د غواګانو روزنې په اړه کارپوه لو دونګ لين

cri     (GMT+08:00) 2009-06-17 10:10:30

مالداری چارې د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکۍ سيمې په اقتصاد کې د محور رول لوبوي. په دې هکله يو کارپوه چې له څلويښتو کلونو راهيسې د شيدو غواګانو د روزنې په چارو لاس پوری کړي. په وروستيو ورځو کې يې د شينجيانګ د عالمانو د ټولنې په اوومه غونډه کې د ساينس او تکنولوژۍ د ترويج لومړې جايزه تر لاسه کړه. دغه کس د شينجيانګ د شيدو چارو د ټولنې د منشي مرستيال لو دونګ لين دی.

لو دونګ لين د ١٩٣٨ کال په اکتوبر کې د چين په ختيځ د جيانګ سو ولايت د نان جينګ په ښار کې زيږيدلی او له ماشومتوب څخه يې د ژويو د عادتونو له څيړنې سره مينه درلوده. هغه په ١٩٥٦ کال کې د کرنۍ له ښوونځې څخه تر فارغيدو وروسته د کرنيزو چارو د علمې څيړنې او د تکنالوژيو د ترويج په کارونو پيل وکړ او په دغه برخه کې يې زيات تيزسونه خپاره کړي دي. خو نان جيانګ د مالداري سيمه نه ده، نو د خپل استعداد کارولو او د چين په لويديځ ليری سيمو کې له بی وزلو وګړيو سره د مرستې لپاره لو دونګ لين له خپل ښه کار او ژوند څخه لاس په سر شو او له خپل ټاټوبی څخه شينجيانګ ته ولاړ.

لو دونګ لين د شينجيانګ په يو فارم کې د کار کولو پر مهال پيدا کړه چې د دغې سيمې طبيعي شرايط د موچيو له روزنې سره ډير برابر دي. هغه وويل (اواز)

د شينجيانګ د توروفان د پنځو ستورو په نامه د کميسيون د موچيو د روزنې ډلې زموږ په فارم کې مجيو وروزل، نو ما په هغه وخت کې له دوی سره د موچيو د روزنې په اړه خبرې کولې. ما پيدا کړه چې د توروفان په سيمه کې د موچيو د روزنې سويه په ټول هېواد کې پرمختللې ده

نو لو دونګ لين ژر د موچيو روزنې يو فارم جوړ کړ چې زياتې اقتصادې ګټې يې تر لاسه کړې. له دې وروسته هغه د ژويو د روزلو په څيړنې پيل وکړ او دا ئی وموندله چې په شينجيانګ کې د وښو زياتې سرچينې شته چې دا د مالداری چارو په تيره بيا د غواګانو د روزنې پرمختيا لپاره مساعده زمينه برابرولی شی. نو لو دونګ لين غوښتنه وکړه چې هغه فلم ته لاړ شي چې شرايط يې خراب دی، د ژويو روزنې په ډلې کې د فنی کارکوونګي په توګه کار وکړي. نو لو دونګ لين د شيدو له غواګانو سره علاقه پيدا کړه او د غواګانو په فارم کې زياتې ورځې او شپي تيرې کړې.

هغه وويل (اواز)

ما د غواګانو د روزلو تکنالوژۍ د څيړنې په ترڅ کې زياتې د علاقې وړ پيښې موجودی وې. نو ما په هغه وخت کې د ژوند او کار بد چاپيريال هير کړ او د کار د خوشحالۍ احساس يې وکړ.

د لو دونګ لين په وړانديز دغه فارم د نورو ولايتونو او سيمو له فارمونو څخه زيات پرمختګ وکړ او د غواګانو شمير زيات شو او په فعاله توګه يې د روزنې د پرمختلليو تکنالوژيو د ترويج او استعمالولو لپاره کارونه تر سره کړل. د ده کارونو ژر ښه پايلې تر لاسه کړې چې د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پيل کې د دغه فارم د غوګانو د شيدو توليدی اندازه هر کال څه دپاسه پنځه زره کيلوګرام زياته شوې چې په شينجيانګ کې يې لومړۍ ځای ونيو. لو دونګ لين وايې (اواز)

فنی کارکوونکی بايد په اساسی يونټ کې کار وکړي او ورپسی په ادارې څانګه کې، زه د ادارې مشر شوم، لا هم د سيانس او تکنولوژيو ترويج په پام کې لرم.

لو دونګ لين په ١٩٩٢ کال کې د شينجيانګ د شيدو توليدولو ګروپ د مشر په توګه وټاکل شو او ورپسې د شينجيانګ د شيدو توليد د ټولنې د منشي مرستيال دنده په غاړه لری. له يو فني کارکوونکي څخه د يوې تصدۍ تر مشر پورې د لو دونګ لين رول ستر بدلون ومند. خو هغه لا هم د سيانس او تکنالوژۍ د ترويج کارونو ته ډېره پاملرنه کوي. هغه زياته کړه (اواز)

زه د يو مشر په توګه له هر کارکوونکی سره يو ځای د علمی او تخنيکی معلوماتو په ترويج لاس پوری کوم. هغه زيات کتابونه چې زما په نامه چاپ شوي دي، په حقيقات کې د زياتو همکارانو او د کارپوهانو د کوششونو پايلې دي.

لو دونګ لين د شينجيانګ د شيدو توليد چارو د پرمختيا لپاره نورې لوړې موخې ټاکلې دي. د ده د سيانس او تکنالوژۍ د څارنې له لارې د شيدو د توليد اندازه ډېره زياته شوې. اوس لو دونګ لين په دې هڅه کې دی چې په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د شيدو څښلو د ګټو په اړه معلومات ترويج کړی چې دا په ريښتنی توګه د ښوونيزو چارو ملاتړ کول هم دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040