موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-16 09:50:50
د مونږ او اورېدونکي د پروګرام قدرمنو مينه والو سلامونه او نيکي هيلې ، خدای دې وکړي چې روغ او خوشحاله اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم .

هيله من يم ، چې د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ تر څو ستاسو راليږل شوي ليکونه درته ولولم .

په سرکې زما مخ ته د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ د ميرااج کلب د غړيو يو شمير زيات ليکونه پراته دي . چې هر يو نوربادشاه ، سلطان محمد، محمد انور ، رحمان اله او صديق اله ليکونه راليږلي دي .

دوي په سر کې د سي ار ای راډيو ټولو کارونکيو ته سلامونه ويلي دي . د نور بادشاه په ليک کې ځانګړي څه نشته يوازې ويلي ، چې خط درليږم راته نشر يې کړی .

سلطان محمد بيا وايې ، چې دا زما دويم ليک دی هيله کوم چې راته نشر يې کړی ، څوبيتونونه يې هم راليږلي ، خو دا بيتونه يې تکراري دي ، ځکه په تيرو خپرونو کې نشر شوي دي .

محمد انور هم ويلي چې زما ليک راته خپور کړي او يو ه ټوکه يې هم راليږلی ده ، چې سرليک دی سپين ګيری . وايې يو سپين ګيری سړی په لاره کړوپ ګړوپ روان وو يعني ملايې کوپه وه ، يو ځوان په مخه ورغی او ورڅخه يې پوښتنه وکړه چې بابا جانه څه لټوی هغه ورته وويل چې ځواني لټوم . ښه ټوکه له تاسو نه مننه .

رحمان اله بيا ويلي دي ، چې زما ليک در ورسيد راته خپور يې کړی ، ځکه دا زما لومړی ليک دی . او صديق اله هم وايې چې دا زما دوهم ليک دی هيله کوم راته نشر يې کړی ، يو څو بيته يې هم راليږلي ، چې ورته وبه يې ولولم .

که سپين او سرۀ يې په کور کې ډير وي --------- چې نه علم او نه عمل وي

بيناد نشته اخر به خوار شي ---------- بخت به تر کومه ور سره مل وي .

له دغو قدرمنو دوستانو ډيرمننه کوو ، خو هيله منديو چې په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه او ښکلي مطالب راوليږي .

له ژوب څخه زمونږ همکار اود سي ار ای د لسنرز دکلب مشر رفيع الله مندوخيل پنځه ليکونه مونږ په يوۀ وخت رسيدلي او زه به هم ټول ورته خپاره کړم ، ځکه کله نا کله رفيع الله ورور له مونږ ګيله کوي چې په اونۍ کې دوه ليکونه در ليږم ، خو تاسو يې مونږ ته نه نشروي .

مندوخيل صاحب په سر کې د سي ار ای راډيو ټولو کارونکو ته سلامونه ويلي ، چې عليکم ورته وايم . دا ورور په لومړي ليک وايې ، خوشحاله شو چې تاسو د مونږ او اوريدونکي د څو اونيو پروګرامونه په انټرنټ پاڼه کې خپاره کړی . بل ويلي چې پښتو هنداره هم په ويب پاڼه کې خپره کړي.

مندوخيل په دويم ليک د ويلي چې اوس زمونږ د کلب له برکته ډير خلک ستاسو خپرونې اوري او په پام کې لرو ، چې په کلب کې يو غونډه جوړه کړو او د ښار ټولو خلکو ته بلنه ور کړو . نو غوښتي يې دي ،چې ددغې غونډې لپاره پښتو هنداره او داسې نور توکي راوليږی .

. دوه نور ليکونه يې ورته شان دي . او په وروستي ليک يې ويلي ، چې ستاسو لخوا راليږل شوئ يوه کڅوړه ( پاکت ) مونږ د څلور سوه کالدارو په بدل کې چې څلوپست يون کيږي ، تر لاسه کړه . دا ځکه د پوسته خاني مسئول ويلي ، چې دا ددغه پاکت ټکس دی . خو پاکټ مو چې خلاص کړ يوازې د ډيوې يو ليک او وړه نانځکه پکې وه

.

