تايوان ته د خبريالې فان لي چينګ لومړی سفر

cri     (GMT+08:00) 2009-06-15 14:43:21

 د سين هوا اژانس خبريالې فان لي چينګ او د چين د نيوز اژانس خبريال ګوه وي فنګ د ١٩٩١ کال په اګست کې د هانکانګ له لارې د تای بې د تاو يوان هوايې ډګر ته ورسېدل. دا د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو د پری کېدو له دوه څلويښتو کلونو وروسته له تايوان څخه د سترې برخې د خبريالانو لومړی ليدنه وه چې د دواړو غاړو ترمنځ د مطبوعاتي تګ راتګ په تاريخ کې د ډير مهم ګام په توګه ګڼل کېږي. له دغه سفر څخه تر اوسه پورې اتلس کاله تېر شوي او اوس فان لي چينګ د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر د مطبوعاتي ادارې مرستياله او ويانده ده او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ په تګ راتګ او همکارۍ کې د برخه اخيستنې دنده په غاړه لری . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ياد شوي سفر په اړه لنډ مالومات وړاندې کړم.

د ١٩٩١ کال په جولای کې د فو جيان ولايت د شي شه ښار د دوو بيړيو کب نيونکو د تايوان په تنګي کې د تايوان د ګاو شيونګ د يوې بيړۍ له کب نيونکو سره نښته وکړه چې دا د کب نيولو په چارو کې يوه معمولی پېښه وه . خو د تايوان اړوندو څانګو دغه پېښه د سمندری لوټمارۍ په نامه وبلله او د سترې برخې دوه بيړۍ يې ونيولې او ورپسې يې د سترې برخې اوه کب نيونکي د لوټمارۍ په تور دعوه وکړه. سترې برخې سمدلاسه د تايوان له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره يادی شوی دوه بيړۍ او کب نيونکي خوشي کړي. له يو لړ سلامشورو وروسته د تايوان ادارې موافقه وکړه چې د سترې برخې د سره صلب ټولنې کارکوونکي د همدې کال په اګست کې د دغې پېښې د حلولو لپاره تايوان ته ورسېږي او خبريالان هم ورسره مل وي چې له امله يې فان لي چينګ او ګوه وي فنګ تايوان ته د راپورتاژ فرصت تر لاسه کړ. فان لي چينګ وويل 

په هغه وخت کې د سترې برخې هيڅ خبريال د راپورتاژ لپاره تايوان ته د ورتګ فرصت نه درلود، په تېره بيا د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو له پری کېدو وروسته. نو کله چې دغه خبر مې واورېد ، ډير خوشحاله وم.

ځکه چې دغه سفر د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو د پرې کېدو له څلويښتو کلونو وروسته تايوان ته د سترې برخې د خبريالانو لومړنی سفر و، نو د بېلا بېلو خواوو پاملرنې يې راجلبې کړي دي. فان لي چينګ وويل 

کله چې الوتکه د تايوان د تاو يوان هوايي ډګر ته ښکته شوه، دواړه ډير خوشحاله او هيجان شوو چې تايوان په ريښتيا زموږ تر پښو لاندې دی.

ددې ترڅنګ سلګونو تنو تايواني خبريالانو د الوتکې د دروازې په وړاندې زموږ د راتګ انتظار کاوه چې په لومړی وخت کې د سترې برخې له خبريالانو سره مرکې وکړي. تايوان ته د رسېدو په دوهمه ورځ فان لي چينګ د يادې شوي پېښې په راپورتاژ بوخته وه او د تايوان خلکو هم ور سره ډيره مرسته کړې ده. د تايوان د قانون سره سم، خبريال په زندان کې له بندي سره د مرکې اجازه نه لری. خو د هغه زندان مشر چې د چين د سترې برخې کب نيوونکي پکې بندي وو ، د خبريالانو د راپورتاژ لپاره مساعده زمينه برابره کړېده .

د دواړو غاړو د خبريالانو جدي او له حقيقت سره مطابق راپورتاژ د کب نيونکو ترمنځ د دغې پېښې د سم حل و فصل لپاره د عامه افکارو له نظره ښه زمينه برابره کړې ده. تايوان ته د فان لي چينګ سفر لس ورځې دوام درلود. د اګېست په دوه ويشتمه نېټه سهاروختي فان لي چينګ او د سترې برخې نور کارکوونکي د الوتکې په ذريعه له تايوان څخه بيرته بيجينګ ته وخوځېدل. دې د دغه راپورتاژ د يادونې په وخت کې وويل چې که څه هم لس ورځې ژر تيرې شوي دي، خو د دواړو غاړو ترمنځ د مطبوعاتي تګ راتګ لاره لا هم اوږده ده ، نو دغه راپورتاژ د دواړو غاړو ترمنځ د مطبوعاتی تګ راتګ په تاريخ کې يوه مهمه نښه ګڼل کېږي. دې وويل 

زما په اند، مطبوعاتي تګ راتګ د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو، د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د پل ونډه لری. موږ بايد د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ د ډيالوګ د ژورتيا لپاره په جدي او له حقيقت سره مطابق راپورتاژ ترسره کړو .

اوس د تايوان په حالاتو کې لوی او فعال بدلونونه رامنځته شوي دي. د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو پرمختګ له نويو تاريخي فرصتونو سره مخامخ دی. نو د فان لي چينګ په اند، د دواړو غاړو مطبوعاتي کارکوونکي بايد تر خپلې وسې پورې د دغو اړيکيو د ټينګېدو لپاره کوښښ او چوپړ وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040