پر بزګرانو د موټر پلورلو په هکله امتيازي تګلاره

cri     (GMT+08:00) 2009-06-15 09:22:34

هره ورځ د سهار په شپږو بجو د شان دونګ ولايت د وې فانګ ښار د مې نومي کلي کې يو بزګر چې يانګ يون چېن نومېږي، د خپل موټر په چلولو سره د شيانو اخيستلو لپاره هغه بازار ته ځي چې له خپل کور څخه يې په شلګونو کيلومترۍ واټن کې پروت دی ، ځکه چې هغه د يو کوچني دکان خاوند دی او خپل دوکان له نوموړي بازار څخه سودار اوړي. د روان کال د مارچ مياشتې راهيسې دا دده د ژوند يوه نه هېرېدونکې برخه ده . مخکې له دې د يو موټر درلودل دده يوازې يو خيال او خوب و . خو د ژوند د ښه والي سره سم دده دا هيله اوس ترسره شوه .

د چين حکومت په دې حال کې چې نړيوال پولي بحران په ښارونو کې د موټر پلورلو پر بازار بدې اغېزې کړي، په کليوالو سيمو کې د اړوند بازار پرمختګ ته زياتې پاملرنه کړې او پر بزګرانو د موټر پلورلو په هکله امتيازي تګلارې يې ورسره خپرې کړې دي. اړوندو ارګانونو د بزګرانو د هڅولو لپاره يو لړ امتيازي تګلارې جوړې کړې دي تر څو هغه کوچني او بار وړونکي موټرونه واخلي چې د کليوالو سيمو له لارو سره برابر وي. اخيستونکي به له حکومت څخه پنځه زره يوانه مرستندويه پيسې تر لاسه کړي چې د دغې تګلارې په رڼا کې د موټر اخيستلو په اړه د ډېرو بزګرانو غوښتنه ځواکمنه شوې ده.

يانګ يون چېن د دغې تګلارې له پلي کېدو وروسته د يو موټر د اخيستلو پرېکړه

وکړه او د ډېرو خواوو د نظريو او وړانديزونو سلامشورو له اورېدلو وروسته يې په پای کې د دېرشو

زرو يوانو په ارزښت يو کوچنی موټر واخيست . ده له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د دغه موټر د اخيستلو لپاره دوه زره يوانه ماليات کم شوي او د يادې شوې امتيازې تګلارې له مخې مې درې زره يوانه مرسته تر لاسه کړه چې په پايله کې مې د شلو زرو يوانو په ارزښت دغه ښکلی موټر واخيست چې لس زره يوانه راته سپما شويدي.

پخوا د موټر اخيستلو په اړه د بزګرانو غوښتنه دومره ځواکمنه نه وه او د پلورل شويو موټرونو شمر هم کم و. نو د موټر جوړولو ډېرې تصدۍ په کليوالو سيمو کې پر دغه بازار باور نه درلود او هيله يې درلودله چې په ښارونو کې د موټر پلورلو له بازار څخه ګټې تر لاسه کړي. خو د يادې شوې امتيازې تګلارې د ښو اغېزو په رامنځته کېدو سره يو شمېر تصديو په کليوالو سيمو کې د سوداګريزو فرصتونو پر لټولو هم پيل کړی او هغه موټرونه يې توليد کړي دي چې په دغو سيمو کې کارول کېدای شي.د SGMW د موټر توليدولو شرکت له دغو تصديو څخه يو دی. د دغه شرکت مشر ښاغلي يانګ جه وويل دغه شرکت له يادې شوې امتيازې تګلارې څخه ډېرې ګټې تر لاسه کړې او د موټر پلورلو ارزښت په چټکه توګه زيات او لوړ شوی دی.

د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې مو دوه سوه او څلوېښت زره عرادې موټرونه پلورلي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه دېرش زيات

شوی دی. موږ ډېر خوشحاله يو چې اوس په بازار کې د موټر پلورل په ښه حال کې دي.

د موټر توليدولو پر تصديو سر بېره د موټر پلورلو شرکتونه هم ډېر خوشحال دي. د چانګ أن موټرونو د پلورلو دکان چې د بېجينګ ښار په شمال کې پروت دی، په دې وروستيو کې ډېر اخيستونکي ځان ته راښکلي دي. د دغه دکان مشر ښاغلي لي خبريال ته ويل پر بزګرانو د موټر پلورلو د امتيازي تګلارې له پلي کېدو راهيسې د کوچنيو موټرونو د اخيستونکيو شمېر په ښکاره توګه زيات شوی دی. ښاغلی لي وايي

د دغې تګلارې په رڼا کې موږ په دکان کې هر وخت سل عرادې موټرونه ساتو او د موټر اخيستلو په اړه بزګرانو ته ضمانت برابروو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040