شينجيانګ يوه هوسا لويه کورنۍ ده

cri     (GMT+08:00) 2009-06-20 12:48:10

چين د شمال لويدځ د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه د چين د ولايت په کچه تر ټولو لويه اداري سيمه ده چې د چين د خاورو د عمومي مساحت يو په شپږمه برخه نيسي.د چين حکومت له وروستيو کلونو راهيسې په ځايي سيمه کې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو د توليد او ژوند شريطو ښه والي ته ډېره پاملرنه کړې ، د سيمه ييزو بنسټيزو تاسيساتو جوړونه يې پياوړې او چاپيريال يې ښکلا کړی چې له امله د بېلا بېلو قومونو وګړي په هوسا توګه ژوند کوي.

 د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې په کورله ښار کې د اويغور، منغول او قزاق په شمول ٢٣ ملی لږه کي قومونه په ګډه سره ژوند کوي چې دلته ښکلی منظره لري او د ناکونو د توليد له امله د ناک ښار په توګه بلل کيږي.

١٥ کلن الير مهيپتر د کورله ښار د شپږم ښوونځي زده کوونکي دی .هغه ډېر وياړي چې وګړيو ته د خپل ټاټوبي په باب معلومات وړاندې کوي چې منظرې يې ښکلی او د هوا تودوخه مناسبه ده. ده وويل چې که څه هم دی د اويغوري قوم په ځانګړي ښوونځي کې زده کړې کوي، خو د هان قوم له زياتو همصنفيانو سره دوستي ټينګوي ، کله کله يې له دغو دوستانو سره يو ځای په باغ کې لوبه کوي او د راتلونکي په اړه ګډه هيله لري. هغه وويل زه د هان قوم له دوستانو سره په باغ کې او په انټرنټ کې لوبه کوم.زما پلار او مور د هان قوم دوستان هم لري او ښه اړيکې ټينګوي.

د بېلا بېلو قومونو وګړي چې په کورله ښار کې ژوند کوي، په هوسا توګه پرمختګ کوي او له خپل ټاټوبي سره ډېره مينه لري . خو دېرش کاله دمخه ، کورله لاهم يوه صحرايې سيمه وه چې له دوهمې لويې صحرا څخه يوازې اويا کيلو متره ده او طبيعي چاپيريال يې ډېر بد و او زياتره يې د صحرا په سيمه کې وه.

د کورله ښاروالي د سيمه ييز ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي لپاره د دغه ښار د شين کېدو په نامه پلان پلی کړی او له ١٩٩٧ کال څخه يې د شاړه شويو غرونو د شين کېدو په ازموينه پيل کی او په ١٩٩٩ کال کې يې له اسرائيلو څخه هغه تکنالوژی چې کمو اوبو په ور کولو سره ونې کښېنوي ، اخيستې وه چې تر اوسه پورې ٤ زره هکتاره شاړه غرونه شينه شوي چې عمومي پانګه يې ١٠٨ مليونه يوانه و.

ښاروال يې عشام جام ګريتي مونږ ته وويل : د وروستيو کلونو را پدې خوا ښاروالي يې نه يوازې د ښار ښکلا کېدو ته ډېره پاملرنه کړې بلکې يو لړ کلتوري فعاليتونه يې تر لاسه کړي چې د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي ترڅنګ د وګړيو کلتوري ژوند هم بډای شوی دی. د بېلا بېلو قومونو وګړيو د ښکلي چاپيريال د ښه والي په ترڅ کې د قومونو ترمنځ يووالی ټينګ کړی چې له امله يې د دغه ښار د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک اچولې دی ، نوموړي وويل  پخوانی شاړه غرونه په باغونو بدل شوي او ښاري سيمه ښکلا شوې او په زياتو کليوالو سيمو کې د ناکونو د ونيو کېښنولو چارو ته پرمختګ ور کړی شوی دی. د کورله ښاري چاپيريال د ښه والي او يو لړ کلتوري فعاليتونو د تر سره کولو له امله د ښاريانو کيفيت لوړ شوی او اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی.په ١٩٧٩ کال کې د دغه ښار د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت يوازی څه باندې سل مليونه يوانه و او د بزګرانو او مالدارانو د هر تن په سر عايدات يوازې ٧٥ يوانه و، خو له دېرشو کلونو وروسته په ٢٠٠٨ کال کې زمونږ د کورله نوموړي ارزښت دری څلويښت مليارډ يوانو ته او دغه عايدات يې شپږ زره شپږ سوه او شپېته يوانو ته رسېدلی او په ښارونو او علاقه داريو کې د اوسيدونکيو عايدات ١١ زره او پنځه سوه يوانه و.

د شينجيانګ بل ښار کاشغر چې د چين په لويديځ کې پروت دی او اوږد تاريخ او بډای کلتور لرياو د ختيځي او لويديځی اقتصادونو او کلتورونو د يو ځای کېدو لپاره يو مهم ځای دی ، خو له اوږدې مودې راهيسې زړه ښاري سيمه نه ده ترميم شوې چې له امله يې زيات کورونه له زلزلې سره د مقابلې توان نه لري . له ٢٠٠٨ کال څخه سيمه ييز حکومت په زړه ښاري سيمه کې د وګړيو د امنيت او د تاريخي کلتوري اثارو د ساتلو لپاره دغه زاړه کورونه ترميم کړي چې تر اوسه پورې پنځه سوه اتيا کورنۍ په هغو نويو جوړو شويو کورونو کې ژوند کوي چې له زلزلې سره د مقابلې توان لري.

اوس مهال د ژوند د شريطو د ښه والي له امله شينجيانګ له هوسا او نيکمرغې فضا څخه ډک دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040