ناژنګاووا او د دې لورانې

cri     (GMT+08:00) 2009-06-17 10:16:55

شينجيانګ ته د کتنې په نننې پروګرام کې به تاسو ته د يوې خوشحالې مور ناژنګاووا او د دې پنځو لورانو په اړه معلومات درکړو. ناژنګاووا روان کال څلور څلوېښت کلنه شوه او د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د يو اورګان د چارواکې او انجيزرۍ دنده تر سره کوي. ناژنګاووا له مغولي قوم سره تړاو لري او دا خپل اولادونه نه لري، خو د مور په شان يې د په شپاړسو کلونو په بهير کې له بېلا بېلو سيمو څخه راغلی پنځه نجونې لکه د خپلو اولادونو په شان روزلي دي.

اته کاله مخکې د ژمي د يوې ورځې په سهار ناژنګاووا د اروموچي د اورګاډې په ستيشن کې له هه نان ولايت څخه د راغلې نجلې وانګ يي ځه هرکلی وکړ چې د درېيمې لور په شان يې ويني او يې روزلي. وانګ يي ځه د هه نان ولايت له يو کلي څخه راغلې. دې دا دوولس کلنۍ په عمر له ښوونځي څخه وتلی او د غوښو پلورلو په يو دوکان کې يې کار کړی. که څه هم دې د کار لپاره ډېر هڅی کړی، خو د کار په ترڅ کې ټپي شوه. ناژن ګاو وا د دغې پيښې له اوريدلو وروسته پرېکړه وکړه چې له دې سره مرسته وکړي او په خپل کور کې دې ته پوهنې او زده کړو اسکانات برابر کړی. ناژنګاووا وويل (اواز)

په هغه وخت کې يي ځه څوارلس کلنه وه او د عمر له مخې دې بايد په منځنې ښوونځي کې زده کړه کړې وای، خو د دې زده کړه د دغې ښوونځي د زده کوونکيو له سويې سره ډېر اوږد توپير درلود او د لومړي ښوونځي لپاره د دې عمر ډېر لوړ و چې پر هغې باندی يې منفی اغيزې درلودې. نو ما په کور کې هغې ته د عادي چيني ژبې نه لوست او زده کړه پيل کړ.

د ناژنګاووا د روزنې او د يي ځه د پر له پسی هڅو له لارې دې نه يوازی عادی چينی ژبه زده کړه بلکې په يو منځني مسلکي ښوونځي کې هم شامل شوه. اوس دا په يو دولتی يونټ کې کار کوي چې ناژن ګاووا ته د مور په شان د وياړ وړ احساسات رسولي دي.

يانګ يان هوا د ګان سو ولايت له يو بې وزلې غرنۍ سيمې څخه راغلې او د دې کورنۍ ډېر بې وزلې ده، نو دا ناچار له ښوونځې څخه ووتله او د بزګرې په توګه يې دنده پر غاړه واخيستله. ناژن ګاووا له دې سره ډېره مرسته وکړه. هغې وويل (اواز)

په هغه وخت کې به پر ما کار ډېر او زه به ډېره بوخته وم. په يوناټ کې د يانګ يان هوا ته به ډېره انديښمنه مو چې دا به په خپل کور کې يوازې وه او دې به د يوازيتوب احساس کولو. هغه يو نوي نابلد نااشنا چاپيريال او ښار ته راغلې وه، نو ما به د کار په وخت کې همېشه هغې ته تليفون کولو چې څه شی کوي.

د يانګ يان هوا او نورو کسانو تر منځ د خبرو اترو او تګ راتګ د توان پياوړتيا لپاره ناژنګاووا د هغې لپاره په لار کې کتابونه وپېرودل. د دغه کال د ژمي په هره ورځ کې له کار وروسته ناژنګاووا له يانګ يان هوا سره مل وه او په هر ځای کې به يې د هغې لپاره ښکلي کتابونه رانيول. د دوی د ګډو کوښښونو له لارې اوس يانګ يان هوا يو کتابتون لری چې د کتابونو د خرڅلاو او پرچون په چارو يې لاس پوری کړی او هر کال د څه له پاسه دوه زره يوانو په ارزښت ماليه ورکوي. يانګ يان هوا اوس خپل يوه مور ده او د يو مينه ناک ښکلي زوی لرونکې هم ده. يانګ يان هوا وويل (اواز)

اوس زه خپل زوی لری او زما په زړه کې ناژنګاووا مور ته ډېر درناوی او زه له هغې نه د زړه له کومې مننه کوم.

جو څوې هوا د شينجيانګ د التای غره د ځنګلو له يو بې وزلی سيمې څخه راغلی او په اروموچي کې يې زده کړه کړې. د لسو کلونو مخکې يوه ورځ ناژنګاووا په يو راستورانت کې د ډوډی خوړلو په وخت کې جو څوی هوا سره وپيژندل او په هغه وخت کې ده د بی وزليتوب له امله په يو راستورانت کې کارولو. ناژنګاووا سمدلاسه پرېکړه وکړه چې جو څوی هوا ته لاس ورکړي، نو جو څوی هوا بيا په ښوونځي کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ او له زياتو کوښښونو وروسته يې د چين د سيانس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې شامل شوه . ناژنګاووا هم له پوهنتون څخه د فراغت وروسته جو څوی هوا ته يو ښه کار پيدا کړ. جو څوی هوا وويل (اواز)

زه په هغه وخت کې ډېره اغيزمنه شوم او دا احساس مې وکړ چې ناژنګاووا لکه زما مور په شان ده .

د ناژنګاووا له خوا روزل شوې پنځه نجونې ودې شوې او اوس نيکمرغه ژوند تېروي . د وخت په تېريدو سره ناژنګاووا هم زړه شوې ده ، خو ددې ژوند له خوښيو څخه ډک دی سره له دې چې هغه اولاد نه لری. هغې وويل (اواز)

که څه هم زه خپل اولاد نه لرم، خو زه دغه پنځه نجونې لرم چې ما ته د ژوند په اړه زيات خواږه احساسات راکړی دی. د لومړۍ نجلۍ له روزلو څخه تر اوسه پورې شپاړس کلونو تېر شوي، له دغو نجونو سره د ګډ ژوند په بهير کې ما له ستونزو سره د مخامخ کېدلو پر وخت مې ټينګ هوډ درلود او په دې پوهېږم چې مينه هر قوم او هر کس ته ورکړل شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040