موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-16 09:57:46
قدرمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې مي ومنئ ! زه ايازپرهر يم د مونږ او اوريدنکي پروګرام اوريدو ته ستاسو هر کلی کوم . پاک رب دې وکړي چې روغتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي تر څو زه هم ستاسو ښکلي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم

دخپرونې لومړی ليک به ولولم چې له پيښور نه د پيښور لسنرز کلب غړي عامر رضوان راليږلی دی . په سر کې يې د اياز پرهر ، سپوږمۍ ، ډيوه ، خوشحال تايب او ټولو همکارانو ته خپل سلامونه ويلي دي .

عام رضوان وروره وايي ، چې د سي ار ای راديو خپرونۍ ډيرې ښې دي او تل يې اورو . بيا يې ويلي ، چې زمونږ د کلب غړي د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې مينه وال دي . په پای کې د پروکرامونه په اړه د معلوماتو غوښتنه کړيده او زياتوي چې د ليکونو پاکټونه خو خامخا راوليږې . له عامر ضوان وروره نه مننه ، پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته ښکلي ليکونه راوليږې.

بل ليک به ولولم چې په اردو ژبه ليکل شوی دی د مانسهرې له چهړيانو څخه محمد عارف او دو نورو دوستانو يې چې نومونه يې سم نه لوستل کيږي را ليږلی دی . د دوی ليک په اردو يې ليکلي ، د سلامونه تر څنګ يې د نوي کال مبارکې ويله ده او ايې چې هيله ده دا کال تاسو ته له خوښيو ډک يو کال وي . عارف ويلي، چې د اردو پروګرام تر څنګ د پښتو خپرونې هم په ډير شوق سره اورم په پښتو پوهيږم خو ليکلی نشم .

محمد عارف يو ګيله هم کړيده او وايې چې مخکې مې هم يو ليک در ليږلی و، خو ځواب يې را نه غی ا و دليک په پای کې د اردو سندرې د نشر غوښتنه کړيده . ګرانه وروره محمد عارف ، لکه څنګه چې تاسو پخپل ليک ويلي ، چې د سي ار ای راډيو اردو خپرونې هم اوري نو تاسو به اردو سندرې حتمي د اردو خپرونې له لارې اوريدلي وي . خو په پښتو خپرونه کې يوازې پښتو سندره خپرولی شو . پدې هيله چې د ليک ځواب دی ارويدلی وي . تاسو کولی شي مونږ ته په اردو ليکونه را وليږی ، زمونږ لپاره هيڅ ستونزه نشته . له تا سو نه نړۍ مننه د راتلونکيو همکاريو په هيله دې يو .

دا بل ښکلی ليک بيا له ديره اسماعيل خان دال عوان کلب مشر لياقت علي عوان ، ريحان عوان او ميران علي راليږلی دی . د سلامو ترڅنګ يې د سي ار ای راډيو ټولو کارونکو ته د نوي ٢٠٠٩ کال مبارکي ويله ده . دغۀ ورور وايې، چې د پښتو هنداره ورسيدلې ده او په ليدو يې ډير خوشحاله شوئ .

دليک په پاې کې يې د پښتو هندارې د نوې ګڼې غوښتنه کړيده . زه ټولو قدرمنو اوريدنکو ته ووايم . کله چې هم پښتو هنداره چاپ شي ، نو د اوريدنکو لپاره ده . پدې هيله چې په راتلونکي کې خپرونې ته نور په زړه پورې ليکونه راوليږی

دا بل ښکی ليک را اخلم چې د سي ار ای راډيود پښتو څانګې هميشني همکار او پيښور دلسنرز کلب مشر بلا ل خان راليږلی دی . وايې ، چې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته د ميني ډک سلامونه وايم .

بلال خان زياتوي چې د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټول پرورګرام ښه دي او په مينه سره يې اورم . او بيايې ګيله کړيده چې زه تاسو ته بار بار ليکونه درليږم خو تاسو يو خط هم را ډالی نکړو . او په با بار تاسو دا ليکم چې مونږ ته په سي ار ای کې ځای نه راکوې.

ګرانه وروره بلا خانه ! د سي ار ای راډيو د پښتو څانګه ستاسو لپاره ده او مونږ هم تاسو اوريدونکو لپاره خپرونې کوو او هم دا خپرونه ستاسو له اړيکو او ليکونو پرته په مخ نه ځي . د ليکونو د برخې مسول کس ستاسود ليک درځواب کړی پدې هيله چې په لار کې ځنډنی نشي اوتاسو ته در ورسيږي . ستاسو د لا زياتو هکاريو په هيله .

