په اپريل او مې کې د چين د اقتصاد عمومي حالت ښه شوی

cri     (GMT+08:00) 2009-06-18 11:08:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د پانګونې د پرمخبيولو چارو ادارې مشر ښاغلي ګو جيه د روانې مياشتې په ١٧ نېټه په هانکانګ کې وويل د روان کال د اپريل او مې په مياشتو کې د چين د اقتصاد عمومي حالت د وړاندوينې په پرتله ښه وو.

نوموړي په همدې ورځ د سوداګرۍ په اړه په يوه غونډه کې وويل د چين حکومت له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لپاره د ماليې چارو فعاله او د پيسو اسانه تګلارې پلي کړي او په پراخه توګه يې د پانګونې پلانونه پيل کړي دي. د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاره يو زيات شوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040