موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-16 09:56:27
د مونږ او اوريدنکي د پرورګرام عزت منو مينه والو د ميني ډک سلامونه مې قبول کړئ . زه اياز پرهر خوښ يم چې ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . خدای دی وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند په ټولو چارې په ښه توګه پر مخ بوځی . دا دی پدې خپرونه کې بيا هم ستاسو قدرمنو اوريدونکو يو ګڼ شمير ليکونه را سره دي ، د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو ستاسو ليکونه درته ولولم .

د خپرونې لومړی ښکلی ليک را اخلم چې په ډير ښکلي خط ليکل شوی دی . د پښتوتنخوا له مسلم باغ څخه محمد علي عمري راليږلی دی . تر هر څه وړاندې د چين د نړيوالي راډيو د پښتو څانګې په ځانګړې توګه د مونږ او اوريدنکي د پروګرام چمتونکو سلامونه ويلي ، چې ورته عليکم سلام وايم .

دغه ورور ويلي ، چې خپرونې مو اورم ډيرې په زړه پورې دي ، همدارنګه ستاسي انټرنټ پاڼه هم ګورم چې د ستايلو وړده . بيا وايې ، چې درنو همکارانو ستاسو له لوري چاپ شوی مجله پښتو هنداره راورسيدله زيات پرې خوشحاله شوم . څښتن تعالی دې ستاسو پردې ستره لار چې د يښتو ژبې ته خدمت کوی ، بريالي لره .

محمدعلي عمري ورور د ناشناس په غږ د يوې سندرې غوښتنه کړی ، چې سندره به ورته د خوښي کړو سندرو په پروګرام کې خپره کړو . او په پای کې يې يوه ښکلې څلوريځه راليږلی چې دابه ورته ولولم .

وخت به ارومرو باچاکړي سړی - خوکه د وخت قدر پيدا کړي سری

وخت به يو تت شانی خوځښت نه ګڼو – وخت کله کله ډير رسواکړي سړی

له محمد علي ورور نه ډيره مننه پدې هيله چې په راتلونکي کې هم همدا ښلکي ليکونه په ښکلي خط را وليږي .

دا ليک له مانسهرې څخه زمونږ هميشني همکاراو د خراسان کلب مشر نثاراحمد احمدي راليږلی دی . په سرکې يې د راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه ويلي دي او وايي ، چې ډير خوشحاله شو چې تاسو پخپلو خپرونې کې بدلون راوستی دی . او بيايې يو وړانديز کړی چې پخپلو پروګرامو کې دپښتو ادب ته ځای ورکړی نو ډير زيات به خوشحاله شو ، ځکه زمونږ پښتانه دپښتو ادب په اړه زيات معلومات نلري . احمدي وړاندې ويلي ، چې په پښتو هندارې کې چينې ژبې ته هم ځای ورکړی ځکه د چيني ژبې لوست مو بلکل ورک کړی دی .

٢-نثاراحمد احمدي دا نسان تر عنوان لاندې يو مطلب هم راليږلی ، چې د انسان بدن څه دی

چې پرې شهيدا ده دا نړۍ – يوه خاورينه ودانۍ ده اويوه نښه د عبرت . احمدي وروره پوه نشوم چې د شعر کوم بيت وکه د انسان په اړه کومه جمله ، په هر حال ستاسو په زړه پورې مطلب ډير اوږدی نو نشو کولی چې دا ټول درته خپور کړو ، هيله ده چې زمونږ بښنه ومنئ .

له تاسو څخه ډيره مننه ستاسو د راتلونکو همکاريو په هيله .

بل ليک ر اخلم چې د خوست ولايت د عليشيرو و لسوالۍ د ميراج کلب مشر شهزاده احمدزي راليږلی دی . وايې ، د چين راډيو ټولو کارکونکو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم . شهزاده ورور ويلي ، چې خپرونې مو ټول په شوق سره اورو او ستاسو د برياليتوبونو په هيله . بيا زياتوي ، چې مونږ کوښښ کوو چې تاسو ته ښکلي ليکونه در وليږو خو ډير په کراره خپريږي .

