په شين جيانګ کې سفر کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-05-29 16:27:13

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! کله چې خلک د چين په شمال لويديځ د شين جيانګ د اويغوری قوم خپلواکې سيمې ته ځي، لومړی د دغې سيمې مېلمه پال ملی لږکی او د دوی خاصې سمندرې او نڅاوې يادوي. د پروګرام په نننی کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د دغې سيمې يو لرغونی ښار ته ولاړ شو چې کوچه نوميږی. کوچه په اويغوری ژبه کې د لرغونی تاريخ معنی لري. د چين په تېره زمانه کې دغه سيمه چيوتس نوميده. کوچه د شين جيانګ د تيان شان غره د جنوبی برخې په منځ او د تاليمو د کاسې سيمې په شمال کې پروت دی چې د چيوتس کلتور سرچينه ګڼل کيږی. دغه سيمه د موسيقی ، سندرو او نڅاو وطن هم ګڼل کيږی. سيلانی ښاغلی ما شينګ تيان د لومړی ځل لپاره دغې سيمې ته راغلی او ويی ويل:

(لومړی اواز، د ښاغلی ما خبرې)

د شين جيانګ منظرې ډيرې ښکلی دي. د کوچه سيمې منظرې په تيره بيا د نورو سيمو په پرتله ډير توپيرونه هم لري چې د خلکو د خوشحالی او حيرانتيا سبب ګرځي. د دغې سيمې منظرې ډيرې په زړه پوری دي.

کوچه د چين د وريښمو د لرغونی لارې په منځنی برخه کې دی چې د چين د منځنی او لويديځو سيمو د کلتور يو ګډوالی دی. په دغه سيمه کې په تېره زمانه کې بودايزم د دوو زرو کلونو لپاره مروج وو چې د غرنی درو پر ديوالونو ګڼ شمير تصويرونه پاتی شوي وو. د دې ترڅنګ د چيوتس سندرې او نڅاوې ځلانډه تاريخی اثار هم دي. کوچه ښار د شين جيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د سيلانی له څلورو مشهورو ښارونو څخه هم شميرل کيږی چې په کې بی شميره غرنی درې، لرغونی ودانی او داسی نور تاريخی ميراث پراته دي. د بېلګې په توګه په دې ښار کې پنځه سوه غرنی درې چې په کې ښکلی تاريخی تصويرونه موجود دي، اتيا لرغونی ځايونه او شل زره مربع متره ديوالی تصويرونه ليدل کيږی. له دې جملې څخه کوموتولا او کيسيل غرنی درې چې په کې پر ديوالونو باندی څو سوه بودايی تصويرونه ليدل کيږی، اوه لس سوه کاله دمخه جوړ شوی وو.

ښاغلی تنګ شاو چن چې د سيلانۍ خدمتی شرکت مشر هم دی، په ځانګړی توګه له استراليا څخه دغه ځای ته راغلی دی. هغه وويل :

(دوهم اواز)

په دغه ځای کې ښکلی شيان ډير دي. زما په اند د ښکلو طبيعی منظرو نه پرته ډير کلتوری شيان د ليدلو وړ دي. بايد په نړيوال ډګر کې د چين په لرغونی کلتور باندی رڼا واچول شي. نو ځکه زه به ډير عکسونه واخلم او خپلو مېلمنو ته به يی وروښيم . بهرنی سيلانيان په ځانګړی توګه له چينی کلتور سره مينه لري. د شين جيانګ سيلانی چارې ښه راتلونکی لري.

دغه راز د شين جيانګ د سيلانی څلورم نړيوال فيستوال او د چيوتس د کلتور د سيلانۍ فيستوال د تير کال په جولای کې په کوچه کې پرانيستل شو. ګڼ شمير سيلانيانو له ځايی خلکو سره يو ځای د چيوتس کلتور احساس کړی دی.

کله چې سيلانيان د شين جيانګ کوچه ته راغلل ، دوی په هر ځای کې تازه ميوې ليدلی شی. د دې ترڅنګ د کوچه څانګړی خوراکونه، کوچنی چاړه، خولۍ ، کالۍ، بادام اوقره قُل هم ډير په زړه پوری دي.

د دې ترڅنګ د چيوتس سندرې او نڅاوې د چين د لويديځو سيمو وتلی استازيتوب هم کوي چې د جاپان، کوريا، فارس او ويتنام سيمو ته خپرې شوې وي.

د شين جيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د حکومت مرستيال هو وۍ د دغې سيمې د سيلانی چارو په اړه باور لري او وايی:

(درېيم اواز)

سيلانی د يو پل په توګه د چين د بېلابېلو قومونو او د بېلابېلو هيوادونو ترمنځ دوستی پياوړی کولی شی. موږ سيلانيانو ته بلنه ورکوو چې شين جيانګ ته ستاسو ښه راغلئ!

ګرانو دوستانو! د هر کال جولای، اګيست او سپتمبر د سيلانۍ لپاره ترټولو ښه وخت دی. د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. چين ته او شين جيانګ ته هرکلی کوو! خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040