دا بل ښکلی ليک بيا د افغان کلتوري بهير مشر سيد وارث حنفي ورور راليږلی دی . حنفي ورور د پښتو څانګې همکارانو غوټۍ ، ډيوه ، هوسۍ ، تايب ، هيله ، احمد زلمي ، ليلا او نورو ته خپل د ميني ډک سلامونه ويلي دي .

وايې ،چې پروګرامونه مو ډير په شوق سره اورو ، تل ترينه ښه او زړه پورې معلومات تر لاسه کوو . ستاسو له دې خدمت نه نړۍ نړۍ مننه اوکور وداني وايو ، دا ستاسو لپاره نه بلکې زمونږ لپاره د وياړ ځای دی . پداسې يو هيواد کې چې پښتانه د نشت په برابر دي او بيا تاسې پښتو ژبې ته خدمت کوی .

حنفي وايې ، چې څه موده مخکې ستاسو لخوا راليږل شوي سوغاتونه را وسيدل ، ډير زيات خوشحاله شوم او هيله لرم چې په راتلونکي سيالۍ کې هم راته برخه راکړی . حنفي صاحب دا سيالۍ ستاسو اوريدونکو لپاره دي نو انشاالله هرو مرو به تاسو پکې برخه ولرې .

سيد وارث حنفي په پای کې يو ډير پيشنهاد کړی ويلي چې اوريدنکي ددعا سلام علاوه بايد د چين راډيو ته ښي او په پوړه پورې مشوري ورکړي ، په پښتو هندارې بايد نظر واچوي . او بايد په زړه پورې معلومات ورکړي . حنفي ورور له خپل ليک سره يو عکس او د اجمل شينواري يو ښکلی غزل هم راليږلی دی څو بيته به يې ورته ولولم .

چې مينه دې کوی نه شوه کولی به دې نه - ظالمه د زړه ګې په سر ويشتلی به ندی

د اخير دې که دې وس د کتو نه وپه محفل کې – د بل په مخ کې ما پورې خندلی به دې نه

زما بې بخته زړه دی دستم په ژرنده دل کړو – تجليل د بيلتانه کې چڼولی به دې نه

له حنفي څخه مننه وکړم د راتلونکو همکاريو په هيله .

دا ليک دخوست ولايت د عليشيرو والسولۍ له يوراج کلب څخه زمونږ بل اوريدنکي محمد شفيق راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ وايې ، چې ستاسو خپرونې اوس په هر کلي او بانډه کې اوريدل کيږي . او مونږ په هر مياشت کې يوه غونډه لرو چې دخپل کلب او د سي ار ای راډيو په هکله خبرې کوو او د خپرونو اوريدو د زياتو اوريدنکو د راجلبولو لارې چارې يوبل ته ورښي يو . محمدشفيق ورور د ليک په پای کې ملتونو راليږلي دي چې دا به ورته ولولم .

١- باز چې هر څومره خوارشي چنګښې نه خوري . ٢- ړانده ته شپه او ورځ يوه شان دي . ٣- هوښارته اشاره ،کم عقل ته کوتک .٤- خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ده . ٥- پردې خواړه ياپور دي يا پيغور. ٦- تر خه خوره خو ترخه مه وايه .

دلته يو بل ښکلی ليک را خلم چې په ډير ښکلي او واضح خط ليکل شوئ دی ، له کوهات څخه زمونږ اوريدنکي هرات خان ځاځي راليږلی دی . دغه ورور د پښتو څانګي ټولو کارکونکو ته

سلامونه ويلي دي .

هرات خان ځاځي ورور بيا وايي چې د نوي کال مبارکي مې امنۍ او نوی کال درته له خوشحاليو سره غواړم . مننه مونږ هم تاسو ته خوشحاله کال له خوشحاله ژوند سره غواړو . او دايې هم ويلي چې څه موده وشوه چې د ليکونو په پرګرام کې مې ونډه نه وه اخيستي ، خو د پروګرام د اوريدو وخت مو نه هيروم په ذوق سره يې اورم .

دليک په پای کې يې د پښتو هندارې د نوي ګڼي او انګليسي مجلو غوښتنه کړيده . هرات خان وروره ستاسو له ښکي ليک نه ډير مننه پدې هيله چې په راتلونکي کې هم مونږ همداسې ښکلي ليکونه را وليږی

دابل ليک بيا په ژوب څخه د خپرونې همشني همکار اود سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلی دی د سلامونو تر څنګ ويلي چې دا څو اونۍ کيږي چې زمونږ اوريدنکي خپرونې په انټرنټ پاڼه کې نشته او بل دا چې مونږ تر اوسه پورې د پښتو هندارې ديارلسمه ګڼه نه ده راليږلی .