ګرانه شهزاده وروره ، مونږ د ټولو اوريدنکو ليکونه ورته خپرو، ځکه مونږ تل ولي چې د مونږ او اوريدنکي خپرونه ستاسو له ليکونو پرته نه خپريږي ، مونږ به ولي ستاسو ليکونه ته پکې ځاي نه ورکوو پدې هيله چې خپل ليک مو اوريدلی وي . دغه وورو د ليک په پای کې د پاکټونو غوښتنه کړيده او يو شعر هم راليږلی ، چې په پښتو هنداره کې يې را ته چاپ کړی .

له شهزاده احمدزي نه څخه مننه کوم او دنور همکاريو په هيله يو .

دا بل ليک بيا د پيښور د لسنرز کلب غړي عامر رضوان ورور راليږلی دی او سي ار ای راډيو د پښتوڅانګي ټولو کارونکو ته سلامونه ويلي دي . ددغه ورور په ليک کې نور څه نشته يوازې ويلي چې ستاسو خپرونې په مينه سره اورم. مهرباني وړکړي مونږ څه نا څه معلومات راوليږی. او په پای کې اياز پرهر او سپوږمۍ بيا هم سلامونه ويلي .

عامر رضوان وروره پدې پوه نه شو چې تاسو د څه په اړه معلومات غواړي ، ځکه ستاسو په ليک دا واضح شوي ندي . له تاسو څخه مننه ستاسو د راتلونکو همکاريو په هيله .

دا بل ليک له فيصل اباد څخه رازق دانش راليږلی دی . ددغه ورور په ليک هم څه نشته يوازې په څو ښکلو رنګونو ليکلي چې دا بهترين د سي ار ای پښتو سرويس . بيا په انګليسي ژبه يې ليکلي چې له پښتو څانګې سره مينه لرم . او پښتو هنداره دې زنده باد وي . له دغه ورور څخه مننه کوم پدې هيله چې په راتلونکي خپرونه ښکلي ليکونه راوليږي .

٣- د ابل ليک له کابله د عزيزي کلب مشر سيدا عظم عزيزي راليږلی . په سر کې د سي ار ای راډيو پښتو څانګې ټولو کارونکو ته سلامونه ويلي دي ، په تيره بيا اياز او ډيوې ته ، چې ورته عليکم سلام وايم . سيد اعظم ورور وايې ، چې د ځان او د عزيزي کلب غړو لخوا تاسو ته چې د چين د نوي کال د را رسيدو مبارکي وايم او ستاسو لارې يې د چين چارواکو او خلکو ته هم مبارکي يم خدای دې وکړي چې په خوشحالۍ سره مو پيل کړی وي . او د ليک په پای کې يې د خپرونيز توکو غوښتنه کړيده . له سيد اعظم ورور نړۍ مننه .

دا ليک له ژوب څخه د سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع اله مندوخيل راليږلی د سلامونه تر څنګ يې د خپرونې ستاينه کړی او وايې چې په رښتيا هم ډيره غني او بډايه ده . خو د که عکسونو شمير پکې زيات کړی ښه به وي .

مندوخيل صاحب د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو او اوريدونکو ته د نوي ميلاې کال مبارکې ويلي ده . چې زه به هم ورته مبارکې ووايم . زياتوي پدې هيله چې د چين ولسي جمهوريت او د چين اولس لپاره دغه کال نيکمرغه وي . او په پای کې يې د کلنۍ کليږې غوښتنه کړيده .

د مندوخيل له ښکلي ليک نه ډيره مننه د راتلونکو همکاريو په هيله يې يو .

دا بل ليک د حضرت سلطان کلب مسول قاري محراب الدين پريشان راليږلی . ده د د سې ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کار کونکيو ته سلامونه ويلي دي . او د پښتو هندارې ته يې يو شعر هم راليږلی دی چې يو څو بيته به يې زه ورته ولولم .

ته ما وژني زه تا وژنم دا څه حال دی – په هر ځای کې دسيسو باندې جنجال دی

مينه نشته د يوبل خطال ايستل دي - د مينو مينتوب د رنجو خال دی

په يو کورکی اوسيږي سره غله وي- زوي له پلاره غلا کوي وايې کما دی

له قاري محراب الدين ورور نړۍ مننه .

