موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-16 09:42:32
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې تل خوښ خوشحاله اوسئ او د ژوند چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو زه هم ستاسو راليزلی شوي ليکونه درته ولولم .

لومړی ليک را اخلم له مانسهرې نه د خراسان کلب مشر نثار احمد احمدي راليږلی دی . وايې سلامونه احترامات او نيکې هيلې مې قبولی کړی .

دغه ورور په ليک کې ډيرې ګيلې کړيدي خدای خير را پيښ کړي . نثارحمد خان وايې ، چې له تاسو نه ډير ګيله من يم هغه دا چې زه يو څه موده مصروف وم او نشو مې کولای چې خپرونې ته ليک در واستوم . ګيله مې پدې راځي چې ولي خپل دايمي او فادار همکار هيروی .

بيا وايې ، چې ايا دا ستاسو پاليسې ده ؟ کله چې نوې همکار پيدا کړی نو پخوانی وفادار همکار له هيره وی . احمدي وړاندې وايې ، پوره شپږ مياشتې کيږې چې ستاسو لخوا خپرندويه توکي ماته ندې را ليږل شوي پښتو هندارې له چاپه راوتلي ده ، خو نه موماته او نه مو هم زمونږ د کلب نورو غړيو ته را ليږلی ده . ايا مونږ ستاسو اوريدنکي نه وو .

نثار احمد وروره مونږ ستاسو ګيله د سر په سترګو منم . پدې اړه د چارو د له مسولي ډيوې سره ستاسو ګيله شريکه کړه . بل دا چې پدې وروستيو ورځو کې ستاسو د کلب د غړو له خوا مونږ کوم ليک ندې راغلی . که راشي نو دا پروګرام بې له ستاسو ليکونه څخه پر مخ نه ځي تاسو مه خفه کيږي اوهم مه خوا بدی کيږي ، داسې کومه خبره نده چې مونږ نوي اوريدنکي پيداکړو نو پخواني اوريدنکي هيرو کړو . تاسو زمونږ سرو سترګې يې . خدای وکړي د خپل همشنۍ همکار پاتی شي . مونږ ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله يو .

دا بل ليک را اخلم چې د سي ار ای د ليسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی . په سر کې يې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي ، چې ورته عليکم سلام وايم .

بيا يې ليکلي چې د سي ار ای راډيو د خپرونو په هلکه مو ډيرو دوستانو ته ويلي او هغوی هم اوس د سي ار ای راډيو خپروني ډير په شوق سره اوري . او زياتوي چې هغوی هم ليکونه در ليږلي چې ډير ژر به در ورسيږي .

او د ليک په پای کې يې ويلي چې د پښتو خپرونو تر څنګ دوی د انترنټ له لارې د سې ار ای راډيو اردو ، انګليسي ، عربي ، فارسي ، روسي او هندي خپرو ني هم اوري . او د پښتو هندارې او نور توکيو د ورليږلو غوښتنه يې کړيده . په دولاړو سترګو حتـما به يې دروليږو . له مندوخيل ورور څخه ډيره مننه .

دا بل ليک چی په انګليسي ليکل شوی دی ، سيد عباس حٌسني راليږلی ، يوازې ويلي ،چې دسي ار ای راډيو پښتو څانګې ته دا زما لومړی ليک دی چې درليږم . او بيا وايې چې ستاسو خپرونې په دوامداره توګه اورم ، ماته خپرندويه توکي را وليږی .

سيد عباس وروره ګمان کوم چې دې ته ورته ستا څو ليکونو مونږ ته رسيدلي ، له تاسو نه مننه د چارو مسولي ستاسو ليک لوستې او د امکان په صورت کې به تاسو ته خپرنيز توکي در وليږي .

دا بل ليک له ديره اسماعيل نه د ال عوان لسنرز کلب مشر حاجې لېاقت راليږلی دی . دغه ورور د سلامونو تر څنګ د ٢٠٠٩ د را تلو مبارکې ويلي ده او يو ښکلي پست کار چې شعرو نه هم پکې ليکل شوي راليږلی دی . خو لياقت ورور شعرونه تکرارې دي او په تېرو خپرونو کې خپاره شوي دي . له ده نه مننه کوو . پدې هيله چې په راتلونکې کې خپلې خپرونې ته ښکلي ليکونه راوليږي.

