موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-16 09:39:10
قدرمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مي ومنئ ! زه ايازپرهر يم د مونږ او اوريدنکي پروګرام اوريدو ته ستاسو هر کلی کوم . . پاک رب دې وکړي چې روغيتا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي او زه به هم ستاسو ښلکلي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم .

لومړی دا ښکلی ليک را اخلم چې له کابل نه د عزيزي د کلب مشر سيدا عظم غزيزي راليږلی دی ، ده د سي ار ای راډو د پښتو څانګې ټولو کاروکونکو په تېره بيا ما ، ډيوه او غوټی ته سلامونه ويلي ، چې ورته عليکم وايم . سيد اعظم ورور په سر کې دسي ارای راډيو ټولو کارکونکو او د چين خلکو ته د نوي ٢٠٠٩ کال مبارکې ويلې ده . او ايې ، پدې هيله چې په خوشحالي سره يې تېر کړی . ګرانه وروره مونږ هم تاسوته د نوي کال مبارکي وايو هيله من يو چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند ټول چارې په خوشحالي سره تر سره کړې . دغه ورور زياتوي د سي ای ای راډيو په کابل او هلمند کې صفا اوريدل کيږي او ډيره ګټه ترينه اخلو . سيدا عظم د خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده په ځانکړې توګه د پښتو هندارې . بيا يې يوه ګيله هم کړې چې زمونږ ليکونه نه خپريږي . خو زه به ورته ووايم ، چې مونږ ته د اوريدنکو ليکونو ډير د اهميت وړ دي ، او ستاسو په ليکونو زمونږ خپرونه پر مخ ځي . هر کله چې ستاسو ليک مونږ ته په لاس را ورسيږي نو حتمي به يې درته خپر وو. دغه ورور د استاد اولمير په غږ کې د يوې سندرې غوښتنه هم کړيده چې د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې به يې و رته خپره کړو . او د ليک په پای کې څلوريزه لري ، چې زه به يې ورته ولولم .

غليمان دي چې ايمان را څخه وړي ------ دپښتو ژبې ديوان را څخه وړي

والله کې به يې خير وي په زړه کې -------- له ټولنې ستر انسان راڅخه وړوي . له دغه ورور نه مننه خدای دې وکړي چې څلوريزه مې ورته سمه لوستي وي .

٢ دا بل ليک له ژوب څخه انور مندوخيل را ليږلی دی ، د سلامونو تر څنګ يې ويلي ، چې دادې خپل ليک درته د خپرويدو په هيله ليکم . دا دې ورور ه مونږ هم ستاسو ليک درته خپر و کړ . انور ورور د پښتو هندارې ډيره ستاينه کړيده او وايې چې که نوې ګڼه يې خپره شوي وي ماته يې راوليږی . ولي نه حتمي به درليږو ، پښتو هنداره خو ستاسو اوريدنکو لپاره ده . او د ليک په پاې کې د سيالۍ د پاڼو غوښتنه کړيده . ګرانه وروره کله چې د سيالي پيل شي نو د پوښتنو پاڼې به حتمي ور وليږو . له انور ورور څخه مننه د ده د ښکلو ليکونو په هيله يو .

له پيښور نه د لسنرز کلب مشر بلال خان هم يو ښکلی ليک راليږلی دی . او وايې چې د سي ار ای راډيو کارکونکو ته په ورين تندي سلامونه وړاندې کوم . چې ورته عليکم وايم . دغه ورور د پروګرامونو ستاينه کړيده اود پښتو هندارې او چيني ژبې د لوست کتاب او داسې نورو موادو غوښتنه يې هم کړيده ، چې انشاالله ور وبه ليږل شي . بلال خان وروه له تاسو نه ډيره مننه .

