تايواني سوداګران په بحراني حالت کې سوداګريز فرصتونه لټوي

cri     (GMT+08:00) 2009-06-08 19:25:48

د وو هان او تايوان اوونۍ فعاليت په دې وروستيو ورځو کې د چين په منځني د هو بې ولايت په وو هان ښار کې تر سره شو. د تايوان تنګي د دواړو غاړو زر تنو کارپوهانو او د سوداګرۍ د برخې يو شمېر شخصيتونو په ګډه له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په اړه بحث وکړ.

هو بې ولايت د چين په منځني برخه کې د يو مهم ولايت په توګه خپل ښه جغرافيائی او اقتصادي شرايط لري چې د تايواني تصديو په ګډون د ډېرو تصديو پانګونې يې جلب کړې دي. د تېر کال تر پايه پورې په دغه ولايت کې د تايواني تصديو شمېر له دوه زرو څخه زيات شوی او د پانګونې عمومي ارزښت يې له پنځه مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. اکثرو تايواني تصديو په هو بې ولايت کې چټک پرمختګ کړی او د تايوان تونګ يي شرکت پکې شامل دی. دغې تصدۍ لس کاله مخکې په وو هان ښار کې په پنځه مليون امريکايي ډالرو سره خپل شرکت جوړ کړی و. تېر کال دغه شرکت شپږ سوه مليون يوانه ګټې اخيستې او په هغو څلويښتو تصديو کې چې د تايوان تونګ يي شرکت له خوا د چين په ستره برخه کې پانګونې کړي، تر ټولو ډېرې ګټې اخيستې دي. د تونګ يي شرکت مشر لين څانګ شېنګ تل په دې نظر دی چې د چين منځنۍ برخه، په تېره بيا هو بې ولايت د پرمختګ ښه راتلونکی لري. د نړيوال پولي بحران د خپرېدو په حال کې د هو بې ولايت په تېره بيا د وو هان ښار غوره والی ښکاره شوی دی.

خلک د نړيوال پولي بحران له امله د خپل ژوند په اړه بيا ترتيبوي چې دغه ترتيب به هرومرو د وګړيو ژوند ساده او اسانه لوري ته ورسوي. دغه ساده او اسانه لورئ د چين په منځني برخه کې د وو هان ښار د سمسورتيا تر ټولو ښه زمينه ګڼل کېږي. نو باور لرم چې وو هان ښار به يو ښه راتلونکی ولري.

پر تونګ يي شرکت سربېره نورو يو شمېر تايواني سوداګرو د نړيوال پولي بحران له خپرېدو وروسته هو بې ولايت ته پام اړولی دی. د چين د دولتي شورا د تايواني چارو د دفتر مشر وانګ يي د دياد شوی فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل اوس مهال د تايواني سوداګرو لپاره په هو بې ولايت کې د پانګونې يو ښه فرصت راغلی دی.

هو بې ولايت د ترانسپورټ اسانتياوې او بېلا بېل ډول مالونه لري. په دغه ولايت کې وګړي له خپل أرام ژوندڅخه ډېر خوند اخلي.ويل کېږي چې هو بې ولايت د هغو ډېرو تايواني سوداګرو پر وړاندې چې اوس د نړيوال پولي بحران د بدو اغېزو د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي، يو نوی ډګر پرانيستلی دی.

له يادو شويو کارپوهانو او شخصيتونو څخه ډېرو د لومړی ځل لپاره هو بې ولايت ته سفر کړی دی. په تايوان کې د غير منقولو اموالو يو مشهور شرکت د شيانګ لين شرکت مشر لای جېنګ يي وويل اوس مهال د هېواد ستره برخه ورځ په ورځ په منځني او لوېديځ کې پانګونې زياتوي او ورڅخه خپل ملاتړ پياوړی کوي. پر همدې مهال منځنۍ برخه د پانګونې يو ښه راتلونکی او ډېر زيات لګوونکي لري. د هو بې ولايت داسې ځانګړتياوې له لای جېنګ يي سره مرسته کوي چې په دغه ولايت کې د ده د پانګونې باور تينګ شوی دی. ده وويل

دا زما لومړی ځل دی چې د هو بې ولايت وو هان ښار ته سفر کوم. ما ليدلي چې دلته وګړي د ښاري أبادۍ لپاره ډېرې هڅې کوي او زما په اند دغه ښار د پرمختګ ډېر ښه راتلونکی لري. پخوا د هېواد ختيځه برخه د پرمختګ مرکز وه او نن ورځ دغه مرکز ورو ورو منځنۍ او لوېديځ ته تقليږی. هو بې ولايت د چين په منځني برخه کې پروت دی. وو هان ښار اته مليونه نفوس او هو بې ولايت دېرش مليونه نفوس لري. زه د دغه ولايت له راتلونکي پرمختګ نه ډېر خوشحال يم او پکې د پانګونې ډېر باور هم لرم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040