موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-16 09:46:11
د مونږ او اورېدونکي پروګرام درنو اورېدونيکو نېکې هيلې او سلامونه، پاک رب دې وکړي چې د خوښۍ او سلامتۍ پر جامه پټ اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم، او هيله لرم چې د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ تر څو زه هم ستاسو راليږلي ليکونه درته ولولم .

په لومړي سر کې درې ليکونه وينم او داسې ښکاري چې په يو قلم او د يو تن لخوا ليکل شوي وي ، خو راليږونکي يې بېل دي ، دا درې واړه ليکونه د افغانستان د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ د ميراج کلب غړو راليږلي دي ، لومړی ليک د سلطان محمد دی ، هغه تر سلام وروسته وايي ، ښه شو چې په عليشېرو ولسوالۍ کې شهزاده احمدزي يو کلب جوړ کړ، او زه ددې کلب غړی يم ، سلطان محمد د پښتو هندارې غوښتنه کړې له دغه وورو نه مننه کوو دده د نورو همکاريو په هيله يو .

دا ليک د باختر کلب غړي عبدالقدير خپلې خپرونې ته راليږلی، عبدالقدير تر سلام وروسته

ځينې پوښتنې کړي چې په تېرو خپرونو کې مو ځوابونه ورته ويلي و ، هيله ده چې اورېدلي يې وي ، بيا يې هم له ليک څخه ډېره مننه .

دا ليک د باختر کلپ څخه قومندان د سي أر ای پښتو خپرونې ته راليږلی ، قومندان يو ښکلی شعر هم راليږلی چې زه به يې تاسو ته ولولم :

که ديدن نه وي نه تياره او نه رڼا شته *** نه لمر او سپوږمۍ نه څه ځلا شته

ښه کتاب د ناپوهانو په نظر کې *** تش کاغذ دی نه يې خط نه يې معنا شته

هر څه شته دي چې څه غواړې *** په دې شرط چې ورسره سترګې بينا شته

قومندان وروره ، خوندور شعر دې راليږلی و. له تاسو څخه ډيره مننه .

بل ليک له ژوب څخه زمونږ بل اوريدنکي نجيب الله کليوال راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي چې خپرونې مو تل اورو خوخپل لومړی ليک تاسو ته در ليږو. ددغه ورور په ليک نور څه نشته او ور څخه ډير مننه کوو ، چې له خپرونې سر ه يې خپله همکاري پيل کړيده . پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته ښکلي ليکونه او په زړه پورې مضمونونه راوليږي .

٢ - دا ليک بيا هم د باختر کلب څخه فضل هادي مجاهد راليږلی، مجاهد د پښتو څانګې ټول کارکوونکيو ته سلامونه ويلي دي او زياتوي زه هيله لرم چې د سي أر ای راډيو پروګرامونه په ټوله نړۍ خپاره شي .

ډېره مننه فضل هادي مجاهد ستاسو له ښکلي ليک او هيلې څخه .

دا بل ليک هم له نا معلوم ځاي څخه مليار راليږلی دی : مليار هم پرته له سلام اوکلامه مخامخ شعر ته مخه کړې ، او د شعر څو بېلابېل بيتونه يې راليږلي دي چې يو بيت به يې ورته ولولم :

ټول دوستان دي راجمع په محفل کې *** که ته راشې خوشحالي به يو په دوه شي .

ګرانه مليار جانه فکر کوم هغه شعرونه او بيتونه چې تاسو موږ ته راليږلي ډېر ښکلي وي ، خو ريښتيا خبر دا ده چې ما ونه کولای شو ستا شعرونه ولولم همدا يو بيت مې هم په زحمت ولوستلو . نو دومره زيار او زحمت چې باسې او موږ ته ليکونه ليکې او بيا يې را استوې ، نو مهرباني وکړه لږ يې ورو او واضح وليکه چې ولوستل شي او په لوستلو سره يې تاسو او نور ټول اورېدونکي خوند ترې واخلي .

