افغانستان غواړي چين د دغه هېواد په اقتصادي بيا رغونه کې زيات او مهم رول لوبوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-06-22 16:12:59


د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې مشر محمد يونس قانونی د جون په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې هيله څرګنده کړه چې چين د دغه هېواد په اقتصادي بيا رغونه کې لا زيات رول ولوبوي.


ښاغلي قانوني دغه څرګندونې د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وکړې. هغه څرګنده کړه: چين يو هغه هېواد دی چې د نفتو، ګازو، ميس او د سړکونو د جوړولو او په نورو زياتو برخو کې ښې تجربې لري، نو کولای شي چې د افغانستان په يادو شويو برخو کې پانګونه وکړي. ځکه چې په افغانستان کې ډېرې زياتې طبيعي زيرمې موجودې دي چې بايد وايستل او استخراج شي او د افغانستان د خلک په ګټه لګول شي. دا هم د چين په ګټه ديی او هم د افغانستان.

نوموړي دا هم وويل چې چين او افغانستان سره ګاونډيان دي او يو له بل سره اوږده دوستي لري. په دې وروستيو کې د افغانستان او چين دپارلمانونو ترمنځ ډېرې ښې دوستانه اړيکې ټينګې شوې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر محمد يونس قانونی د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوه په بلنه د جون له يوويشتمې نېټې څخه تر پنځه ويشتمې نېټې پورې چين ته په رسمي سفر راغلی دی.

 

 


 


 


 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040