په چين کې د نامادی کلتوری ميراثونو د ساتنې کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-10 15:42:43

ګرانو اورېدونکو، د نامادی کلتوري ميراثونو په اړه د چين د چنګ دو دوهم نړيوال فسټيوال چې د چين د کلتور وزارت ، د سه چوان ولايت حکومت او د م م د ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان له خوا جوړ شوی، اوس د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې روان دی. په دغه فسټيوال کې ښودل شويو چينی نامادي کلتوري ميراثونو د چينايانو او بهرنيانو زياتې پاملرنې راجلب کړی دی. د چين اړوند چارواکی وويل په وروستيو کلونو کې چين د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته اړوند ځانګړي رپوټ د دی په هکله چمتو شي.

د شفاهی ادبياتو دودونه، د نندارو بېلا بېل په زړه پورې هنرونه، دوديز لاسی مهارتونه او د چوان او کون اوپيراګان ټول د چين نامادی کلتوري ميراثونه دي. د چين حکومت ، اړوندو ټولنيزو او ملکی سازمانونو په وروستيو کلونو کې د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره کوښښ کړی چې اوس زيات شمېر وګړي د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې شعور او فکر لري.

٤٥ کلن يانګ جيا ون د سه چوان ولايت د دان لنګ ولسوالۍ د سورني د غږولو پنځمې نسل وارث دی . هغه وويل له دی امله چې وګړي ورځ په ورځ له مروجو سندرو سره مينه لري، نو د سورني د غږولو زده کوونکي ګام په ګام کميږي. هغه وويل زه بايد د دغه مهارت د ساتنې او خپرولو لپاره خدمتونه وکړم.

( اواز ١ )

اوس په چين کې د واده لوېديځ ډوله مراسم مخ په زياتيدو دي او چيني دودونه ضعيف شوي دي ، دغه راز د واده په چيني مراسمو کې د سوني د ننداری وخت هم لږ دی. زما په اند د سورني د غږولو مهارت د ساتنې او خپرول زما يوه دنده ده .

يانګ جيا ون خبريال ته وويل اوس په دان لنګ ولسوالۍ کې په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د سو نا د غږولو زده کړی درسونه پيل شوي. هيله ده چې زيات شمېر وګړي به له دغه هنر سره مينه ولري. يانګ جيا ون هيله لري چې حکومت به د نامادی کلتوري ميراثونو د وارثانو د ننداری لپاره لازيات ډګرونه او اسانتياوي برابرې کړي.

چين له څو کلونو مخکې د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې پر کارونو پيل وکړ او تر اوسه پورې يې د وارثانو د اړوندو فعاليتونو د تر سره کېدو ، هڅولو او ملاتړ لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دي. بر سېره پر دی، چين په پر له پسی توګه د نامادی کلتوري ميراثونو په اړه اړوند قانونونه بشپړ کړی چې د اړوندې نړيوالې تبادلې لپاره ډېر ګټور دی.

د چين د کلتور وزارت مرستيال جو هه پينګ وويل چين د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې په برخه کې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړی دي.

(اواز ٢ )

د چين حکومت تل د نامادی کلتوري ميراثونو ساتنې ته پاملرنه کوي او يو لړ مهم برياليتوبونه تر لاسه کړی دی.

په بېجينګ کې د م م د ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان مدير سينګ د مرکې په ترڅ کې د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو او بېلا بېلو ټولنو د سترو کوښښونو ستاينه وکړه.

(اواز ٣ )

زموږ په اند چين د کلتوري او نامادي کلتوري ميراثونو د ساتنې په برخو کې د نورو پرمختيايي هېوادونو لپاره يوه بېلګه ده.

د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه کار پوه وو بينګ ان وويل چين د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې په بهير کې لاهم له سترو ننګونو سره مخامخ دی . هغه هيله څرګنده کړه چې ځينی سيمه ييز حکومتونه بايد خپل دريځ بدل کړي چې د نامادی کلتوري ميراثونو سوداګريز ارزښت ته زيات پاملرنه کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040