بل ليک را اخلم چې د خوست ولايت د عليشيرو و لسوالۍ نه د يوراج کلب مشر شهزاده احمدزي راليږلی دی . وايې ، د چين راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم . شهزاده ورور ويلي ، چې خپرونې مو ټول په شوق سره اورو او ستاسو د برياليتوبونو په هيله . بيا زياتوي ، چې مونږ کوښښ کوو چې تاسو ته ښکلي ليکونه در وليږو خو ډير په کراره خپريږي . او هم يې د امان الله عمران په هکله پښتنه کړيده ، چې مونږ اوريدنکي پروګرام به پخوا هغه په مخ بيولو او اوس نشته ، دا ولي ؟

ګرانه شهزاده وروره ، مونږ د ټولو اوريدنکو ليکونه ورته خپرو، ځکه مونږ تل ولي چې د مونږ او اوريدنکي خپرونه ستاسو له ليکونو پرته نه خپريږي ، مونږ به يې ولي ستاسو ليکونه ته پکې ځاي نه ورکوو .

بل دا چې امان اله عمران اوس د چين له نړيوالې راډيو سره کار نه کوي . پدې هيله چې خپل ليک مو اوريدلی وي . د ليک په پای کې د پاکټونو غوښتنه کړيده او يو شعر هم راليږلی ، چې په پښتو هنداره کې يې را ته چاپ کړی .

له شهزاده احمدزي نه څخه مننه کوم او دنور همکاريو په هيله يو .

دا بل ليک له مردان څخه ډاکتر محمد ذبير حسرت راليږلی دی ، وايې ، چې د ميني ، محبت او خلوص نه ډک سلامونه ، نيکي هيلې او پيرزوينې مې ومنئ ، چې زه به هم ورڅخه په سر کې مننه وکړم .

حسرت وررو زياتوي ، چې د پوښتو هندارې د دولسمې ګڼې په لوستو ډير خوشحاله شوئ دی چې پکې د بيلا بيلو مينه والو عکسونه او دهغوی مضمونونه چاپ شوي دي . دی وايې ، تاسو چې د پښتو ژبې ، ادب او ثقافت ته څومره خدمت کوئ د ډيرې ستاينې وړه خبره ده . دغه ورور په پاې کې د يوشمير همکارانو نومونه اخيستې اوپه ځانګړې توګه يې ورته سلامونه ويلي، چې زه ورته عليکم ووايم . له ډاکتر ذبير څخه مننه .

دا بل ليک هم د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د يوراج کلب څخه ګل زاده راليږلی دی ، نوموړی وايي چې زموږ له خواو ورليږل شوي خپرنيز توکي ټول ورسېدلي دي او ډېر پرې خوښ دی .

دغه ورور وايي چې په راتلونکې کې هم همدا شان خپرنيز توکي را واستوی ، ګرانه ګل زاده ستا له ليک څخه مننه ، خوښ شو چې خپرنيز توکي در رسېدلي دي .

موږ هم ستا څخه هيله لرو چې خپله قلمي همکاري همداسې ټينګه وساتې او په راتلونکې کې ښکلي ليکونه راوليږی .

دا ليک بيا له چارسدی څخه معشوق جان کاموال راليږلی دی . دغۀ ورور د سلامونو تر څنګ ګيله کړيده چې تاسو تل په خپلو خپرونو کې وايې چې د خپرونو په هلکه وړانديزونه او نيوکې که لري نو د انترنټ او يا هم د ليکونو له لارې را وليږلی .

خو کله چې مونږ نيوکې در ليږو په خپرونو کې يې نه خپروې او هم زمونږ درليږل شوي عکسونه په پښتوهندارې کې ورته ځای نه ورکوې . . زياتوې چې زمونږ ليکونو په نه خپروی .

اود خوشحال تايب څخه يې هم ګيله کړيده ، چې له دوی سره اړيکي نه ساتي .

قدرمنه ورورمعشوق جانه تاسو اوريدنکي زمونږ سر و سترګې يې . دا امکان نلري ، چې ستاسو ليکونه او سالمي نيوکې مونږ ته ورسيږي او مو نږ يې خپرې نکړو .

بل دا چې زمونږ ټول همکاران هڅه کوي له اوريدونکو سره اړيکي ولرې ، خو ځيني وخت د زياتو کارونو له امله نشي کولی له تاسو سره خبرې وکړي . تاسو پدې مه خپه کيږې ، کله چې تاسو مونږ ته زنګ وهی ، نو يو نه يو همکارمو ستاسو تيلفونو ته ځواب وايې . پدې هيله چې د خپرونې دايمي همکار پاتي شې ، ستاسو د ښکلو ليکونو په هيله .

