په پسرلی کې د بيجينګ د نباتاتو پارک ته سفر کول

cri     (GMT+08:00) 2009-05-29 16:28:25

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! په دې پروګرام کې به د چين د بېلابېلو ښکليو ځايونو په اړه تاسو ته ځينی معلومات وړاندی کړم.

د بيجينګ د نباتاتو پارک د چين په شمالی برخه کې ترټولو لوی يو داسی ځانګړی پارک دی. د پسرلی په موسم کې خلک په دغه پارک کې بېلابېل ښکلی ګلان ليدلی شي .

د بيجينګ د نباتاتو پارک په ١٩٥٦ کال کې جوړ شوی چې په کې څه دپاسه لس زره ډولونه نباتات کرل شوي دي. هر کال د پسرلی په موسم کې په دغه پارک کې د شفتالو د ګلانو فيستوال ترسره کيږی چې ډير سيلانيان ځان ته راجلبوي. د روان کال د مارچ مياشتې په ٢١ نېټه په دغه پارک کې د بيجينګ د شفتالو د ګلانو ٢١ دروه فيستوال پرانيستل شوی چې د می مياشتې تر ٥ نېټې پوری به دوام ولري. د بيجينګ د نباتاتو د پارک د مشر مرستيال جاو شي وۍ وويل چې سږ کال په دی فيستوال کې شاوخوا دوه سوه ډولونه ګلان ننداره کيږی. هغه وويل:

(لومړی اواز)

د تير کال د تجربو له مخې د شفتالو د ګلانو د فيستوال په موده کې به نژدی يو مليون او پنځه لکه سيلانيان په دې پارک کې د ګلانو نندارې وکړي . د شفتالو ګلان په چين کې د يوې نيکمرغۍ نښې ګڼل کيږی نو سيلانيان هيله لري چې د شفتالو د ګلانو د کتلو له لارې خپل ځان او ملګرو ته نيکمرغی ورسوي. دغه راز زموږ کارکوونکی په دغه پارک کې د شفتالو په زرګونه ډوله ګلان کرلي دي چې ډولونه يی اووياوو ته رسيدلی دی.

ښاغلی ګوو شياو چن چې په حکومتی ارګان کې کار کوي، له خپلې ښځينه ملګرې سره دغه پارک ته د ساعت تيری لپاره راغلی دی . هغه وويل:

(دوهم اواز)

له يوې خوا پر موږ د کار فشار ډير زيات دی نو د شفتالو د ګلانو کتل د فشار نه پرته د ساعت تيری لپاره ښه لار ده . موږ په خوشحالۍ سره خپله رخصتی تيروو. بله خوا زه له عکاسي سره مينه لرم. د شفتالو غرنی ګلان ډير په زړه پوری دي نو زه غواړم د کامره په وسيله د دغو ګلانو ښکلی بڼې ثبت کړم.

د دې ترڅنګ د دغه فيستوال په موده کې به د نړۍ ډير مشهور ګلان هم ښودل شي. د بېلګې په توګه د اپريل مياشتې په منځ کې به ګڼ شمير د غاټول ګلان وليدل شي. ښاغلی جاو شي وۍ وويل چې اوس په دغه پارک کې د نړۍ ډير مشهور ګلان ليدل کيږی چې په تاريخ کې سارې نه شته . هغه وويل:

(درېيم اواز)

په وروستيو کلونو کې مو د غاټول ګل په ګډون ډير مشهور ګلان کرلي دي. اوس د دغه پارک د جګو ونو لاندی ښکلی غاټول ګلان ليدل کيږی. موږ غواړو چې د نړۍ ښکلی ګلان سيلانيانو ته وړاندی کړو.

د غاټول ګل نه پرته د بيجينګ د نباتاتو پارک يوه لويه ګرمه کوټه هم شته چې په کې د تودې سيمې ګلان روزل کيږی چې ډولونه يی دری زره او سل ته رسيدلی دی. په دغه ګرمه کوټه کې د سيلانيانو له ډلې څخه اغلی پان وويل:

(څلورم اواز)

نن د بيجينګ د نباتاتو پارک په لويه ګرمه کوټه کې ډير ښکلی ګلان زما تر سترګو ګيږی. له دې جملې څخه ډير ګلان يوازی د ځمکنی کرې په توده سيمه کې وده کوي. دوی ډير ښکلی او زما ډير خوښيږی.

د شفتالو ګلانو د فيستوال په موده کې په دغه پارک کې يو لړ کلتوری فعاليت هم ترسره کيږی. څاو شوي چين د چين په تاريخ يو ډير مشهور او ستر ليکوال و. په دغه پارک کې د ده د يادونې يو تالار هم جوړ شوی دی. سيلانيان په دغه تالار کې نه يوازی اړوندې نندارې کتلی شي بلکې چای هم څښلی شي.

ګرانو دوستانو! زموږ د نننی پروګرام له اوريدو وروسته تاسو اړوند معلومات ترلاسه کړي دي. دغه پارک ته ستاسو ښه هرکلی کوو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040