د شينجيانګ د اتلانو حماسی شعر مناس

cri     (GMT+08:00) 2009-06-17 09:56:24

اقچي د قرغيز قوم په ژبه کې د يو ډول واښو نوم دی چې په لوړو او د صحرا په سخت چاپيريال کې شنه کېږي. د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د اهچي په نامه يوه ولسوالۍ شته چې د چين په لويديځ کې د تيان شان د غرو جنوبی سلسلې په لمنو کې پروت دی. د چين په دريو حماسی شعرونو کې د اتلانو حماسی شعر په اقچي کې رامنځته شوی.

د اهچي ولسوالۍ په هر ځای کې ټول وګړی چې که سپين ږيري وي يا او ماشوم ټول د مناس د حماسی شعر ځينی برخې زمزمه کولای شي. خو د قرغيز قوم يو سپين ږيري وويل د اقچي په ولسوالۍ کې يوازی يو کس چې د ماناسچي په نامه يادېږي، د مناس ټول بيتونه ويلی شي. ماناسچي د قرغيز قوم په ژبه کې هغه سندرغاړی دی چې د مناس شعر ويلو له امله يې ډېر شهرت پيدا کړی دی. دغه کس د يوسف مامای نومېږي او اوس دوه نوی کلن دی، د قرغيز قوم د خلکو په زړه کې مناس او يوسف مامای دواړه د دغه قوم مرغلرې دي. يوسف ما مای له اته کلنۍ څخه د قرغيز قوم د اتلانو د حماسی شعر راغونډولو، تنظيمولو او ويلو په چارو لاس پوری کړی دی. هغه وويل (اواز)

د مناس حماسی شعر له نهمې پيړۍ څخه تر لسمې پيړۍ پورې موده کې رامنځته شوی او د اتو حماسی شعرونو يو عمومی نوم دی. مناس د ټولو شعرونو سرليک دی او د بېلا بېلو شعرونو او کيسو د رول د نومونو په نامه يادېږي. په هر يو شعر کې د يو نسل اتلانو کيسې ويل شوې او د هر يو شعرونو تر منځ اړيکې شته چې يوه بشپړه کيسه ترې جوړېږي.

يوسف مامای په خپل ټول ژوند کې د مناس د ويلو چارو ته خدمت کړی چې له ١٩٢٧ کال څخه يې له مناس سره مينه پيدا کړی او تر ١٩٩٥ کال پورې يې په اته شپېتو کلونو په موده کې په ليکلې بڼه د مناس حماسی شعرونه ټولو ته ښودلی دی.

يوسف مامای خبريال ته وويل ده په تير کال کې د اهچي په ولسوالۍ کې څلويښت غورهمناسچيان د خپلو شاګردانو په توګه ټاکلی. هغه وايي چې د مناس حماسي شعر به ځوانانو ته خپرېږي. د يوسف زده کوونکيو خبريال ته د مناس ځينې برخې داسې زمزمه کړلې. (اواز)

ګرانو دوستانو، په دغه سندره کې دا مانا څرګندېږي د خلکو د خوشحالۍ لپاره زه د اتلانو په اړه سندره وايم چې زموږ د نيکه ګانو په اړه کيسی تاسو ته ښيي. د لويې ځمکې په ډيرو بدلونونو کې صحرا او ډبرې په ځنګلونو بدل شوی، شنې دښتی په صحراګانو بدل شوې او هر شی بدل شوی، خو د نيکه ګانو له خوا راپاتی شوی حماسی شعرونه لا هم زموږ تر منځ ژوندي دي.

کله چې ويونکيو دغه حماسي شعرونه ويل، ډېر فعال او زړه وړونکی احساسات ښکاره کول. د قرغيز قوم د اوسيدونکيو په هکله مناس نه يوازی د دغه قوم په اړه يو حماسی شعر دی بلکې د دوی ژوند يوه مهمه برخه ده چې دوی ته د هڅونې ځواک وربښي.

په سندره ويونکو کې ياسين يونس چې عمر يې تر ټولو لوړ دی، خبريال ته وويل دی په پر له پسی په دريو مياشتو کې دغه سندره ويلی شي. هغه وويل د مناس په حماسی شعرونو کې اتلان له عادی انسانانو څخه وتلی توان لری او د عادی انسانانو بڼې، مينې او احساسات لري. دوی بريالی او ټينګ هوډ لري چې هر شی ته د ماتی ورکولو ځواک لري، په ځينی وختونو کې يې ځانونه ښوونکی او په خپلو سترګو کې هيچا ته نه ګوري، خو کله نا کله خپلو سرتيريو ته ډير پاملرنه کوي. دوی په ځينی وختونو کې په قهر جنې بڼې او په لوړ اواز سره غږوي حتی په غير منتظره عملونه ترې سره کېږي او په ځينی وختونو کې نورو ته له مهربانۍ نه ډک رويه څرګندوي. دوی ستر برياليتوبونه تر لاسه کوي چې د وګړيو د ستاينې او درناوی وړ دی او په همدې وخت کې يې غلطيان لری او هم ماتی خوړی.

د حماسی شعرونو ويلو په ترڅ کې خبريال دا وليدل چې د يوسف مامای کړوسی د خپل نيکه په څنګ کې په جدی او ډېر په پاملرنې د سناس حماسی شعر واوريد. د قرغيز قوم اوسيدونکی د نسل په توګه د دغه ماشوم په زړه کې د مناس حماسی شعر ځای تلپاتی دی. کله چې مرکه پای ته ورسيده، دغه ماشوم سمدلاسه د مناس حماسی شعر وويلې. قدرمنو دوستانو، نننی خپرونه د ښکلې حماس په اوريدلو سره پای ته ورسيده، ستاسو له اوريدنې څخه ډيره مننه کوو!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040