د شانګهای د نړيوال نندارتون داوطلبان

cri     (GMT+08:00) 2009-06-08 15:42:55

 ټولو ته معلومه ده چې د شانګهای د نړيوال نندارتون به د ٢٠١٠ کال د مې په لومړۍ نېټه به پرانيستل شي او د دغه نندارتون د داوطلبانو ټاکنه د روان کال د مې په لومړۍ نېټه په رسمي توګه پيل شوې. تر اوسه پورې، څه باندې يو لک تنو د داوطلبانو په ټاکنه کې نومليکنه کړېده. د شانګهای زيات شمير زاړه واړه ښځې او نارينه غواړي چې د دغه لوي نندارتون د لا ښه برياليتوب لپاره خدمتونه ترسره کړي. 

ګرانو اوريدونکو، دغه سندره چې تاسو واوريده، د دغه نندارتون د داوطلبانو لپاره جوړه شوې او نوم يې ستا تر څنګ دی . ددې سندرې د نوم غوندی د نندارتون داوطلبان د شانګهای ښار په لارو کوڅو کې په خدمت بوخت دي لکه ستا تر څنګ ولاړ دي.

د دغو داوطلبانو ډله په عمده توګه د زده کوونکو لخوا جوړيږي. د تېر مې په څلورمه نېټه چې د چين د ځوانانو جشن و ، د شانګهای د ځوانانو او هلکانو د پرمختيايي صندوق کارکوونکو په شانګهای کې هغو درېيو زرو ځوانانو ، هلکانو او نجونو ته پوښتنليکونه ورکړي چې عمرونه يې له ديارلس کالو نه تر پنځه دېرش کالو پورې دي. د شمېرنې سره سم په يادو شويو درېيو زرو تنو کې د دوه نوي سلنې تنه غواړي د داوطلب په توګه په دغه نندارتون کې خدمت وکړي. يې شياو چنګ چې د شانګهای د صنايعو د دوهم پوهنتون يوه زده کوونکې ده، دغه پلټنه مني . هغه د خپلو ټولګيوالو په شان دغه نندارتون ته ډېره پاملرنه کوی او هيله لری چې د داوطلبې په توګه د نندارتون په موده کې چوپړ او کار وکړي. دې وويل 

زه دغه نړيوال نندراتون ته ډېره پاملرنه کوم اود دې نندارتون د برياليتوب لپاره غواړم چې چوپړ او کار وکړم. په پوهنتون کې مې د داوطلبې په توګه په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون درلود. هيله لرم چې د دغه نندارتون د چمتوالي د کارونو په برخه کې خپل ځواک وقف کړم. اوس زموږ په پوهنتون کې د داوطلبانو نومليکنه پيل شوېده ، زياتو زده کوونکو خپل نومونه ثبت کړيدي ، نو سيالي مو ډېره سخته ده. هر کس تر خپلې وسې پورې د خپل توان او کيفيت د لوړتيا لپاره هڅه کوي.

د پلان سره سم به يو لکه او اويا زره تنه داوطلبان رابللی شي چې اويا زره تنه به د نندارتون په سيمه کې د سيلانيانو ، په نندارتون کې د برخوالو مېلمنو او خبري رسنيو لپاره د معلوماتي پوښتنې، له معيوبينو سره د مرستې ، د اړوندو فعاليتونو د تشکيلاتو او ژباړنې په برخو کې چوپړ وکړي. دغه راز يو لکه تنه نور داوطلبان به د شانګهای په يو زر خدمتي مرکزونو کې د بهرنيو سيلانيانو لپاره ښه خدمتونه وړاندی کړي. د شانګهای د نړيوال نندارتون د داوطلبانو د رابللو بهير د بېجينګ د اولمپيک لوبو د داوطلبانو د ټاکنې له پړاوونو سره يو شان دی. د دغه نندارتون د تياريانو کارونو د لارښوونې ډلې د داوطلبانو ګروپ مشر وانګ جونګ وي د داوطالبانو د رابللو کارونو په پرانستونکو مراسمو کې د شانګهای له ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه نندارتون د برياليتوب لپاره خپل خدمت ترسره کړي. ده وويل 

د ټولو انسانانو پوهنې او خيالونه به زموږ په ښار کې راغونډ شی، د نړيوالو سترګې به د دغه نندارتون د تر سره کولو له امله زموږ ښار ته وي. نو د دغه نندارتون برياليتوب د هر تن په کوښښونو پورې اړه لري.

ښاغلي وانګ وويل چې پر يادو شويو يو لکه او اويا زرو تنو داوطلبانو سربېره، له مليونو نه زيات ښاري داوطلبان به د شانګهای په ګوټ ګوټ کې د دغه نندارتون په موده کې د ارامۍ، پاکونې او همغږۍ د ساتلو لپاره د خپل توان په اندازه خدمتونه وکړي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون شعار دا دی : نړۍ ستاسو په وړاندی او موږ ستاسو په څنګ يو. باور لرو که تاسي په هغه وخت کې شانګهای ته ولاړ شي، په نندارتون کې ښودل شوي علمي، تخنيکي او کلتوري نوښتونه او اختراعات له نژدې کتلی شئ . دغه راز د شانګهای ښاريانو او داوطلبانو له ښې مېلمه پالنې او غوره خدمتونو څخه ګټې اخستی شئ .

ګرانو اوريدونکو، زموږ د ننني پروګرام په پای کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه يوه سندره واوروو.هيله لرو چې تاسی هم د دغه نندراتون په موده کې شانګهای ته ولاړ شئ. 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040