دا ليك هم د مانسهرې له چهړيانو څخه راهيب اله راليږلى دى . دغۀ ورور د سي ار اى راډيو ټول كارونكو ته سلامونه ويلي دي او زياتوي چې : مونږ د خراسان كلپ ټول كاروكونكي د سي ار اى راډيو ته ليكونه ور ليږ و او ستاستو روغيتا د الله پاك څخه غواړو ، خداى د ى وكړي چې زمونږ سلامونه قبول او منظور كړى عليكم قدرمنه ورور ه . بيايې ليكلي چې مونږ ته د ليكونو پاكټونه راوليږى .

دا بل ليک به ولولم چې له پيښور دلسنرز کلب مشر بلال خان راليږلی دی . دغه ورور د سي ای ار راډيو ټولو کارونکو ته په ځانګړې توګه ما، سپوږمۍ ، احمد زلمی ته سلامونه وړاندې کړيدي . چې عليکم ورته وايم .

بلال خان وايې ، لومړی خو ستاسو پرورګرامونه ډير زيات ښه دي او ټول پروګرامونه اورو . او زياتوي چې په رب يقين وکړی ،چې زه د سهار چای څښکم او تاسو ته دا خط ليکم . ګرانه قسم ته اړتيا نشته مونږ پوهيږو چې تاسو له خپلي خپرونې سره څومره مينه لری.

بلال خان بيا له مونږ نه د کلب په اړه د سند غوښتنه کړی . خو زه پدې موضوع پوه نه شوم . خير په هر حال ما تاسو ته د تيلفون له لارې هم ويلي ، چې مونږ نه پوهيږيږو تاسو څه ډول سند غواړی . او ستاوروستې خبره د ليک ځواب په اړه دی . خو ګرانه وروره د ليکونو ځوابول د ډيوې مسوليت دی . د ليک په پای کې يې يو شعر هم راليږلی دی . چې دابه ورته ولولم .

چې موسم وي د بهار بلبل چغار کړی ------- ورپسې وي انقلاب دخزان وينم

د عاشق له زړنه يو الله خبر وي ------- د معشوق په لاس کې تيرو کمان وينم

خوب خندا زما حرام شو ای ناصحه ------- زه بلال چې دا حالت د جهان وينم

بلال خانه وروره له تاسو نه مننه ، ښکلی شعر وو خدای وکړي چې ستا خپل شعر وي .

دا بل ليک بيا هم زمونږ هميشني همکار رفيع الله مندوخيل له ژوب څخه راليږلی دی . دغه ورور ماته ، خوشحال تايب ، غوټۍ ، ډيوې ، هوسۍ ،زلمي ، غاټول او نورو همکارانو ته سلامونه ړواندې کړيدي . چې ورته عليکم وايم .

وايې ، خپروني مو تل ټول ملګري په مينه او شوق سره اورو . کومه نيمګړتيا پکې نشته . اوس ډير خلک زمونږ د کلب له برکته ستاسو دايمي اوريدنکي دي . او بيا به هم پدې برخه کې هڅه کوو چې ډيرو خلکو ته دسي ار ای راډيو معرفي کړو .

مندوخيل ورور وايې ، چې له ډيرې مودې راهيسې پښتو هنداره نه دی راغلی . غوښتنه يې کړی ، چې د ليک له رسيدو سره سم پښتو هنداره راوليږی . له مندوخيل ورور نه نړۍ مننه . د لازياتو همکاريو په هيله يو .

دا بل ليک د پيښور لسنرز کلب غړي عبداله راليږلی دی ، په سر کې د سې ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي . عبداله ورورو وايې . دا زما لومړی ليک دی چې خپرونې ته يې درليږم او د خپرونې ته بلال خان معرفي کړی يم . زياتوي چې ستاسو خپرونې مې ډير خوښيږي او هيله ده چې زما ليک راته خپور کړی .

عبداله جانه د سي ار راډيو دپښتو خپرونې ستا د همکارۍ هر کلی کوو .مونږ هم دا هيله لرو چې تاسو زمونږ دايمي اوريدنکی او همکار پاتی شی . او د ليک په پای کې ليکلي چې ستاسو د ځواب به تمه يم . ګرانه دا دی ستاسو ليک مې درته خپور کړل ، نو انشااله د ليکو د برخي مسول به درته ستاسو د ليک ځوا ب در وليږي . ستاسو د نور ليکونو په هيله .

