د نوي چين د جوړېدو له شپېتو کلونو راهيسې د قوانينو سره سم د هېواد د اداري جوړښتونو په برخه کې برياليتوبونه

cri     (GMT+08:00) 2009-05-27 17:01:42

ګرانو اورېدونکو، د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې په اړه د نړيوالې معلوماتی سيالۍ پروګرام ته مو زه هوسۍ هرکلی کوم. په نننی پروګرام کې به موږ له تاسو سره په تېرو شپېتو کلونو کې د قوانيو سره سم د هېواد د ادارې په برخه کې د چين په برياليتوبونو باندې رڼا واچوو او وروسته به تاسو ته دوه پوښتنې درکړو چې د چين په لومړی اساسي قانون کې د عامو وګړيو څومره وړانديزونه راغونډ شوي وو؟ او نن ورځ په چين کې څومره قوانين پلي کېږي؟

د نولس سوه او نهه څلوېښتم کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په اړه د ما ځه دونګ د اعلانولو غږ په تيان أن مان ډګر کې د وګړيو د تودو چکچکو په اوازونوکې پټ شوی. د هغو وګړيو لپاره چې د اوږدې مودې لپاره له جګړو څخه وتلي ، د دغه هېواد په تاريخ کې يوه نوې پاڼه اړول شوې ده.

د نوي چين له جوړېدو وروسته په پنځم کال کې د چين د ولسي جمهوريت اساسي قانون خپور شو. مخکې يې د دغه قانون مسوده د دريو مياشتو د بحث لپاره ټولو وګړيو ته وړاندې شوه او يو مليون دری سوه او اتيا زره وړانديزونه راغونډ شول. د چين مشهور قانون پوه لي بو يون له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې په دې اړه په دغه

قانون کې د دوه مهمو اصولو يادونه وکړه:

د نولس سوه او څلور پنځوسم کال اساسي قانون ډېر ښه و. په دغه قانون کې هغه دوه اصول ليکل شوي وو چې قضائي خپلواکی او په ديموکراتيک ډول د قانون جوړول وو.

نولس سوه او اته اتيايم کال د نوي چين په تاريخ کې د يادونې وړ کال و چې په دغه کال کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پيل شوه او ورڅخه يې چين د سمسورتيا په لار کې ګام واخيست. دغه کال چين په ښکاره توګه هغه نظريه وړاندې کړه چې سوسياليستي ديموکراسۍ بشپړ او د سوسياليزم قانوني نظام جوړ شي. د جنائی قانون او د جنائې دعوی قانون په شمول د يو لړ قوانينونو په خپرولو سره د چين د قانوني ادارې طلايي وخت رارسېدلی و.

نن ورځ د اساسي قانون له مخې د چين ځانګړی سوسياليستي قانوني سيستم په بنسټيزه توګه جوړ شوی دی. د قوانينو پر وړاندې هر کس مساوي حقونه لري، له قوانينو سره سم د هېواد د ادارې او د بشري حقونو د هېواد د درناوي او ساتنې په ګډون يو لړ اصول هم په اساسي قانون کې ليکل شوي دي. هغه اصل چې له قوانينو سره سم د هېواد اداره په نولس سوه او نهه نويم کال کې د چين د يوې بنسټيزې تګلارې په توګه وټاکل شو. قانون پوه لي بو يون وويل:

زما په ژوند کې دوه کارونه د يادونې وړ دي: يو دا چې له قوانينو سره سم د هېواد د ادارې په اړه مې وړانديز وکړ او بل يې د بشري حقونو ساتنه ده. دغه دوه وړانديزونه

په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوې دي.

نن ورځ په چين کې د قانون جوړولو يو علمي سيستم جوړ شوی چې د اساسي قانون او په هغو پورې د اړوندو قوانينو، مدنی قانون، د سوداګرۍ، ادارې، اقتصاد ، ټولنې او د جرمونو په شمول يو لړ نور اغېزمن قوانين پلي کېږي چې شمېر يې دوه سوه او يو دېرشو ته رسېږي. په چين کې د اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې بېلا بېلې ساحې خپل اړوند قوانين لري چې ورسره د چين د قانوني ادارې کچه ډېره لوړه او پياوړې شوې ده.

قدرمنو اورېدونکو، تاسو همدااوس د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې د نړيوالې معلوماتي سيالۍ پروګرام واورېد. په نننی پروګرام کې تاسو ته دوه پوښتنې وړاندې کوو د چين د لومړي اساسي قانون د طرح کولو لپاره د وګړيو څومره وړانديزونه راغونډ شوي وو؟ او دوهمه پوښتنه، نن ورځ په چين کې څومره قوانين پلي کېږي؟

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040