زرګل خان هم له نا معلوم ځايه يو ليک راليږي او مخامخ يې د شعر ويلي خوا ته مخه کړيده . ددغه ورور شعر تکرارې دی . بيا هم ور څخه مننه کوو او هيله من يو چې په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پورو ليکونو را وليږي .

دا ليک بيا دافغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې د چين نړيوالې راډيو ټولو کار کونکو ته دنوي ٢٠٠٩ کال مبارکي ويلې ده ، چې زه به هم ورته د ټولو په استازيتوب د نوي کال مبارکي ووايم . حنفي ورور وايې ، چې خپرونې مو ښه په مينه او محبت اورو او ښکلي معلومات ترينه لاس ته راوړو .

زياتوي چې د چين نړيوالی راډيو زمونږ د ژوند يو حصه جوړه شويده او انترنټ پاڼه وخت په وخت ګورو .

سيد وارث ورور ويلي ، چې زمونږ د مطبوعاتو لخوا (( د بهير پاڼۀ )) قبوله کړی . دا زمونږ د افغان کلتوري بهير مياشتنۍ خپرونه ده او انشاالله هر وخت به يې تاسو ته در ليږو . خو بيا ګيله کړيده چې ستاسو لخوا مونږ ته نشراتي توکي نه راځي .

ګرانه وروره ، کله چې مونږ سره نشراتي يا مطبوعاتي توکي وي ، نو ستا سو اوريدنکو لپاره دي او هرو مرو به يې تاسو ته در ليږو . بيا هم ستاسو د ښو همکاريو په هيله يو .

دا ليک د مانسهره له خراسان کلب څخه راهيب الله روان راليږلی دی . ددغه ورور په ليک کې هم ځانګړې څه نشته يوازې سلامونه ويلي او غوښتي دي ، چې ليک يې ورته خپور کړو. راهيب اله روان وروره دادی ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، له ستاسو نه مننه ،خو په راتلونکي کې کوښښ وکړی ، چې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږی

دا ليک لولم چې له ژوب څخه صالح جلالزي راليږلی دی . په سر کې ماته ، ډيوې او د پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي ، چې زه ورته عليکم ووايم .

صالح جلا لزی وايې ، چې دا زما لومړی ليک دی پدې هيله چې راته خپور يې کړی او هم پښتو هنداره راوليږئ .

قدرمنه وروره دا دی ستاسو ليک مو درته خپور کړ پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه را وليږی او زمونږ هميشنۍ همکار و اوسئ .

دا بل وروستی ليک بيا هم د بلوچستان د انجونو له ليسې څخه چې دا ځل يې هم دليسې نوم يې ندې ليکلی نجيبه ، شافيعه ، څانګه ، وسيله ،ليمه ، شريفه ، تورپيکی ، غنچه ، ملالۍ او نور ملګرو يې راليږلی دی .

دغو خويندو د سي ار ای راډيو ټولو کار کونکو سلامونه ويلي په ځانګړې توګه غاتو ، ډيوې او هوسۍ ته چې زه به ورته عليکم سلام ووايم . . بيا وايې ، مونږ انترنټ ته لاسرسی نلرو خو ستاسې خپرونې د راډيو لارې اورو . دغو خويندو وړانديز کړې چې په پښتو هندارې کې د چين د ښځو د ژوند په اړه معلومات خپاره کړی . او هم يې د پښتو

هندارې د ٦٠ ګڼو غوښتنه کړيده ، چې په ښونځي کې يې په نور نجونو وويشي . او سياليو د ځوابي پاڼو غوښتنه کړيده .

دادې ستاسو بل ليک مو هم درته خپور کړ ، خدای دې وکړي چې اوريدلي مو وي . پدې هيله چې دسي ار ای راډيو له پښتو خپرونې سره تل همکاري وکړي او که خدای کول نو د راتلونکو سياليو پاڼې به در وليږو .له ستاسو څخه نړۍ مننه .

ښه قدرمنو دوستانو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

قدرمنو اوريدنکو او د خپرونی مينه والو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . خوشحاله اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040