بل ليک د ميرانشاه څخه زمونږ بل اوريدنکي ظاهر محمود راليږلی دی او د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي چې اوس زه ستاسو دايمي اوريدنکی يم او ستاسو پروګرامونه ډير په خوخوشحالۍ سره اورم . ظاهر محمود ورور زياتوي چې د چين له حکومت نه مننه کوم ، چې دپښتو ژبې لپاره په اخلاص سره خدمت کوي او پښتو هندارې له چلونکوته يې سپيشل ياني ځانګړي سلامونه وړاندې کړي . دغه ورور ويلي چې د ښکلي ګوانګ شي په نامه سيالۍ کې برخه اخستی وه او هم يې دريم مقام تر لاسه کړی وو ، چې ورليږل شوي سوغاتونه ورسيدلي دي .

ګرانه ورور دا ستاسو زيار نتيجه وه چې دريم مقام مو تر لاسه کړ. په راتلونکي کې هم داسې زيار وباسې نو انشاالله بيابه هم په سياليو کې ګټونکي شئ. ظاهرمحمود يو شعر هم راليږلی او يلي چې په پروګرام کې يې راته نشر کړی . نو دا دې زه به يې ورته ولولم .

زه يو ګل د دنيا باغ ته وم راغلی - ما خندلي قدرنه وو خزان راغی

د اميد په کشتي سپور تللم منزل ته - چې ساحل ته نژدې شومه طوفان راغی

مادې مخ په زوَر زيِر کتلي نه وو- چې د مخ په کفن پت کړو ارمان راغی

ظاهر محمود ورور راليږلی شعر ډير ښکلی وو ، ستاسو د نورو همکاريو په هيله .

دا ښکلي او ډير اوږد ليک چې په ښکلو رسمونو او رنګونو انځور شوئ دی ، د افغانستان د ملي نجات کلب مشر صاحب شاه کوټوال له چترال څخه مونږ ته راليږلی دی . دغه ورور په سرکې دسې ار ای راډيو ټول کارکونکو ته سلامونه او نيکې هيلي وړاندې کړيدي . چې سلامونو ته يې عليکم وايم .

صاحب شاه ورور پخپل ليک کې ډير ښکلي معلومات ، ټوکي او شعرونه راليږلی دی ، خو دا ټول ورته نه شو خپرولی ،ځکه چې زمونږ د خپرونې وخت کم او د اوريدنکو ليکونه زيات دي . په هر حال يو ه ټوکه او يو ړواندېز به يې ورته نشر کړو . پدې هيله چې خوا بدی نشي .

وايې چې : يوې ښځي يوۀ ماشوم ته وويل ، چې تاته شرم نه درځي سوالګري کوي ، ولاړ شه ښونځی ته . ماشوم ورته وويل ٍ، چې هلته هم ولاړم هيچاه يو روپې را نکړه .

د صاحب شاه ورور يو مطلب به ورته لولم . چې وايې : له ټولو څخه غوره تحفي او سوغاتونه د چين د سې ار ای راډيو څخه راستول کيږي . ځکه چې زمونږ د کور په هر شي باندې ( ميډن چاينا) ليکل شوي دي . له دې څخه معلومه شوه چې چين زما ډير نږدې ملګری دی او زمونږ په کور کې دی . او زه هم له چين سره ژمنه کوم چې د بل کوم هيواد سامان به هيڅ کله استعمال نکړم . .

له صاحب شاه کوټوال ورور نه يوه نړۍ مننه کوم . چې خپرونې ته يې په رښتيا هم ډير ښکلی او په زړه پورې ليک راليږلی وو . پدې هيله چې په راتلونکې کې همداسې ښکلي ليکونه خپرونې ته راوليږی .

او ورستی ليک مونږ ته له مانسهرې نه د خراسان کلب غړي حضرت محمد راليږلی دی . ددغه ورور په ليک ځانګړي څه نشته يوازې د پښتو څانګې ټولو کارونکوته سلامونه ويلي او چې تاسو ته مې څو ليکونه درليږلي خو ځواب يې معلوم نشو او دا ليک چې درليږم پاکټ يې ما له بل چانه پور اخيستی دی . او په پاې کې يې د کلنۍ کليزې ،د چين د لوی ديوال عکسونو او نورو خپرنيزو توکو غوښتنه کړيده . له حضرت محمد ورور نه ډيره مننه .

ښه قدرمنو دوستانو ! د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاى پاى ته

رسيږي ، بيا هم د تل كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په

اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

٦- اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040