داليک هم له مانسهرې څخه د خراسان کلب غړي قدرت اله ارماني راليږلی دی . په سرکې يې د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي ، چې عليکم سلام ور ته وايم . بيا وايې : چې له ده سره ملګري دي هر يو لطليف اله وفا ، طارق اله همدرد او اصيل

محمد صديقي .

قدرت اله ورور يو معلوماتي مطلب هم راليږلی دی چې خپرونې د کموالي له امله يې ورته خپرولی نشو . نو ګرانه وروره زه بخښنه ومنئ . دغه ورور د ليک په پای کې ويلي چې د سي ار ای راډ يو ټولی پښتو خپروني په شوق سره اورو . په ځانګړې توګه ، مونږ او اوريدنکي ، چيني ژبې لوست ، چيني او بهرنۍ موسيقي .

قدرت الله جانه له تاسو نه ډير مننه کوو . دنورو همکاريو په هيله .

دا ليک دخوست ولايت د عليشيرو والسولی له يوراج کلب څخه زمونږ بل اوريدنکي محمد شفيق مقاليد يار راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ وايې ، چې ستاسو خپرونې اوس په هر کلي او بانډه کې اوريدل کيږي او مونږ په هر مياشت کې يوه غونډه لرو چې دخپل کلب او د سي ار ای راډيو په هکله خبرې کوو.

او د خپرونو اوريدو د زياتو اوريدنکو د راجلبولو لارې چارې يوبل ته ورښي يو . محمدشفيق ورور وړاندې وايې ، چې د خوشحال تايب او امان الله عمران خبرې په زړونکو کې لکه ملهم ليږيږي . دغه ورور د ليک په پای کې ملتونو راليږلي دي .

١- باز چې هر څومره خوارشي چنګښې نه خوري . ٢- ړانده ته شپه او ورځ يوه شان دي . ٣- هوښارته اشاره ،کم عقل ته کوتک .٤- خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ده . ٥- پردې خواړه ياپور دي يا پيغور. ٦- تر خه خوره خو ترخه مه وايه .

بل ليک را اخلم چې له چمن څخه محمد عيسې وفا راليږلی ، او هيله من چې همداسې له خپلي خپرونې سره وفاردا پاتې شي . د سلامونو ترڅنګ يې ويلي ، چې په قلعه زال کې ستاسو خپرونې سمي نه اوريدل کيږي . عيسي خان ورور د نازينه اقبال په غږ کې د سندرې خوښتنه کړيده ، چې سندره به ورته د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې خپره و کړو . بل يې د پښتو هندارې کليزه او نورو خپرنيزو توکيو غوښتنه يې کړيده . زه ورته ووايم چې مونږ سره ستاسو د اړتيا وړ تو کي وي ، نو حتمي به يې در وليږو .

له محمد عيسي وفا وروره نه ډيره مننه کوو ، اود راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

دا بل ښکلی ليک بيا له ديره اسماعيل خان دال عوان کلب مشر لياقت علي عوان ، ريحان عوان او ميران علي راليږلی دی . د سلامو ترڅنګ يې د سي ار ای راډيو ټولو کارونکو ته د نوي ٢٠٠٩ کال مبارکي ويله ده . دغۀ ورور وايې، چې د پښتو هنداره ورسيدلې ده او په ليدو يې ډير خوشحاله شو .

لياقت علي عوان ورور وايې ، چې په تير پروګرام کې مي خپل ليک واوريده ، خوشحاله شوم . ګرانه وروره مونږ د ټولو اوريدنکو ليکونو ورته خپرو، خو ځيني وخت له يو ځاي په يوۀ وخت د يو شمير اوريدنکو ګڼ ليکونه را رسيږي چې ورته يو ځاي يې نه شو خيرولی او دليک په اخر کې د پښتو هندارې غوښتنه کړيده .

زه ټولو قدرمنو اوريدنکو ته ووايم . کله چې هم پښتو هنداره چاپ شي ، نو ټولو اوريدنکي ته يې ليږو ، ځکه دا ستاسو اوريدنکو لپاره ده . پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته نور په زړه ليکونه راوليږی .

قدرمنو اوريدونکو ! مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي

٥ شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ويسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040