په شيجيانګ کې د اويغوريانو د چای څښلو عادت

cri     (GMT+08:00) 2009-06-17 10:13:47

چينايان په نړۍ کې لومړی د چاي په روزلو لګيا وو ، نو د چای دوديز کلتور په چين کې اوږد تاريخ لری. د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د چای څښلو عادت هم د چيني ملت د دوديز کلتور څخه شمېرل کېږي. د شينجيانګ قومي وګړي د ډوډی خوړلو په وخت کې حتما تاوده چای څښي. د شيدو چای، د ګلونو چای او درملي چای ټول ددوي مينه وال دی..

په شينجيانګ کې د چای بوټو د روزلو اب و هوا مساعده نه ده ، خو پخوا د وريښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې په شينجيانګ کې د چای د معاملې اندازه زياته وه چې په پايله کې د سيمې وګړي په ژوند کې د چای په څښلو روږی کوي. په شينجيانګ کې يوه اصطلاع ده چې وايی ډوډۍ نه خوړل زغملی شی ، خو چای نه څښل د زغملو وړ نه دي. په دغه سيمه کې د ملي لږ کيو وګړي کوچيان يا بزګران دي او زياتې غوښې خوری او شيدې څښي. نو د چای څښاک نه يوازی د غوښو د هاضمې لپاره ګټور دی بلکی ويتامينونه هم زياتوي . د شينجيانګ د چای کلتور ټولنې سرمنشې لي يوان وويل (اواز)

د معلوماتو له مخې پخوا د اويغوريانو د چای څښلو عادت د بډايانو او عادی وګړيو تر منځ زيات توپيرونه درلود. د اويغوريانو د کلتور سره سم د چای څښلو دود او نظريې د چای څښلو په هکله د جاپانيانو عادت ته ورته دی. ما له څو اشراف زاده ګانو سره مرکې وکړې او اوريدلی مې دی چې چای بايد په هغه ځانګړی کڅوړه کې وساتل شي چې د يوې انا له خوا ګنډل شوی وی

د ميلمنو د درناوي لپاره د کور خاوند لومړی پياله مينځي او بيا وروسته ميلمنو ته د چای ست کوي. لي يوان وويل (اواز)

د چای دم کولو تړاونه ډېر جدی دي. که ميلمه چای نه غواړی، پياله په چپه ږدي يا په لاس پټوي.

د اويغوريانو په کور کې د ميلمنو د هرکلي لپاره لومړی چای تيار دی. .

دکشغر او هوتان په سيمه کې اويغوريان هغه چای څښي چې د فولين په نامه يو ډول چيني طبي بوټی ، د ميخک ګل ، د فلوس ونې پوست او د زيرې تخمونه پکې اچوي چې دغه ډول چای اويغوري چاي بلل کېږي . اغلې لي يوان زياته کړه (اواز)

په هوتان کې په هر کور کې يو چايناک شته چې ډول ډول توکي پکي اچول کېږي ، ځينې يې پوډر دی او ځيني يې دانې . خوند يې لږ څه تيز دی، خو د والګي د وقايې لپاره ډېره ګټه لری.

د هوتان وګړو عمرونه ځکه اوږد وي، د دغه ډول چاي په څښلو پورې اړه لری ځکه طبي بوټي او کاني توکي پکې ګډ دي او دغه ډول دم شوی چای د ګرمۍ لېرې کولو ، د هاضمې او روغتيا لپاره ډېر ګټور دي

برسيره پردې د شيدو چاي هم د يادونې وړ دي . دغه راز د اپوسينيوم بوټي چې د شينجيانګ د تاليمو او تاوس سيندونو په اوږدو کې ډېر ليدل کېږي ، د وينو فشار د ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره ډېر مفيد دي . د چين د نباتي درملونو په خلاصه کې ليکل شوي چې د اپوسينيوم نومی نبات د سر ګنګس او ټوخي د له منځه وړلو او د ادرار د زياتولو ناروغيو د درملنې لپاره اغيزمن دی . لا پخوا په شينجيانګ کې وګړيو د هغه چای د څښلو عادت درلود چې د دغه بوټي پاڼې او ګلونه پکې اچول کېدل. د تاريخي سندونو له مخې په شينجيانګ کې داسی سپين ږيري او سپين سرې ډېر لېدل کېدل چې عمرونه يې له سلو کالو څخه زيات وو ، د ياد شوي چای د څښلو عادت يې درلود .

علاوه پردې د شينجيانګ وګړي دا عادت هم لری چې په چاي کې د ګلاب ګل او تور ګالن پکې اچوي.

په دوه زره او دوهم کال کې په شينجيانګ کې د چای کلتور ټولنه جوړه شوه او په چايخانو او د چاي بوټو په باغونو کې د چاي څښلو معلوماتو د ترويج او د چاي بوټو د فني پرسونلو د روزنې دنده لری . ډېره مهمه خبره خو دا ده چې دوی په فعاله توګه په شينجيانګ کې د چاي څښلو د تاريخ او عادت په هکله معلومات راغونډوي .

د يادې شوې ټولنې دايمي مرستيال ښاغلي چن شيان مين وويل ( اواز )

زموږ ټولنه د چاي د معاملې حالت د معلومولو ، د يو شمير بصيرت لرونکو اداره کوونکو د راغونډولو او د چاي د مشهورو مارکونو د معرفی کولو لپاره هڅه کوی چې د سيمې د چاي کلتور مروج شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040