مندوخيل وروره پوښتنه کوي چې ايا تاسو خپلو پاکټونو لګښت نه ورکوئ ؟ ايا تاسو همدا يو نانځکه راليږلی وه ، بل دا چې په لاره کې کڅوړه ( پاکټ) پرانستل شوئ وو .

مندخيل وروره ستاسو ګيله او د ليک په هکله مې ډيوې ته معلومات ورکړل ، تر څو پدې هکله ستاسو ددې ليک په ځواب کې تاسو معلومات در کړي . له تاسو نړۍ مننه ، د لا زياتو همکاريو په هيله مو يو .

بل ليک را اخلم چې د افغان کلتور بهير مشر سيد وارث حنفي راليږلی دی . په سر کې يې د راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي ، چې عليکم سلام ورته وايم .

حنفي د تل په شان وايې چې ستا سو خپروني ډير په شوق سره اورو او ښه په زړه پورې معلومات ترينه اخلو.

خوايې چې افغان کلتوري بهير د پښتو څانګه نه ګيله لري هغه دا چې ، د سي ار ای راډيو پښتو څانګه د پخوا په څير مونږ ته مطبوعاتي توکي را ليږل ،خو اوس له مونږ سره مرور شوي ياست . سيد وارث وروره خدای مه کړې داسې نه ده چې له تاسو سره مرور شو ، ما تل ويلي ، هر ډول مطبوعاتي توکي چې د څانګې په واک کې وي ، نو حتمي يې اوريدونکو ته ورليږي ، دا ځکه چې دا توکي ټول ستاسو لپاره چاپيږي او هم به يې تاسو ته درليږي .

البته يو څه بايد اضافه کړم ، چې پښتو هنداره هر درې مياشتي وروسته چاپيږي ، نو کيدای پکې ځنډ راشي . پدې هيله قناعت مو حاصل شوئ وي ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

بل ليک را اخلم چې د پيښور د لسنرز کلب مشر بلال خان راليږلی دی . بلال خان خپرونې ته تل ښکلي ليکونه راليږي او په سر کې يې ماته ، خوشحال تايب ، سپوږمۍ ، غاټول ، ليلا ، زرينه ، ياسمين ، شکريه ، احمد زلمي ، هيله او تقاعد شويو همکارانو ته سلامونه ته سلامونه وړاندې کړيدي .

بلال خان ورور وايې، د سي ار ای راډيو پروګرام تل په شوق او علاقې سره اورم . او خپرونې ته يې ښکلي ليکونه او شعرونه هم راليږلي دي . زه به يې د يوۀ شعر څو بيته ورته ولولم .

زړه مي خوشحاله وي، جونګړه کې تنها چې اوسې --ابررحمت پرشي زحمت،سيلئ باران راشي

زه يې تصوير او تصور سره ژوندن ژوندون تېره وم__ داسې په ځان د ليونتوب زما ګمان راشي

پکې محصوريم،دروازي مي د کور بندي شولی--- هغه بيا کله زما په بند مکان راشي .

بلال خان ورور څونور شکلي شعرونه هم خپرونې ته راليږلې ، خو ټول شعرونه ورته نشو خپرولی، ځکه د خپرونې وخت کم او نام خدای اوريدنکي مو زيات دي . خو په پای کې بياهم د سي ار ای راډيو د سند غوښتنه کړيده . بلال خانه وروره له تاسو نه نړۍ مننه .

دا ښکلي او اوږد ليک به رواخلم چې د افغانستان د نجات ملي کلب مشر صاحب شاه کوټوال او کلب غړيو يې راليږلی دی . دغه ورور د پښتوهندارې د نوي بڼې مبارکي ويله ده او پکې د اوريدنکو لپاره د کټور موضوع ګانو يادونه کړيده . .

صاحب شاه کوټوال ويلي ؤ چې مونږ ددې هندراې له هر برخې سره مينه لرو او غواړو چې دغه نوې مجله د تل لپاره چاپ کړی شي .

