د چين په جي لين ولايت د زړې صنعتي اډې د سمسورتيا لار

cri     (GMT+08:00) 2009-06-19 16:45:46

د چين په شمال ختيځ کې د زړې صنعتي اډې د بيا سمسورتيا تګلاره شپږ کاله دمخه پيل شوه. جي لين ولايت چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې په دغه زړه صنعتي اډه کې شامل شوی، د تخنيکی نوښت، په علمی څېړنه کې د پانګو د زياتوالي او د خپل جوړښت د ښه والي له لارې بيا سمسور شوی دی.

د چين په شمال ختيځ کې د هې لونګ جيانګ، جي لين او لياو نينګ په ګډون زړه صنعتي اډه د نوي چين د صنايعو د بنسټ حيثيت درلود او د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. خو په دې وروستيو کلونو کې د بېلا بېلو لاملونو له مخې د دغې سيمې د پرمختګ سرعت ورو شوی او د هېواد له ختيځ سره يې واټن هم اوږد شوی دی. د چين حکومت له دغې سيمې سره د مرستې لپاره په دوه زره او درېيم کال کې د زړو صنعتي اډو د بيا سمسورتيا په اړه تګلاره طرح او پلی کړې.

په جي لين ولايت کې د موټرو او سامانونو د جوړولو چارې ډېر شهرت لري. خو د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسې د دغه ولايت يو شمېر لويې دولتي تصدۍ د سامانونو او تخنيکونو د وروسته پاتی والي په ګډون له ځينو ستونزو سره مخامخ شوې. خو د يادې شوې تګلارې په پلي کېدو سره په دغو تصديو کې يو ځل بيا له تازه ګۍ څخه برخمني شوي دي. د چانګ چون د مسافر وړونکو ګاډيو شرکت له دغو تصديو څخه يو دی. دغه شرکت د يادې شوې تګلارې په رڼا کې د حکومت په مرستې

سره دوه مليارډ يوانه راغونډ کړي او د دغې تصدۍ په تخنيکی نوښت او څېړنه کې يې لګولی دي. ورپسې دغه شرکت د لږ څو کلونو په موده کې د هغو ګاډيو د طرح او توليد په برخه کې پر نورو شرکتونو وړاندې چې په ښاري ميترو کې کارول کېږي. د دغه شرکت د يوې څانګې مشر ښاغلي جانګ دونګ لي وويل

موږ يو ځانګړی څېړنيز مرکز لرو او نن ورځ يې د توليد توان او د ګاډيو جوړولو په برخو کې د نړۍ لومړی مقام نيسې. بر سېره پردې په سلو کې شپږ اويا سامانونه زموږ له خوا پخپله توليد شوي دي.

دغه شرکت د خپلې څېړنې د پياوړتيا ترڅنګ په پرله پسې توګه د نورو هېوادونو پرمختللي تخنيکونه او سامانونه راجلب کړي دي. اوس مهال په ډېرو مهمو برخو کې د دغه شرکت کچه نړيوالې پرمختللي کچې ته رسېدلې ده. جانګ دونګ لي وويل د دغه شرکت له خوا ډېرې اوګاډي او ښه ښاری ميترو کې ځانګړي ګاډی د پاکستان په ګډون ډېرو هېوادونو او سيمو ته صادرېږي. دی وايي

زموږ شپږ يا اووه ډوله ګاډي د استراليا، هانکانګ او ټايلنډ په ګډون ډېرو هېوادونو او سيمو ته صادرېږي. اوس مهال د نورو هېوادونو سپارښتونه ډېر زيات دي او يو مهم لامل دا دی چې زموږ په ګاډيو کې کارول شوي تخنيکونه د پخوا په پرتله ډېر پرختللي دي.نوموړي زياته کړه څرنګه چې دغه شرکت ښه تخنيکونه غوره کوي او د ګاډی اصلی بيه ئی ټيټه ده. پر دغه شرکت د نړيوال پولي بحران اغېزې ډېرې لږې دي.

پر دغه شرکت سربېره د چانګ چونګ د موټر توليدولو لومړۍ فابريکه هم د يادې شوې تګلارې په رڼا کې په سخته بازاری سيالي کې تر نورو سيالانو مخکښ ده. د دغې فابريکې د ګړندی موټرونو څانګې مسئول ښاغلي بای ايو وويل

د موټر توليدلو په برخه کې زموږ لارې چارې نسبتأ پرمختللي دي، نو زموږ د سامانونو د کارول کيدو توان تر زياتې اندازې پورې استعما ليږي چې له امله زموږ توليدي لګښت ټيټ شوی دی. نو زموږ توليدات په نړيوالو بازارونو کې د سيالۍ غښتلی توان لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040