د خوست ولايت له عليشيرو ولسوالۍ څخه رسول حسن ( حُسيني ) هم يو ليک راليږلی ، په سر کې يې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو په ځانګړي توګه د پښتو هندارې خپرونکو ته سلامونه ويلي دي . چې زه به عليکم ورته وايم . دغه ورور وايې ، ډير موده کيږي چې زما ليکونه په خپرونه کې نه خپريږي . ګرانه وروره کله چې ستاسو ليکونو مونږ ورسيږي نو امکان نلري چې نشر نشي ، مونږ ته راغلي ټول ليکونو خپريږي . رسول حسن ورور دوه وړانديزونه هم کړيدي ، چې په لومړي وړانديز يې پوه نشم . خو په دوهم وړانديز کې غوښتي دي ، چې تاسو بايد د راډيويې خپرونې په نامه يوه ننداره جوړه ګړې چې په هغه کې شعرونه ، ټوکې او د ځينو اوريدنکو تيلفوني خبروته پکې ځاي ورکړی .

ګرانه ستاسو له وړانديز نه ډيره مننه کوو ، دسي ار ای راډيو ستاسو وړوانديزو ته پاملرنه کوي او څومره چې امکان ولري ، هغه به عملي کړو . له تاسو نه نړۍ مننه دلا زياتو همکاريو په هيله مو يو .

دابل ليک بيا د مانسهرې له خراسان کلب څخه انورالحق حقاني راليږی ، چې د چين نړيوالي راډيو پښتو خپرونې کارکونکيو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندې کړي . زه به هم ور ته عليکم ووايم . انورالحق وايي ، چې له ده سره ملګري دي هر يو قدرت الله ارماني ، فضل الواحد ، سردارولي همراز او طارق اله دي . دی زياتوي د چين نړيوالی راډيو پښتو خپروني په ډير مينه او شوق سره اورو . دده په ليک کې نور څه نشته خو د خط د پاکټونو غوښتني کړيده تر څو مونږ ته ليکونه را وليږي . انورالحق ورورو پدې هيله چې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه را وليږې . له تاسو نه ډيره مننه .

بل ليک را اخلم چې د پيښور لسنرزکلب غړي عامر رضوان الله راليږلی دی . ددغه ورور په ليک ځانګړي څه نشته يوازې يې د سي ار ای راډيو ټولو کاروکونکو ته په ځانګړې توګه سپوږمۍ ، غاټول ، ليلا ، ډيوه ، اياز پر هر او احمد زلمی سلامونه ويلي دي . چې زه ورته د ټولو په استازيتوب عليکم سلام ووايم .

بيا وايې ، ما سره د پيښور لسرنز کلب غړي اود سي ار ای راډيو دايمي اوريدونکي هر يو عبداله او صمد خان دي او تاسو ته خط درليږم ، په دې هيله ليکوچې په پروګرام کې راته خپور کړی . عامر رضوان لله ورور زياتو چې ستاسې خپرونې په ډيره مينه اورو . دا دې وروره ليک مو درته خپور کړ، پدې هيله چې اوريدلی دې وې . په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پوره ليکونه راوليږي .

دا اوږد ليک مونږ ته د افغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی .

٤ د سلامونو تر څنګ يې د بيا هم د سي را ای راډيو د پښتو خپرونې ستاينه کړيده . سيد وراث ور ور وايې ، چې ٢٠٠٨ کال د چين د نړيوالې راډيو لپاره ښه او بختور کال و ، درې نړيوالې مسابقې چې په ټولو کې ښه مسابقه د چين ( بينجينګ اولمپيک ) لوبو سيالۍ ډيره په زړه پورې وه او ډيرو اوريدنکيو پکې برخه اخيستې وه . بل په زړه پورې ګام د پښتو خپرونې انترنټ نوې پاڼه چې په ٢٠٠٨ کال پيل شوه . اوبل ښه ګام دا وه چې د چين نړيوالې راډيو همکارانو نومونه په پښتو شول ، لکه ښپوږمۍ ، غاټول ، ليلا، هيله ، ډيوه ، غوټي ، هوسۍ ، خوشحال تايب ، احمد زلمی .

او بيا وايې ، هيله لرم چې په راتلونکي کې هم داسې بريالي کارونه وکړی چې د چين راډيو د اسمان د ښپوږمۍ په شان وځليږي . سيد وارث حنفي ورور په پای کې د سي راډيو ټولو اوسنيو او پخوانيو کار کونکو ته د نوي ٢٠٠٩ کال مبارکي ويلې ده .