بيا زياتوي چې مونږ غواړو په راتلونکي کې پدې هنداره کې دا متحتويات زيات شي . په چين کې د بهرنيانو ژوند ، په چين کې د بې وزلو خلکو ژوند ، د چين تاريخ او کلتور ، د چين بزرګرانو ، د ورغتيا ساتنې ، د چين د مسلمانانو کلتور ، دندې ، او خوراکونه ، سياينس ، د ٢٠٠٨ کال سپورت ، چيني فلمونه او چنينې خوراکونو .

ګرانه وروره ، تاسو ډير په زړه پورې وړاندېزونه کړي وو ، خو د سې ار ای راډيو په پښتو ويبپاڼه کې يو شمير دا پروګرامونه شته ، بيا هم که چيرې په پښتو هندارۍ کې يې امکانات وي نو حتمي به دغو پروګرامونه پکې ځاي ورکړو .

صاحب شاه ورور نه ډيره مننه کوو پدې هيله په راتلونکي کې خپل پروګرام ته په زړه ليکونه راوليږی.

دا ښکلی ليک را اخلم چې له کابل نه د عزيزي د کلب مشر سيد إعظم غزيزي راليږلی دی ، ده د سي ار ای راډو د پښتو څانګې ټولو کاروکونکو په تېره بيا ما ، ډيوه او غوټی ته سلامونه ويلي ، چې ورته عليکم وايم .

سيد ا عظم ورور په سر کې دسي ارای راډيو ټولو کارکونکو او د چين خلکو ته د نوي ٢٠٠٩ کال مبارکې ويلې ده . او ايې ، پدې هيله چې په خوشحالي سره يې تېر کړی . ګرانه وروره مونږ هم تاسوته د نوي کال مبارکي وايو هيله من يو چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند ټول چارې په خوشحالي سره تر سره کړې .

دغه ورور زياتوي د سي ای ای راډيو په کابل او هلمند کې صفا اوريدل کيږي او ډيره ګټه ترينه اخلو .

سيد ا عظم د خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده په ځانکړې توګه د پښتو هندارې . بيا يې يوه ګيله هم کړې چې زمونږ ليکونه نه خپريږي . خو زه به ورته ووايم ، چې مونږ ته د اوريدنکو ليکونو ډير د اهميت وړ دي ، او ستاسو په ليکونو زمونږ خپرونه پر مخ ځي .

او وروستی ښکلي ليک را خلم چې له مانسهرې څخه زمونږ بل نوي همکار کفتان ځدراڼ راليږلی دی. دغه ورور د سي ار ای راډيو ټولو کارونکيو ته سلامونه او نوي کال مبارکې ويله ده . او هم يې خپرونې ته د انسان يو ښکلي مطلب او هم يو شعر راليږلی دی .

کفتان ورور وايې ، چې ستاسو ټولو پروګرامونه په شوق سره اورم ، خو زمونږ او اوريدکي پروګرام مې زيات خوښيږي . او بيا يې ويلي دي ، چې غواړم ستاسو هميشنۍ همکار شم .

کفتان وروره خپرونې ته ستاسو د همکارۍ هرکلی کوو هر کله مونږ ته همداسې ښکلي او په زړه پورې ليکونه راوليږی . دا خپرونه ستاسو له همکارۍ او ليکونو پرته پر مخ ځي . د دغه نوي همکار دا شعر چې په ښکلو رنګونو يې ليکلی دی ، يوازې به دا ورته لولم ځکه ټول ليک يې د خپرونې د وخت د کموالي له امله ورته نشو خپرولی پدې هيله چې زمونږ بښنه ومني . شعر يې لولم .

چې د احسان ، احسان ليکمه د قلم په څوکه ---- راز دکوګل ورته سپيړمه د قلم په څوکه

چې د ناترسه په ګوزارمې سپين ارمان شو پاتې ---- هغه جهان انځورمه د قلم په څوکه

د پخوانی لارې ملګرې قدم مه دروه ---- نوی هدف نن درته ږدمه دقلم په څوکه

د سپينی پاڼې رنګين مخه له رازونو ډکه ---- همدرد چې زړه پرې څڅوي د قلم په څوکه

همدرد صاحب نه ډيره مننه ، دده لا زياتو همکاريو په هيله يو .

قدرمنو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسيد ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No: 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د مونږ او اوريدنکي ددې اونۍ پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چار

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040