او پای کې يې د پښتو هندارې د ٤٨٠ ګنو غوښتنه کړيده . مندوخيل وروره که خدای کول نو پښتو هنداره به درشي . له تاسو نه مننه هيله ده چې خپرونې ښکلي او په زړه پورې مضمونه را وليږی .

د نجات ملي کلب عړي نعمت الله هم له چترال څخه خپرونې ته ليک را ليږلی دی او د چين د نړيوالی راډيو ټولو کارکونکو ته يې د نوي کال مبارکي ويله ده .

دغه ورور ويلي چې زه د صاحب شاه کوټوال له خپرونې سره معرفي کړی يم او غواړم چې ستاسو دايمي اوريدنکی شم . او يوه ټوکه هم راليږلی ده چې دا به ورته ولولم .

وايې ، يوه ورځ زوی او پلار د لمانځه لپاره جومات ته ولاړل . زوي له پلار څخه مخکې کورته راغی او مور يې ورته وويل زويه پلار به دې هيسار شوې وي ، ته اوس له سابو سره ډوډی وخوره هغه وروسته راشي . زوې يې وويل ، چې زه له سابو سره ډوډی نخورم ، زه مې له خپل پلار سره ډوډي خورم .

له نعمت الله ورور نه نړۍ مننه کوم او دراتلونکو همکاريو په هيله يو .

بل ليک لولم چې له کوهاټ نه د هاشمي کلب مشر رحمان الله هاشمي راليږلی دی . ددغه ورور په ليک کې نور څه نشته يوازې يې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته د نوي کال مبارکي ويله ده . او هيله ښودلې ده چې نوی کال په خوشحالۍ سره تر سره کړی . له دغه ورور نه مننه کوو او مونږ هم ده د نوي کال مبارکي وايو پدې هيله چې راتلونکي خپرونۍ ته ښکلي ليکونه راوليږي .

دا ليک د مانسهرې د چهړيانو له دريم نمبر کمپ څخه د خراسان کلب مرستيال عبيداله صديقي راليږلی دی . دغه ورور د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکو ته په ځانګړې توګه دپښتو خپرونې چلونکو ته نيکي پيروزيني وړاندې کړي ، چې مونږ به هم وروڅخه مننه وکړو .

عبيدالله په ليک کې نور څه نشته وايې ، چې دنوي کال چاپ شوي مواد ، کليږي ، او پښتو هنداري مونږ ته را وليږی . او هم کوم تاريخي تصويرونه چې در ليږو هيله ده چې په پښتو هنداره کې يې نشر کړي . په پای زياتوي چې د چين د تاريخي لوی ديوال عکسونه هم راوليږی ترڅو پدې هکله زمونږ معلومات زيات شي . له عبيدالله صديقي څخه مننه .

دا ليک به ولولم چې دا هم د خوست ولايت له عليشيرو ولسوالۍ څخه قاضي خان راليږلی . دغه ورور پښتو څانګې ټولو کارکونکو ته يې سلامونه ويلي دي .

قاضي خان وايې، دا زما لومړی ليک دی هيله ده چې راته نشر يې کړی او هم يې د ښکليو منظروغوښتنه کړيده . . د ليک په پای کې يو شعر هم راليږلی دی ، خو ګرانه وروره ستاسو دا شعر ډير تکرارې دی ، ځکه په تېرو خپرونو کې څو ځلي خپره شوی ده . ستاسو د راتلونکيو همکاريو په هيله .

د خپرونې په پای که يو ځل له خپلو ګرانو همکارانو څخه هيله کوم ، هغه داچې دمره زحمت باسي او خپرونې ته ليکونه راليږلي ، نو بايد په زړه پورې مضمونه راوليږي او خپله خپرونې پخپلو ښه ليکونه لا پسې رنګينه کړې . نه يوازې دا چې هندارې او ياهم د نور خپرنيزو توکو غوښتنه وکړي .

ښه قدرمنو اوريدونکيو د مونږ او اوريدونكي ددې اونۍ پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، بيا به هم در ته ووايو كه غواړئ چې دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې او ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي . او هم كولي شي چې د سې ار ای له ويبپاڼې ڼه بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړ انديزونولپاره د بريښنا ليک پدې پته تماس ونيسئ

pushtu@chinabroadcast.cn .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په

اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

٦- اسلام اباد ، پاكستان

تر بل پروګرام پورې چې بيا ستاسو چوپړ ته حاضريږو ، نو تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . بريالي اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040