له سيد وراث حنفيي رورو نه ډيره مننه کوو ، خو يو څه بايد زه ورته ووايم ، چې پښتو همکارانو نومونه له پخوا راهيسې پښتو نومونه ، داسې نه دي چې په ٢٠٠٨ کال بدل شوي وي . بيا هم ستاسو له ښکلي ليک نه مننه کوو ،د نورو همکاريو په هيله .

د ا بل ليک لولم چې د فيصل اباد له امين اباد کلي څخه زمونږ نوي اوريدنکي رازق شاهد او ملګرو يې راليږلی دی . او په سر کې يې خپل د ميني ډک سلامونه ويلي دي ، چې سلامونه ته يې عليکم سلام وايو . دا ورور وايې ، چې دی د سي ار ای راډيو پخوانی اوريدنکي دی او هره ورځ انګليسي او اردو خپرونې اورې . خو له پښتو خپرونو سره زمونږ د خپرونې همکار رفيع اله مندوخيل اشنا کړی دی . رازق شاهد وروره دادی ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، پدې هيله چې زمونږ د خپرونی هميشنۍ همکار پاتې شې . ا و دليک په پای کې يې خپرنيزو توکيو غوښتنه کړيده . چې انشاالله دا توکي به ورته ور وليږو .

دا بل ليک زمونږ بل قدرمن اوريدنکي غلام جيلاني راليږلی دی . او ايې ، د چين د نړيوالي راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه وايم په ځانګړې توګه د پښتو هندارې جوړونکيو ته . بيا وايې ، چې له ما سره دوستان دي هر يو ، محمد قاهر انور ، محمد علي عمري ، دوست محمد ، ګران ګل ، محمد خروټی ، رحمت اله خروټی ، عبدالعزيز ، طيب خان، دريا خان حقمل ، اکرام فګار او داسې نور . ګرانه وروره نام خدای د دوستانو شمير خو دې ډير زيات دی .

غلام جيلاني ورور وړاندې وايې ، چې مونږ ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اور ، په ځانکړې توګه د چيني ژبې لوست خو ډير خوند کوي . زياتوي چې ستاسو له راډيو نه مونږ ډير شيان زده کړي دي . او ډيره ګټه ورڅخه اخلو او دا هيله لرو چې تاسې به نور هم په زړه پورې پروګرامونه جوړ کړی . ګرانه وروره زمونږ همکاران تل هڅه کوي چې ستاسو په خوښه پروګرامو نه جوړ کړي

د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ له يوراج کلب څخه هم ګڼ شمير د اوريدونکو ليکونو راليږلي دي . نام خدای ليکونو نه يې ډير دی ځکه په جلا جلا توګه نه شو خپرولی ، يوازې نومونه به يې ورته واخلم . محمد صديق کامران ، سليمان الدين کا کا ، اسدله اسد . مفتاح اله حليم ، حضرت اله امين ، نصرت اله سنګر ، جمشيد ، رسول حسن حٌسيني ، محمد شفيق مقاليد يار ، مختار همت زي ، نعيم اله اهنګر او رفيع اله رفيعي . ددغو ورورنو ليکونو مونږ يو ته ځاي رسيدلي چې پدې کې دځينو دوستانو دوه يا هم درې ليکونه راليږلي دي . له دوی نه نړۍ مننه کوو . د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

او وروستې ليک بيا هم د بلال خان دی ، وايي : زما له طرفه ، خوشحال تايب ، سپوږمۍ ، غاټول ، ليلا، ، ډيوه ، زلمي او داسې نورو همکارانو ته د مينې ډک سلامونه وړاندې کوم .. چې سلامونو ته يې عليکم وايم . دغه ورور وړاندې

ويلي چې زمونږ دا ليک په پروګرام کې شامل کړی . زه ستاسو ډير پخوانی او فا

دار اوريدونکی يم . ځکه په دوو مياشتو کې مې په ډيره مينه ليکونه درليږلي خو يو هم په پروګرام کې شامل نه شو .

ګرانه وروه دادې دا ځل مو ستاسو ليک په پروګرام کې شامل کړ . او بيايې ويلي چې له پښتو ژبې سره ډيره مينه لرم . او پای کې د مجلې او پاکټونو غوښتنه کړيده . ستاسو له ښکلي ليک څخه ډيره مننه ستاسود لا زياتو همکاريو په هيله .

قدرمنو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسيد ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040