په چين کې د افغانستان لوی سفارت د لومړی سکرتر بابا خان اسلمي١

cri     (GMT+08:00) 2009-06-10 17:03:08

     

ښاغلی اسلمي او ژورناليست شکريه   

ګرانو اورېدونکيو!په نننۍ خپرونه کې مو په چين کې د افغانستان د لوی سفارت له لومړي سکرتر بابا خان اسلمي سره د زړه خواله کړې چې په چين او افغانستان کې يې د راډيويي خپرونو د ودې او پرمختګ او اهميت په اړه په زړه پورې خبرې کړې دي:

مننه، زما نوم بابا خان او تخلص مې اسلمي دی،اوس مهال په چين بېجينګ کې د افغانستان د لوی سفارت لومړی سکرتر يم،او د کولتوري مسايلو او په دې پورې اړوندې چارې پر مخ بيايم.د دې تر څنګ تحصيلي او سپورټي برخو مسايل او نور مسايل چې په دې برخه پورې اړه لري تر سره کوم.تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم،هغه دا دي په ځانګړې توګه د چين نړيوالې راډيو په اړه،چې هغه په درې څلوېښت مختلفو بهرنيو ژبو خپرونې لري او په لسو نورو ژبو له اړوندو سازمانونو هېوادونو سره همکارۍ لري چې په دې ترتيب ټولې دري پنځوس ژبو خپرونې لري،د کولتور ټولنيزو مسايلو او د ولسونو په نژدېوالي په برخه کې يې ښه اغېز ښيښدلی دی دغه خپرونې د دواړو هېوادونو خلکو لپاره ګټورې دي،چې له دې جملې څخه د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه د افغانستان او د چين د ولسونو تر مينځ يادولی شو،چې زيات شمېر اورېدونکي لري افغانستان د دوی د دې کار هرکلی کوي او موږ هيله من يو چې دا لا پراخوالی پيدا کړي،څنګه چې تاسو په جريان کې يئ په پام کې ده چې په اف ايم څپو کې يو ساعته خپرونې د کابل د ملي راډيو له لارې ډېر ژر پيل شي،د افغانستان اړخ هم منلې ده چې راډيو د پيغام رسولو لپاره يوه ګټوره او ارزانه وسيله ده چې ډېر خلک يې کار وي.

د افغانستان په اړه تاسو پوهيږئ چې مخکې موږ يوازې يوه دولتي راډيو او تلويزيون درلودل،د نوي حکومت له پيل وروسته د ١٣٨٠لېږديږ لمريز څخه را په دې خوا په دې اووه اته کالونو کې په افغانستان کې رسنيو،تلويزيونونو،د راډيوګانو شمېر ډېر زيات شوی دی،ويلی شو د پنځه وېشتو په شاوخوا کې له شخصي چينلونو شمېر اوښتی دی او د دې ټول تر څنګ يو ملي راډيو تلويزيون لري او نور ټول شخصي دي او د راډيوګانو چې شمېر يې لسګونو په شاوخوا کې دی چې په اف ايم څپو کې خپرونې لري چې د هېواد په مختلفو ښارونو کې دي.

د کومو راډيوګانو اورېدونکي ډير دي،او د څه ډول خپرونو مينه وال دي،په دې اړه مو له اسلمي څخه وپوښتل،نوموړي وويل:

پوهېږئ چې کوم ډول راډيو بهتره ده!دا په دې پورې اړوند ده چې په کوم وخت کې تاسو هغه څه ته اړتيا لرئ،هغه بايد په خپرونو کې ځای پر ځای شي تر څو د اورېدونکيو تنده پرې ماته شي،مثلا زه ويلی شم په ښارونو کې اکثرا د اف ايم څپو له لارې اورېدنکي راډيو ګانې اوري او د نوموړو خپو اورېدونکي زيات دي،ځکه په کومو څپو کې چې خپرونې کوي هغه په رڼه غږ اورېدل کيږي او هغه د غږ ستونزې چې اوږدې او لنډې څپې يې لري هغه ستونزې د اف ايم په څپو کې نشته.چې کولی شي خپل پيغام په ښه توګه ورسوي په همدې خاطر د غږ روڼه والی يې ښه وي او خلک ډېر لېواله وي چې د اف ايم له لارې يې واوري،مګر لېرې پرتو سيمو کې په کليو او بانډو کې خلک ډېر لېواله وي چې د هيواد او نړۍ په حالت ځان خبرې کې کړې چې په نړۍ کې څه نوې پېښې را منځته شوې دي.حنګه چې هلته د اف ايم د څپو شونتياوې نه شته نو د لنډو څپو له لارې خلک ډېره راډيو اوري.مګر زه په خپله که په کلي کې وم که په ښار کې په لنډو څپو کې راډيو اورم،مخکې چې زه په افغانستان کې هم وم د چين نړيواله راډيو مې اورېدله،په هغو وختو کې مې په زړه دي چې د شپې لس بجې به وې کله په خپرونو بدلون خوړ چې هغوی به خبرونه درلودل،ځينې کولتور خپرونې به يې لرلې،ځينی خپرونې به يې د چين د تاريخ په اړه وې،دا ډېر په زړه پورې وو،همدارنګه نورې راډيوګانې هم شته چې په پښتو او دري ژبو ژوندۍ خپرونې له افغانستان څخه خپروي،د بي بي سي راډيو ده،د امريکا غږ راډيو ده،د المان غږ راډيو ده همدا ډول د چين د نړيوالې راډيو ښپتو خپرونه،دا هر يو خپل اورېدونکي لري.

ښاغلي اسلمي د راډيوګانو د اغېز په رول باندې ډېرې ښې او په زړه پورې هر اړخيزې خبرې وکړې،چې په کوم وختونو او څپو کې خپرونې لري،وياندويانې ښه او په زړه پورې غږونه ولري،او د اورېدونکيو لپاره په زړه پورې توکي چمتو کړي.

تقريبا له يو کال څخه زياته موده کيږي چې زه په چين کې په دنده بوخت يم،دلته په يېجينګ کې د افغانستان د سفارت په لومړي سکرتريت يم،اوس مهال ډېری کولتوري څانګې چارو باندې بوخت يم د هغو له جملې څخه د محصلينو مسايل دي،سپورټي مسايل،د هيئتونو تبادلې چې د کولتوري چارو په اړه کيږي.د هغوی ګډون په سمپوزيمونو،کنفراسونو او همدارنګه لنډ مهالي کورسونه د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر چې تر سره کيږي د هغوی چارې سره همغاړې کوم،څنګه چې تاسې په جريان کې يئ د اولمپيک د بېجينګ په نړيوالو لوبو کې د افغانستان د لوبغاړيو ګډون په سفارت کې يې د چارو مسئوليت دنده زما په غاړه وه او په عين وخت کې زه د اولمپيک اتشه هم وم،د الله په فضل لکه څنګه چې تاسې خبر يئ موږ څلور کسه لوبغاري لرل چې وکړای شول يو مېډال په لاس راوړي،دا لومړنی مېډال وو د اولمپيک په تاريخ کې د افغانستان لپاره.همدا ډول نور چې ننداتونونه جوړيږي هغه سره همغاړي کوم موږ او زموږ هيئتونه په کې ګډون کوي،د افغاني کولتور ښودلو مقابل لوري د چين خلکو ته او همدارنګه د چين د خلکو ښودل او د هغو د تاريخ په اړه معلومات او د افغانستان د خلکو په برخو کې کار کوم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040