کارکوونکي چن جينګ وويل (اواز ٤ )
د موزيم د پرمختګ لپاره بايد د سيلانۍ اړوند توکي توليد او خپاره شي.
د چين د تاريخی اثارو د اداری چارواکی وويل د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله اوس په چين کې ډېرو موزيمونو د توکيو ايښودلو په هکله خپلې پخواني لارې چارې بدل کړی چې له نندارچيانو سره متقابلی تبادلی پياوړی او د موزيمونو او سيلانۍ ترمنځ تړاو ټينګ او لاغښتلی کړي.